۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

ديارلسم باب

توبه يا مرګ

۱ هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله. ۲ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ستاسو څۀ خيال دے چې په کومو ګليليانو چې دا زياتے وشو، هغوئ د نورو ګليليانو نه زيات ګناه ګار وُو څۀ؟ ۳ بلکل نه، زۀ تاسو ته وايم چې، خو کۀ تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ. ۴ يا هغه اتلس کسان چې په سيلوم کښې پرې برج راونړېدو او دوئ ترې لاندې مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چې هغوئ په يروشلم کښې د اوسېدونکو ټولو خلقو نه زيات ګناه ګار وُو؟ ۵ بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“

د شنډ اينځر مِثال

۶ بيا عيسىٰ دا مِثال وفرمائيلو چې، ”د يو سړى په باغ کښې د اينځر ونه ولاړه وه. نو هغه مېوې لټولو له ورغلو خو هيڅ يې په کښې پېدا نۀ کړل. ۷ نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، د تېرو درېو کالو راسې زۀ په دې اينځر کښې د مېوې لټولو په طمع راځم خو هيڅ مېوه په کښې نۀ وى. نو بس دا د بېخه وباسه. دې هسې ځائ نيولے دے؟ ۸ خو باغوان جواب ورکړو، صاحبه، سږ کال يې پرېږده، مۀ يې وباسه چې زۀ ورته ځائ جوړ کړم او سَره ورله ورکړم. ۹ کۀ په راتلونکى موسم کښې يې مېوه ونيوله نو ډېر ښۀ، ګنې بيا يې د بېخه وباسه.“

د سبت په ورځ د يوې کوبۍ ښځې جوړول

۱۰ د سبت په ورځ عيسىٰ په يوه عبادتخانه کښې تعليم ورکولو. ۱۱ نو يوه ښځه وه چې د اتلسو کالو راسې پيريانو نيولې وه او بې‌حاله کړې يې وه او ملا يې ورله داسې کږه کړې وه چې هيڅکله نېغه نۀ شوه ودرېدلے. ۱۲ کله چې عيسىٰ هغه وليده نو راوې بلله او ورته يې وفرمائيل، ”اے مورې، تۀ د خپل تکليف نه آزاده شوې.“ ۱۳ او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. ۱۴ خو د عبادتخانې مشر د سبت په ورځ د عيسىٰ د روغولو په عمل ډېر خفه شو او موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”د کار دپاره شپږ ورځې مقرر شوې دى. په هغو ورځو کښې د شفا حاصلولو دپاره راځئ خو د سبت په ورځ مۀ راځئ.“ ۱۵ خو مالِک هغۀ ته جواب ورکړو او وې فرمائيل، ”اے مُنافقانو، په تاسو کښې يو کس هم داسې شته څوک چې د سبت په ورځ خپل غوائى يا خر د اخور نه نۀ پرانيزى او اوبو له يې نۀ بوځى. ۱۶ او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“ ۱۷ د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.

د شړشمو د تخم مِثال

۱۸ بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى په څۀ شان ده؟ زۀ د خُدائ بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟ ۱۹ دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده چې يو سړى راواخستو او په خپل باغ کښې يې وکَرلو او چې شړشم راوټوکېدل نو لکه د ونې په رنګ لوئ شول نو مارغان راتلل او په څانګو کښې به يې جالې جوړولې.“

د خمبيرې مثال

۲۰ هغۀ بيا دا وفرمائيل، ”زۀ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟ ۲۱ دا د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شول.“

تنګه دروازه

۲۲ کله چې عيسىٰ يروشلم ته تلو نو په کلو او ښاريو تېرېدو او په تلو تلو کښې يې خلقو ته ځائ په ځائ تعليم ورکولو. ۲۳ يو کس ترېنه تپوس وکړو، ”مالِکه، ولې صرف يو څو تنه به بچ شى؟“ نو هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ۲۴ ”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى. ۲۵ خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ. ۲۶ نو بيا به تاسو داسې وايئ چې، مونږ خو تا سره يو ځائ خوړل څښل کړى دى او تا زمونږ په کوڅو کښې تعليم ورکولو. ۲۷ خو هغه به بيا درته داسې ووائى چې، زۀ خو تاسو د سره نۀ پېژنم چې د کوم ځائ نه راغلى يئ. تاسو ټول بدکاران زما نه ورک شئ. ۲۸ بيا به هلته تاسو ووينئ چې اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او نور ټول پېغمبران د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې دى خو تاسو به هغه ځائ ته غورزولے شئ چرته چې ژړا وير او د غاښونو چيچل وى، ۲۹ د دُنيا د هر ګوټ نه به خلق د خُدائ پاک د بادشاهۍ مېلمستيا ته راځى. ۳۰ بې‌شکه يو څو کسان چې په کښې آخر دى، هغوئ به د ټولو نه اول شى او يو څو کسان چې اول دى هغوئ به د ټولو نه آخر شى.“

د يروشلم په باب کښې وير

۳۱ په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”تۀ د دې ځايه ووځه او لاړ شه ځکه چې هيروديس ستا د وژلو نيت کړے دے.“ ۳۲ خو هغۀ جواب ورکړو، ”لاړ شئ او هغه ګيدړ ته ووايئ چې واوره. نن او سبا به زۀ پيريان وباسم او د شفا ورکولو کار به جارى ساتم او په درېمه ورځ به خپل کار سر ته ورسوم. ۳۳ بيا هم ما ته پکار دى چې زۀ نن او سبا په خپله لاره تلل وکړم او په بله ورځ هم، ځکه چې د نبى دپاره دا ناممکنه ده چې هغه دې د يروشلم نه بغېر په بل ځائ کښې مړ شى. ۳۴ اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل. ۳۵ وګوره، ستا کور تا ته وران ويجاړ پاتې کيږى او زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به ما تر هغې په سترګو ونۀ وينې ترڅو چې تۀ دا ونۀ وائې چې، بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“