۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

شلم باب

دَ عيسىٰ دَ اِختيار په باره کښے تپوس

متى ۲۱ :  ۲۳ ـ ۲۷، مرقوس ۱۱ :  ۲۷ ـ ۳۳

۱يوه ورځ چه عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے خلقو ته تعليم ورکولو اَؤ ورته ئے زيرے آؤرولو نو مشران کاهنان، دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران راغلل. ۲اَؤ هغوئ ووئيل، ”مُونږ ته ووايه چه دا تۀ په کُوم اِختيار داسے کارُونه کوے لګيا يئے؟ دا واک اِختيار تاله چا در کړے دے؟“

۳عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”زَۀ هم له تاسو نه يوه پوښتنه کوم، ما ته وښايئ ۴چه آيا دَ يحيىٰ بپتسمه دَ آسمان نه وه يا دَ بنى آدمو نه؟“

۵په دے هغوئ دَ يو بل سره په بحث شول، ”که چرے مُونږ ووايو چه له آسمان نه، نو دے به راته ووائى چه بيا تاسو په هغۀ ايمان ولے رانۀ وړو؟ ۶اَؤ که چرے مُونږ ووايو چه دَ بنى آدمو دَ طرفه وه، نو خلق به ټول مُونږ سنګسار کړى ځکه چه هغوئ په دے خبره قايل دى چه يحيىٰ يو نبى وو.“ ۷نو هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ هيڅ نۀ شو وئيلے.“

۸اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”بيا به زَۀ هم دا درته ونۀ ښيم چه زَۀ دا کار په کُوم اِختيار کوم.“

دَ انګُورو باغ اَؤ دَ باغوانانو مِثال

متى ۲۱ :  ۳۳ ـ ۴۶، مرقوس ۱۲ :  ۱ ـ ۱۲

۹نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چه ”يو سړى دَ انګورو باغ ولګولو اَؤ باغوانانو ته ئے ورکړو اَؤ يو بل ملک ته دَ ډيرے مودے دَ پاره لاړو. ۱۰کله چه موسم راغے نو هغۀ يو نوکر باغوانانو ته ورواستولو چه ترے نه دَ هغۀ دَ پيداوار حصه راؤړى خو باغوانانو هغه ووهو اَؤ خالى لاس ئے واپس وليږلو. ۱۱هغۀ بيا بل نوکر ور واستولو خو هغه ئے هم بد بد ووهلو، بے عزته ئے کړو اَؤ تش لاس ئے واپس راوشړلو. ۱۲هغۀ بيا دريم سړے ور واستوو خو هغه ئے هم زخمى کړو، په تيښته ترے راغے. ۱۳بيا دَ انګُورو دَ باغ مالِک ووئيل چه اوس ما ته څۀ کول په کار دى؟ زَۀ به خپل خوږ زوئے ورواستوم. کيدے شى چه دَ دَۀ مخ وکړى. ۱۴خو هر کله چه باغوانانو هغه وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل، دا ئے وارث دے، راځئ چه مړ ئے کړو چه ميراث ئے مُونږ ته پاتے شى! ۱۵نو هغوئ هغه دَ انګُورو دَ باغ نه بهر راوويستو اَؤ مړ ئے کړو.

نو اوس ووايئ چه دَ انګُورو دَ باغ مالِک به دَ هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ ۱۶هغه به راشى اَؤ دا ټول باغوانان به مړۀ کړى اَؤ دَ انګورو باغ به بل چا ته ورکړى.“

هر کله چه هغوئ دا واؤريدل نو وئے وئيل، ”خُدائے مه کړه!“

۱۷خو هغۀ ورته ځير ځير وکتل اَؤ وئے وئيل، ”نو بيا دَ صحيفو دَ دے عبارت څۀ مطلب دے؟

”کُوم کاڼے چه ګلکارانو رد کړے وو

هم هغه دَ ګوټ سر ګاڼے شو.“

۱۸هر څوک چه په دے کاڼى راوغورزيږى هغه به ذرے ذرے شى اَؤ که چرے دغه کاڼے په چا راپريوځى نو هغه به هم ريز مريز شى.“

۱۹دَ شرعے عالمانو اَؤ مشرانو کاهنانو غوښتل چه هغۀ ته هم په هغه ځائے کښے لاس ورواچوى ځکه چه هغوئ په دے ورسيدل چه دا مِثال دَۀ په هغوئ پورے ووے خو هغوئ دَ خلقو نه ويريدل.

قيصر له محصُول ورکول

متى ۲۲ :  ۱۵ ـ ۲۲، مرقوس ۱۲ :  ۱۳ ـ ۱۷

۲۰نو هغوئ په دے لټُون کښے وُو چه څنګه به ئے راګير کړُو. نو جاسُوسان ئے پټ دَ صادِقانو په جامه کښے ورواستول چه دَ هغۀ څۀ داسے خبرے راونيسى دَ کُومو په بهانه چه هغه ونيولے شى اَؤ دَ حاکِم زور اَؤ اِختيار ته وسپارلے شى. ۲۱هغوئ په هغۀ يو سوال وکړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”اُستاذه! مُونږ په دے خبر يُو، څۀ چه تۀ وايئے اَؤ دَ څۀ تعليم چه ورکوے هغه حق دے. تۀ دَ چا مخ ملازه نۀ کوے خو په رښتيا هغه څۀ وايے چه دَ خُدائے لار ده. ۲۲ولے مُونږ ته قيصر له خراج ورکول په کار دى اَؤ که نه؟“

۲۳عيسىٰ دَ هغوئ په چل پوهه شو اَؤ ورته ئے ووئيل، ۲۴”ما ته دَ سپينو زرو يوه سِکه وښايئ. په دے دَ چا تصوير دے اَؤ دَ چا نُوم؟“

هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ قيصر.“

۲۵عيسىٰ ووئيل چه ”ښه ده، قيصر ته خپل حق ورکړئ اَؤ خُدائے له خپل.“

۲۶دغه شان دَ خلقو په وړاندے دَ دوئ دا کوشش چه هغه په خبرو کښے راونيسى کامياب نۀ شو اَؤ دَ هغۀ په جواب هغوئ حق حيران غلى پاتے شول.

دَ بيا ژوندى کيدلو په باب کښے تپوس

متى ۲۲ :  ۲۳ ـ ۳۳، مرقوس ۱۲ :  ۱۸ ـ ۲۷

۲۷بيا ځنے صدُوقيان وړاندے راغلل. دا هغه خلق دى څوک چه دَ قيامت دَ ورځے نه مُنکر دى. ۲۸هغوئ دا سوال وکړو چه ”اُستاذه! مُوسىٰ مُونږ ته دا ښائيلى دى چه که دَ چا ورور مړ شى اَؤ ښځه ئے پاتے شى اَؤ بچى ئے نۀ وى نو بل ورور دِ هغه کونډه وادۀ کړى اَؤ دَ هغۀ نسل دِ پيدا کړى. ۲۹نو اوس اُووۀ ورُوڼه وُو. وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ بے اولاده مړ شو. ۳۰بيا دويم هغه ښځه واخسته، ۳۱بيا دريم هم دغه شان اُووۀ واړه مړۀ شول خو دَ يو هم اولاد ونۀ شو. ۳۲وروستو دغه ښځه هم مړه شوه. ۳۳دَ قيامت په ورځ به دغه ښځه دَ چا وى؟ ځکه چه اُوو واړو دَ هغے سره وادۀ کړے وو.“

۳۴عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”دَ دے دُنيا سړى اَؤ ښځے وادۀ کوى، ۳۵خو هغه څوک چه دَ بل جهان لايق ګڼلے شوى دى، هغوئ به دَ بيا راژوندى کيدو نه پس وادۀ نۀ کوى. ۳۶ځکه چه دَ هغے نه پس به هغوئ نۀ مرى، هغوئ به دَ فرښتو په شان وى. هغوئ دَ خُدائے زامن دى ځکه چه هغوئ په بيا راژوندى کيدو کښے حصه دار دى. ۳۷اَؤ دا چه مړى به راژوندى کولے شى، دا مُوسىٰ په خپله هم دَ جاړو دَ سوزولو په واقعه کښے بيان کړے دى چرته چه دَ مالِک په باب کښے وائى، ”دَ اِبراهيم خُدائے، دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقوب خُدائے.“ ۳۸نو خُدائے دَ مړو خُدائے نۀ دے، دَ ژوندو خُدائے دے. دَ هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“

۳۹په دے ځنو دَ شرعے عالمانو ووئيل، ”اُستاذه! ډير ښۀ دِ ووئيل.“ ۴۰ځکه چه دَ دے نه پس دَ چا دا مجال نۀ وو چه په هغۀ باندے بل سوال وکړى.

دَ داؤد دَ زوئے په باب کښے تپوس

متى ۲۲ :  ۴۱ ـ ۴۶، مرقوس ۱۲ :  ۳۵ ـ ۳۷

۴۱عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”هغوئ څنګه دا وئيلے شى چه مسيح دَ داؤد زوئے دے؟ ۴۲ځکه چه داؤد په خپله په زبُور کښے وائى چه

”مالِک زما مالِک ته ووئيل، زما ښى لاس ته کښينه،

۴۳تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.“

۴۴داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه دَ داؤد زوئے څنګه کيدے شى؟“

دَ شرعے عالمان ملامته کول

متى ۲۳ :  ۱ ـ ۳۶، مرقوس ۱۲ :  ۳۸ ـ ۴۰

۴۵دَ ټولو خلقو په وړاندے عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ۴۶”دَ شرعے دَ عالمانو نه ځان ساتئ څوک چه په لويو لويو چُوغو کښے ګرځى اَؤ په بازارونو کښے دَ عزت په سلامُونو ډير خوشحاليږى اَؤ په عبادت خانو اَؤ په ميلمستياؤ کښے دَ مشرئ په ځائ کښيناستل خوښوى. ۴۷هم دا هغه خلق دى چه دَ کونډو مال خورى خو په ظاهره اُوږدے اُوږدے دُعاګانے کوى اَؤ دوئ ته به بدترينه سزا ورکړلے شى.“