۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دوه ويشتم باب

دَ عيسىٰ دَ قتل سازش

متى ۲۶ :  ۱ ـ ۵، مرقوس ۱۴ :  ۱ ـ ۲، يُوحنا ۱۱ :  ۴۵ ـ ۵۳

۱اوس دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر ورځ، چه ورته دَ فسح ورځ وائى، نزدے وه. ۲اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو دا کوشِش کاوو چه څۀ داسے بهانه ولټوى چه عيسىٰ قتل کړى، ځکه چه هغوئ دَ خلقو نه ويريدل.

۳خو بيا شيطان په يهُوداه اِسکريوتى کښے ورننوتو چه په هغه دولسو مُريدانو کښے يو وو. ۴اَؤ يهُوداه دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور دَ افسرانو سره مشورے ته لاړو چه داسے څۀ بهانه پيدا کړى چه عيسىٰ څنګه ورته په حواله کړى. ۵هغوئ ډير خوشحاله شول اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ پيسو لوظ وکړو. ۶هغه رضا شو اَؤ دَ دے موقعے په لټُون کښے شو چه هغه په ټګئ هغوئ ته په حواله کړى.

دَ فسح دَ اختر تيارى

متى ۲۶ :  ۱۷ ـ ۲۵، مرقوس ۱۴ :  ۱۲ ـ ۲۱، يُوحنا ۱۳ :  ۲۱ ـ ۳۰

۷بيا دَ پتيرے ډوډئ ورځ راغله په کُومه ورځ چه دَ فسح قُربانى کيدُونکى وه. ۸اَؤ عيسىٰ بيا پطروس اَؤ يوحنا دَ دے هداياتو سره واستول چه ”لاړ شئ اَؤ زمُونږ دَ پاره دَ فسح ډوډئ تياره کړئ چه وئے خورُو.“

۹هغوئ تپوس وکړو چه ”تۀ په کُوم ځائے کښے غواړے چه مُونږ دا تيارى وکړُو؟“

۱۰هغۀ جواب ورکړو چه ”څنګه چه تاسو ښار ته ننوزئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چه دَ اوبو منګے به وړى. هغه چه کُوم کور ته ورننوزى نو هم هغه کور ته ورپسے ننوزئ. ۱۱اَؤ دَ کور خاوند ته دا پيغام ورکړئ، اُستاذ وائى چه هغه دَ ميلمانو کمره کُومه ده چرته چه به زَۀ دَ مُريدانو سره دَ فسح ډوډئ خورم؟ ۱۲نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوے بالا خانه وښائى، نو هلته تيارى وکړئ.“

۱۳هغوئ لاړل اَؤ هلته ئے هر څيز دَ هغۀ دَ وينا په مُطابق وليدلو. هغوئ دَ فسح دَ پاره تيارى وکړه.

دَ عشأ ربانى مُقررول

متى ۲۶ :  ۲۶ ـ ۳۰، مرقوس ۱۴ :  ۲۲ ـ ۲۶، اول کورنتيان ۱۱ :  ۲۳ :  ۲۵

۱۴اَؤ چه وخت راغے نو عيسىٰ سره دَ خپلو رسُولانو ډوډئ ته کښيناستو. ۱۵اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”زما دا څومره خواهش وو چه دَ خپل مرګ اَؤ مُصيبت دَ زغملو نه وړُومبے تاسو سره دَ فسح دا ډوډئ وخورم. ۱۶ځکه چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دے نه پس به زَۀ تر هغے بيا دا ډوډئ هيچرے ونۀ خورم تر څو چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ دے مقصد پُوره نۀ شى.“ ۱۷بيا عيسىٰ يوه پياله واخسته اَؤ دَ شکر کولو نه پس ئے ووئيل، ”دا واخلئ اَؤ په خپلو کښے ئے وويشئ. ۱۸ځکه چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دے ساعت نه پس به زَۀ دَ انګُورو رس بيا تر هغے ونۀ څښم تر څو چه دَ خُدائے بادشاهى رانۀ شى.“

۱۹بيا هغۀ ډوډئ واخستله، شکر ئے پرے وکړو اَؤ ما ته ئے کړه اَؤ هغوئ له ئے ورکړه اَؤ وئے وئيل، ”دا زما بدن دے چه ستاسو دَ پاره ورکړے کيږى. زما دَ يادګار دَ پاره هم دغسے کوئ.“ ۲۰اَؤ هم دغسے ئے دَ ډوډئ نه پس پيالئ واخستله اَؤ وئے وئيل چه ”دا پيالئ زما په هغه وينه چه ستاسو دَ پاره تويولے کيږى، نوے لوظ دے.

۲۱خو ګورئ! زما دَ مُخبر لاس هم ما سره په ميز باندے دے! ۲۲ځکه چه اِبن آدم څنګه چه مُقرر شوے دے، هغه شان به ځى، خو اَفسوس دے په هغه سړى دَ چا په مُخبرئ چه هغه په حواله کيږى!“

۲۳په دے خبره هغوئ په خپلو کښے په بحث شُو چه په مُونږ کښے به دا کار څوک کوى.

دَ لوئى په باره کښے بحث

۲۴بيا په هغوئ کښے تکرار وشو چه په هغوئ کښے به څوک دَ ټولو نه لوئے وګڼلے شى. ۲۵خو عيسىٰ ووئيل چه ”دَ قومُونو بادشاهان په خپلو خلقو حکُومت کوى اَؤ څوک چه پرے اِختيار لرى هغوئ ته دَ ملک خيرخواه وئيلے کيږى. ۲۶خو په تاسو کښے دِ داسے نۀ وى. په تاسو کښے دِ دَ ټولو نه لوئے ځان دَ ټولو نه وړُوکے ګڼى اَؤ ستاسو مشر دِ ستاسو خدمتګار وى. ۲۷ځکه چه په دے کښے څوک لوئے دے؟ هغه څوک چه ډوډئ ته ناست وى اؤ که هغه څوک چه خدمت کوى؟ يقينًا هغه څوک چه ډوډئ ته ناست وى. خو زَۀ دلته ستاسو په مينځ کښے دَ خدمتګار په شان يم.

۲۸تاسو هغه خلق يئ چه زما په آزميښتُونو کښے ما سره مظبُوط ولاړ وئ. ۲۹اَؤ اوس زَۀ هغه بادشاهى ستاسو دَ پاره مُقرروم چه زما پلار زما دَ پاره مُقرره کړے ده. ۳۰تاسو به زما په بادشاهئ کښے زما په ميز خورئ، څښئ اَؤ دَ مُنصفانو په شان به په تختُونو کښينئ چه دَ اِسرائيل دَ دولسو قبيلو تر مينځه اِنصاف وکړئ.

دَ پطروس دَ اِنکار کولو په باره کښے پيشن ګوئى

متى ۲۶ :  ۳۱ ـ ۳۵، مرقوس ۱۴ :  ۲۷ ـ ۳۱، يُوحنا ۱۳ :  ۳۶ ـ ۳۸

۳۱شمعُونه! اَئے شمعُونه! ګوره، خبردار شه! شيطان تاسو ټول وغوښتلئ چه هغه تاسو لکه دَ غنمو دَ دانو وڅنډى. ۳۲خو ما ستا دَ پاره دا دُعا کړے ده چه ستا ايمان لاړ نۀ شى اَؤ هر کله چه تۀ راوګرزے نو تۀ خپل ورُوڼه مظبُوط کړه.“

۳۳پطروس جواب ورکړو چه ”مالِکه! زَۀ تا سره قيد خانے اَؤ مرګ ته تيار يم!“

۳۴عيسىٰ ووئيل، ”پطروسه! زَۀ تا ته وايم چه نن شپه به چرګ تر هغے بانګ ونۀ وائى تر څو چه تۀ زما دَ پيژندګلو نه درے ځله اِنکارى نۀ شے.“

بټوے، کڅوړے اَؤ تُوره

۳۵عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”هر کله چه ما تاسو بے څپلو اَؤ تش لاس بے له بټوے استولى وئ، ولے تاسو دَ څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“

۳۶هغوئ جواب ورکړو چه ”نه“

هغۀ ووئيل چه ”اوس دَ چا سره بټوے وى، هغه دِ دَ ځان سره واخلى اَؤ خپلے کڅوړے دِ هم ورسره وى، اَؤ که تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دِ خپل کميس خرڅ کړى خو تُوره دِ واخلى. ۳۷ځکه چه صحيفے وائى چه ”هغه په باغيانو کښے حساب کړے شو،“ اَؤ دا الفاظ به ضرُور زما په حقله پُوره کيږى بے شکه هر څۀ چه زما په باب کښے ليکلى شوى دى، هغه به پُوره کيږى.“

۳۸هغوئ ووئيل، ”ګوره مالِکه! مُونږ سره دا دوه تُورے دى!“

هغۀ ووئيل، ”کافى دى!“

دَ ښونانو په غرۀ کښے دُعا

متى ۲۶ :  ۳۶ ـ ۴۶، مرقوس ۱۴ :  ۳۲ ـ ۴۲

۳۹بيا عيسىٰ بهر ووتو اَؤ دَ خپل دستُور په مُطابق دَ ښونانو غرۀ ته لاړو اَؤ مُريدان هم ورسره وُو. ۴۰هر کله چه هغه هغه ځائے ته ورسيدلو نو هغوئ ته ئے ووئيل، ”دُعا غواړئ چه په آزميښت کښے پرے نۀ وزئ.“

۴۱هغه په خپله دَ هغوئ نه يو څو قدمه لرے لاړو، په زنګنُونو شو اَؤ دُعا ئے شروع کړه. ۴۲”اَئے پلاره! که دا چرے ستا رضا وى نو دا پياله له مانه لرے کړه خو زما رضا نه، ستا رضا دِ پُوره شى.“ ۴۳اَؤ په دغه وخت کښے يوه فرښته دَ آسمان نه رانازله شوه، چه ئے مظبُوط کړى. ۴۴اَؤ چه سخت عذابيدو نو لا ئے هم په جوش کښے دُعا وکړله اَؤ دَ هغۀ خوله دَ وينو دَ څاڅکو په شان په مزکه څڅيدله.

۴۵هر کله چه عيسىٰ دَ دُعا نه پاڅيدو اَؤ خپلو مُريدانو ته راستُون شو نو هغوئ ئے غم زپلى اُودۀ ومُوندل. ۴۶هغۀ ووئيل، ”دا تاسو ولے اُودۀ يئ؟ پاڅئ اَؤ دُعا وغواړئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزئ.“

په عيسىٰ مُخبرى اَؤ نيول

متى ۲۶ :  ۴۷ ـ ۵۶، مرقوس ۱۴ :  ۴۳ ـ ۵۰، يُوحنا ۱۸ :  ۳ ـ ۱۱

۴۷هغه ساعت چه عيسىٰ لا دا خبرے کولے نو ګڼ خلق راغلل. اَؤ يهُوداه نُومے سړے څوک دَ دولسو مُريدانو نه يو وو، دَ هغوئ نه مخکښے وو. هغه عيسىٰ له راغے چه کښل ئے کړى. ۴۸خو عيسىٰ ووئيل، ”يهُوداه! تۀ دَ اِبن آدم مُخبرى په کښلولو کوے څۀ؟“

۴۹کله چه دَ عيسىٰ ملګرو دا وليدل چه څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل، ”مالِکه! مُونږ دَ خپلو تُورو نه کار واخلُو څۀ؟“ ۵۰اَؤ په هغوئ کښے يو دَ مشر کاهن په نوکر ګُزار وکړو اَؤ دَ هغۀ ښئ غوږ ئے پرے کړو.

۵۱خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”پريږدئ چه هغوئ خپل کار وکړى!“ بيا هغۀ دَ هغه سړى په غوږ لاس کيښودو اَؤ روغ ئے کړو.

۵۲بيا عيسىٰ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور حفاظت کوُونکو افسرانو اَؤ اُولسى مشرانو ته مخ راواړَوو چه دَ هغۀ په نيولو پسے راغلى وُو. هغۀ ووئيل، ”ولے تاسو ما يو ډاکو ګڼئ چه تُورے کوتک په لاس زما په ګرفتارئ پسے راوتى يئ څۀ؟ ۵۳هره ورځ چه زَۀ تاسو سره دَ خُدائے په کور کښے وم نو تاسو ما ته لاس ونۀ چولو خو اوس دا ستاسو وخت دے اَؤ دَ تورے تيارے اِختيار.“

دَ پطروس دَ عيسىٰ نه اِنکار

متى ۲۶ :  ۵۷ ـ ۵۸، ۶۹ ـ ۷۵، مرقوس ۱۴ :  ۵۳ ـ ۵۴، ۶۶ ـ ۷۲، يُوحنا ۱۸ :  ۱۲ ـ ۱۸، ۲۵ ـ ۲۷

۵۴بيا ئے عيسىٰ ګرفتار کړو اَؤ بوئے تلو اَؤ دَ مشر کاهن کور ته ئے ننويستو اَؤ پطروس ورپسے وروستو وروستو روان وو. ۵۵هغوئ دَ غولى په مينځ کښے اور بل کړو اَؤ ګير چاپيره ترے کښيناستل اَؤ پطروس هم دَ هغوئ په مينځ کښے کښيناستو. ۵۶بيا يوے وينځے چه دَ اور په رڼا کښے هغه وليدو اَؤ ورته ئے نيغ وکتل نو وئے وئيل، ”دا سړے خو هم ورسره وو!“

۵۷خو پطروس دَ دے نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اَئے ښځے! زَۀ ئے څۀ پيژنم؟“

۵۸لږه شيبه پس بل چا وليدو اَؤ وئے وئيل چه ”تۀ خو هم په هغوئ کښے يو يئے!“

خو پطروس ووئيل چه ”نه! هغه زَۀ نۀ یم!“

۵۹يوه ګينټه به تيره وه چه يو بل تن نور هم په کلکه ووئيل چه ”بے شکه، دا سړے هم ورسره وو ځکه چه دے هم ګليلى دے!“

۶۰خو پطروس ووئيل، ”سړيه! زَۀ خبر نۀ يم چه دا تۀ لا څۀ وايئے!“

په دے ساعت کښے چه هغۀ لا خبرے کولے نو چرګ بانګ ووے. ۶۱اَؤ بيا مالِک مخ راواړَوو اَؤ پطروس ته ئے وکتل اَؤ پطروس ته دَ مالِک خبرے رايادے شوے چه ”هم په دے شپه دَ چرګ دَ بانګ وئيلو نه مخکښے به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“ ۶۲نو هغه بهر لاړو اَؤ په چغو چغو ئے وژړل.

دَ عيسىٰ سپکاوے اَؤ وهل

متى ۲۶ :  ۶۷ ـ ۶۸، مرقوس ۱۴ :  ۶۵

۶۳کُومو خلقو چه دَ عيسىٰ څوکئ کوله، هغوئ ورپورے ټوقے وکړلے اَؤ وئے وهلو. ۶۴سترګے ئے ورله وتړلے اَؤ تپُوسونه ئے ترے شروع کړل، ”اوس نبوت وکړه! تۀ چا ووهلے؟ دا راته ووايه!“ ۶۵اَؤ دغه شان هغوئ دَ هغۀ نور هم سپکاوے کولو.

عيسىٰ دَ جرګے په مخ کښے

متى ۲۶ :  ۵۹ ـ ۶۶، مرقوس ۱۴ :  ۵۵ ـ ۶۴، يُوحنا ۱۸ :  ۱۹ ـ ۲۴

۶۶اَؤ چه ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان راټول شول اَؤ عيسىٰ ئے دَ خپلے جرګے وړاندے پيش کړو. ۶۷هغوئ ووئيل، ”مُونږ ته ووايه چه تۀ په رښتيا مسيح يئے؟“

هغۀ جواب ورکړو، ”که زَۀ درته وايم نو تاسو به په ما يقين ونۀ کړئ. ۶۸اَؤ که زَۀ درنه تپوسُونه وکړم نو تاسو به ځواب رانۀ کړئ. ۶۹خو دَ دے ساعت نه پس به اِبن آدم دَ حق تعالىٰ ښى لاس ته ناست وى.“

۷۰هغوئ ټولو ووئيل، ”نو بيا تۀ دَ خُدائے زوئے يئے څۀ؟“

هغۀ جواب ورکړو، ”دا تاسو وايئ چه زَۀ يم.“

۷۱هغوئ ووئيل، ”ولے دَ نور شهادت څۀ حاجت شته؟ مُونږ دَ دۀ دَ خپلے خُلے نه په خپله دا واؤريدل!“