۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

څليريشتم باب

دَ عيسىٰ بيا ژوندے کيدل

متى ۲۸ :  ۱ ـ ۱۰، مرقوس ۱۶ :  ۱ ـ ۸، يُوحنا ۲۰ :  ۱ ـ ۱۰

۱خو دَ اِتوار په ورځ سحر وختى ښځے قبر ته راغلے اَؤ هغه تيارے کړے خُوشبوئ ئے دَ ځان سره راؤړے. ۲اَؤ دَ قبر نه ئے کاڼے رغړيدلے وليدو. ۳هغوئ دَ ننه ورغلے خو دَ مالِک عيسىٰ لاش ئے هلته ونۀ مُوندلو. ۴دوئ لا په دے واقعه حيرانے ولاړے وے چه ناڅاپى دوه سړى په بريښناکو جامو کښے دَ هغوئ خوا کښے ولاړ وُو. ۵هغوئ وويريدلے اَؤ خپل سرُونه ئے مزکے ته ټيټ کړل خو هغوئ ورته ووئيل چه ”ژوندے په مړو کښے څله لټوئ؟ ۶هغه دلته نِشته، هغه پاڅيدلے دے. تاسو رايادے کړئ هغه خبرے چه په ګليل کښے ئے درته کړے وے ۷چه اِبن آدم په څنګه دَ ګُناه ګارو سړو په لاس حواله کيږى اَؤ په سولئ به شى اَؤ په دريمه ورځ به ژوندے پاڅى.“

۸بيا هغوئ ته دَ عيسىٰ خبرے وريادے شوے، ۹اَؤ دَ قبر نه په واپسئ ئے دا ټولے خبرے هغه يوولسو مُريدانو اَؤ نورو ټولو خلقو ته واؤرولے. ۱۰هغه ښځے مريم مګدلينى، يوانه اَؤ دِ يعقُوب مور مريم وے اَؤ دوئ دَ هغه نورو ښځو سره رسُولانو ته دا خبرے وکړلے. ۱۱خو دا خبرے هغوئ ته عبث ښکاره شوے اَؤ هغوئ پرے باور ونۀ کړو. ۱۲خو پطروس پاڅيدلو اَؤ قبر ته ئے په منډه لاړو اَؤ چه ټيټ شو اَؤ دَننه ئے وکتل نو دَ تش کفن نه سيوا ئے نور هيڅ ونۀ ليدل اَؤ هغه په دے شوى کار اريان دريان کور ته لاړو.

اِماؤس ته تلل

مرقوس ۱۶ :  ۱۲ ـ ۱۳

۱۳هم په هغه ورځ اِماؤس نومے کلى ته دَ دوئ نه دوه کسان روان وُو چه دَ بيتُ المُقدس نه خوا اَؤ شا اَووۀ ميله لرے دے. ۱۴اَؤ په خپلو کښے ئے په دے واقعاتو خبرے کولے. ۱۵اَؤ هغوئ دَ يو بل سره په دے بحث کښے لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغے اَؤ دَ هغوئ سره ملګرے شو. ۱۶خو دَ هغوئ سترګے بندے کړے شوے وے چه هغه ونۀ پيژنى. ۱۷هغۀ له هغوئ نه تپوس وکړو چه ”دا تاسو په تلو تلو کښے په څۀ بحث کولو؟“

هغوئ غم زپلى ودريدل. ۱۸نو کليوپاس نومے سړى ورته جواب ورکړو، ”ولے تۀ په بيتُ المُقدس کښے يکى يو مُسافر يئے چه دَ دے واقعے نه خبر نۀ ئے چه په تيرو څو ورځو کښے هلته څۀ شوى دى؟“

۱۹هغۀ ورته ووئيل چه ”څۀ شوى دى؟“

هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ عيسىٰ ناصرى په حقله چه دَ خُدائے په وړاندے په کلام اَؤ عمل دواړو کښے يو زورَور نبى وو. ۲۰اَؤ زمُونږ مشرانو کاهنانو اَؤ حاکمانو اَؤ ټولو خلقو هغه حواله کړو چه دَ مرګ حُکم پرے وشى اَؤ په سولئ ئے کړو. ۲۱خو زمُونږ دا طمع وه چه هم دا سړے به بنى اِسرائيل خلاص کړى! خو يوه غټه خبره په کښے دا وشوه چه نن دريمه ورځ ده چه دا واقعه شوے ده. ۲۲اَؤ اوس زمُونږ دَ ډلے يو څو ښځو مُونږ په دے خبره حق حيران کړُو چه سحر وختى دَ هغۀ قبر ته تلے وے. ۲۳خو دَ هغۀ لاش ئے ونۀ مُوندو اَؤ دَ دے خبر سره بيرته راغلے چه هغو ته فرښتے ښکاره شوے اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغه خو ژوندے دے. ۲۴نو زمُونږ يو څو کسان قبر ته لاړل اَؤ څۀ چه هغه ښځو وئيلى وُو هغه شان ئے وليدل خو هغه ئے ونۀ مُوندو.“

۲۵عيسىٰ جواب ورکړو چه ”اَئے ناپوهه خلقو اَؤ دَ نبيانو په ټولو خبرو ايمان راوړلو ناراسته زړُونو! ۲۶ولے دَ مسيح دَ پاره دا مُقرر نۀ وُو چه هغه به دا زحمتُونه وزغمى اَؤ په خپل جلال کښے به داخل شى؟“ ۲۷بيا عيسىٰ له مُوسىٰ نه اَؤ له ټولو نبيانو نه هغه خبره واخسته چه څومره خبرے دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے راغلے دى اَؤ هغوئ ته ئے بيان کړه.

۲۸په دے وخت کښے هغوئ چه کُوم کلى ته تلل، هغۀ ته نزدے وُو اَؤ عيسىٰ لا په مخه روان وو. ۲۹خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چه ”مُونږ سره پاتے شه ځکه چه ماښام کيدُونکے دے اَؤ ورځ په تيريدو ده.“ نو هغه دَ ننه لاړو اَؤ دَ هغوئ سره پاتے شو. ۳۰اَؤ کله چه هغه دَ هغوئ سره خوراک ته کښيناستو نو ډوډئ ئے راواخستله، شکر ئے پرے وويستو، ټُکړے ئے کړه اَؤ هغوئ ته ئے ورکړه. ۳۱بيا دَ هغوئ سترګے وغړيدے اَؤ هغه ئے وپيژندلو خو هغه دَ هغوئ دَ نظر نه غائب شو. ۳۲هغوئ يو بل ته ووئيل، ”کله چه په لاره هغۀ زمُونږ سره خبرے کولے اَؤ دَ صحيفو تشريح ئے کوله نو څنګه زمُونږ زړُونه دَ جوشه ډک شوى وُو!“

۳۳بيا هغوئ هغه ساعت پاڅيدل اَؤ بيرته بيتُ المُقدس ته روان شول. هلته هغوئ هغه يوولس مُريدان اَؤ نور ملګرى چه راټول وُو، وليدل. ۳۴اَؤ وئيل ئے، ”دا رښتيا دى چه مالِک پاڅيدلے دے اَؤ شمعُون ته ښکاره شوے دے!“

۳۵نو بيا هغوئ ورته دَ خپلے لارے قيصه تيره کړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغوئ څنګه مالِک دَ ډوډئ ماتولو په وخت وپيژندلو.

په مُريدانو ښکاره کيدل

متى ۲۸ :  ۱۶ ـ ۲۰، مرقوس۱۶ :  ۱۴ ـ ۱۸، يُوحنا ۲۰ :  ۱۹ ـ ۲۳، اَعمال ۱ :  ۶ ـ ۸

۳۶کله چه مُريدان په دے خبرو لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”السلام عليکم.“

۳۷هغوئ ويرے اَؤ هيبت واخستل اَؤ دا ګمان ئے کاوو چه ګنى پيرے دے. ۳۸خو هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو داسے وار خطا ولے يئ اَؤ ستاسو په زړُونو کښے دا قِسم قِسم وسوسے ولے پيدا کيږى؟ ۳۹زما لاسُونو اَؤ پښو ته وګورئ چه دا زَۀ يم. ما له لاس راوړئ اَؤ وګورئ، دَ پيرى غوښه اَؤ هډُوکى نۀ وى لکه چه تاسو وينئ چه زَۀ ئے لرم.“

۴۰دَ دے وينا نه پس ئے خپل لاسُونه اَؤ پښے هغوئ ته وښودل. ۴۱دَ هغوئ اوس هم دَ خوشحالئ په وجه باور نۀ کيدو اَؤ لا حيران وُو، نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”ستاسو سره دلته دَ خوراک دَ پاره څۀ شته که نه؟“ ۴۲نو هغوئ ورله دَ ماهى يوه ټکړه ورکړه چه هغوئ وريته کړے وه. ۴۳هغۀ واخسته اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے وخوړله.

۴۴عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دا زما هغه کلام دے چه کله زَۀ ستاسو سره وم نو درته به مے وئيل چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے دَ نبيانو په صحيفو کښے اَؤ په زبُور کښے هر څۀ چه زما په حقله ليکلى شوى دى، هغه به ضرُور پُوره کيږى.“

۴۵بيا هغۀ دَ هغوئ عقل روښانه کړو چه په صحيفو پوهه شى. ۴۶هغۀ ووئيل چه ”دا ليکلى شوى دى چه مسيح به زحمت وزغمى اَؤ په دريمه ورځ به له مړو نه بيا ژوندے پاڅى. ۴۷اَؤ دَ هغۀ په نامه به ټولو قومُونو ته دَ ګُناهونو نه دَ توبے اَؤ دَ معافئ وعظ کولے شى. تاسو دَ بيتُ المُقدس نه شروع شئ. ۴۸هم تاسو دَ دے هر څۀ ګواهان يئ. ۴۹اَؤ دا ګورئ، زَۀ تاسو ته دَ خپل پلار کړے لوظ دراستوم، دلته په دے ښار کښے تر هغے پاتے شئ تر څو چه په تاسو آسمانى قُوت نازل شى.“

دَ عيسىٰ آسمان ته ختل

مرقوس ۱۶ :  ۱۹ ـ ۲۰، اَعمال ۱ :  ۹ ـ ۱۱

۵۰بيا عيسىٰ هغوئ بهر دَ بيت عنياه پورے بوتلل اَؤ لاسُونه ئے اُوچت کړل اَؤ هغوئ له ئے برکت ورکړو. ۵۱اَؤ داسے وشُو چه په برکت ورکولو هغه دَ هغوئ نه جُدا شو اَؤ آسمان ته پورته کړے شو. ۵۲هغوئ ورته سجده وکړله اَؤ ډير په خوشحالئ بيتُ المُقدس ته واپس شول. ۵۳اَؤ خپل ټول وخت ئے دَ خُدائے په کور کښے دَ خُدائے په ثنا وئيلو کښے تيرولو.

بل څپرکۍ