۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

څليريشتم باب

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

۱ خو د اِتوار په ورځ سحر وختى هم هغه ښځې قبر له راغلې او هغه تيارې کړې خوشبويۍ يې د ځان سره راوړې. ۲ خو هغوئ د غار نه کاڼے رغړېدلے وليدو. ۳ خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو. ۴ دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل. ۵ هغوئ يرېدلې او خپل سرونه يې زمکې ته ټيټ کړل خو سړو ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ژوندى په مړو کښې ولې لټوئ؟ ۶ هغه دلته نشته، هغه بيا ژوندے شوے دے. تاسو هغه خبرې رايادې کړئ څۀ وخت چې هغه لا په ګليل کښې وو او درته يې کړې وې ۷ چې، اِبن آدم به ضرور د ګناهګارو سړو لاسونو ته حواله شى او په سولۍ به کړے شى او په درېمه ورځ به بيا ژوندے پاڅى.“ ۸ بيا هغوئ ته د عيسىٰ خبرې وريادې شوې، ۹ او د قبر نه په واپسۍ هغوئ دا ټولې خبرې هغه يوولسو مريدانو او نورو ټولو خلقو ته واورولې. ۱۰ دا مريم مګدلينى، يوانه او د يعقوب مور مريم وه او دوئ سره نورې ښځې وې چا چې رسولانو ته دا خبرې وکړې. ۱۱ خو دا خبرې هغوئ ته بې‌کاره ښکاره شوې او په هغوئ يې باور ونۀ کړو. ۱۲ خو پطروس پاڅېدلو او قبر له په منډه لاړو او چې غار ته ورټيټ شو او دننه يې وکتل نو هغۀ صرف د کتان کفن وليدو، بيا هغه په دې شوې واقعه کور ته په سوچونو کښې ډوب لاړو.

اِماوس ته تلل

۱۳ هم په هغه ورځ اِماوس نومې کلى ته د دوئ نه دوه کسان روان وُو چې د يروشلم نه تقريباً اووۀ ميله لرې دے. ۱۴ هغوئ په خپلو کښې يو بل سره په دې واقعاتو خبرې کولې. ۱۵ کله چې هغوئ يو بل سره په دې بحث کښې لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغلو او د هغوئ سره يو ځائ روان شو. ۱۶ خو د هغوئ په سترګو پرده اچولے شوې وه د دې دپاره چې هغه ونۀ پېژنى. ۱۷ هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”دا تاسو په تلو تلو کښې د يو بل سره په څۀ خبره بحث کولو؟“ هغوئ غم زپلى ودرېدل. ۱۸ نو په هغوئ کښې يو کس چې نوم يې کليوپاس وو ورته جواب ورکړو، ”ولې تۀ په يروشلم کښې واحد مسافر يې چې د دې واقعې نه ناخبره يې چې په تېرو څو ورځو کښې هلته څۀ شوى دى؟“ ۱۹ هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د عيسىٰ ناصرى په حقله چې د خُدائ پاک او ټولو خلقو په نظر کښې په کلام او عمل دواړو کښې يو زورَور نبى وو. ۲۰ او زمونږ مشرانو اِمامانو او حاکمانو هغه حواله کړو چې د مرګ حُکم پرې وشى او په سولۍ يې کړى. ۲۱ خو زمونږ دا طمع وه چې هم دے به بنى اِسرائيلو له خلاصون ورکوى. خو نن درېمه ورځ ده چې دا واقعه شوې ده. ۲۲ خو د دې هر څۀ نه علاوه زمونږ د قبيلې يو څو ښځو مونږ په دې خبره حق حېران کړُو. هغوئ سحر وختى د هغۀ قبر له تلې وې. ۲۳ خو چې هغوئ د هغۀ لاش ونۀ موندو او د دې خبر سره واپس راغلې چې هغوئ ته فرښتې ښکاره شوې او ورته يې وفرمائيل چې عيسىٰ ژوندے دے. ۲۴ نو زمونږ يو څو ملګرى قبر له لاړل او څۀ چې هغه ښځو وئيلى وُو رښتيا هم هغه شان وُو خو هغوئ هغه هلته ونۀ ليدو.“ ۲۵ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے نادانو خلقو تاسو څومره ساده ګان يئ چې د نبيانو په کلام مو باور نۀ دے کړے. ۲۶ ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“ ۲۷ بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې. ۲۸ کله چې هغوئ اِماوس کلى ته نزدې شُو نو عيسىٰ خپل ځان داسې ظاهر کړو چې ګنې لا نور هم مخکښې روان دے. ۲۹ خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ نو هغه ورسره لاړو او د هغوئ سره پاتې شو. ۳۰ کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه. ۳۱ بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو. ۳۲ هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“ ۳۳ بيا هغوئ هم په هغه وخت يروشلم ته واپس روان شول. هلته هغوئ د هغه يوولسو مريدانو او نور ملګرو سره ملاقات وکړو، ۳۴ او وئيل يې، ”دا رښتيا دى چې مالِک راژوندے شوے دے او شمعون ته ښکاره شوے دے.“ ۳۵ نو بيا هغوئ دواړو ورته د خپلې لارې واقعه بيان کړه چې هغوئ مالِک د روټۍ ماتولو په وخت کښې څنګه وپېژندلو.

د حضرت عيسىٰ خپلو مريدانو ته څرګندېدل

۳۶ مريدانو لا دا خبرې کولې چې ناڅاپه عيسىٰ په خپله د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“ ۳۷ هغوئ يرې او هيبت واخستل او په دې سوچ کښې شُو چې ګنې پيرے يې وليدو. ۳۸ خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو داسې وار خطا ولې يئ او ځان سره ولې وايئ چې دا څوک دے؟ ۳۹ زما لاسونو او پښو ته خيال وکړئ چې دا زۀ په خپله يم. ما له لاس راوړئ او وګورئ، د پيرى بدن نۀ وى لکه څنګه چې زما دے.“ ۴۰ کله چې هغۀ دا خبرې وکړې نو خپل لاسونه او پښې يې هغوئ ته وښودل. ۴۱ د هغوئ د خوشحالۍ په وجه اوس لا هم په هغۀ باور نۀ راتلو او حېران وُو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو سره د خوراک څۀ بندوبست شته؟“ ۴۲ نو هغوئ ورله د ماهى يوه وريته شوې ډکره ورکړه. ۴۳ او هغۀ واخستله او د هغوئ په وړاندې يې وخوړله. ۴۴ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“ ۴۵ بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى. ۴۶ هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى. ۴۷ او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى. ۴۸ هم تاسو د دې هر څۀ ګواهان يئ. ۴۹ ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“

د حضرت عيسىٰ آسمان ته ختل

۵۰ بيا عيسىٰ هغوئ بهر د بيتِ‌عنياه پورې بوتلل او خپل لاسونه يې اوچت کړل او هغوئ له يې برکت ورکړو. ۵۱ کله چې هغۀ هغوئ له برکت ورکولو نو هغه د هغوئ نه جدا شو او آسمان ته پورته کړے شو. ۵۲ نو هغوئ د هغۀ عبادت وکړو او ډېر په خوشحالۍ يروشلم ته واپس راغلل. ۵۳ او هغوئ خپل ټول وخت د خُدائ پاک په کور کښې د خُدائ په ثنا وئيلو کښې تېرولو.

بل څپرکۍ