مخکینۍ څپرکۍ

د ملاکي نبي کتاب

لومړی فصل

۱ دا هغه پیغام دی چې څښتن ملاکي ته ورکړ چې د اسراییلو خلکو ته یې ورسوي.

د یعقوب سره مینه او د عیسو نه کرکه

۲ څښتن وایي: «ما تل ستاسو سره مینه کړې ده.» خو تاسو پوښتنه کوئ: «تا زمونږ سره څنګه مینه کړې ده؟» څښتن په ځواب کې وایي: «عیسو او یعقوب سره ورونه وو. په ما باندې یعقوب او د هغه اولاده ګرانه وه، ۳ خو د عیسو او د هغه د اولادې نه مې کرکه کوله. ما د عیسو غرنی وطن وران او ویجاړ کړی دی او هغه وطن مې سورلنډیانو ته پریښی دی.»

۴ که د عیسو اولاده ادومیان وایي: «زمونږ ښارګوټي وران شوي دي، خو مونږ به هغه بېرته ودان کړو.» نو څښتن به ورته په ځواب کې داسې ووایي: «پرېږده چې هغوی یې بیا جوړ کړي، زه به هغه بیا وران کړم. د هغوی وطن به د ‹بدکارۍ وطن› او خلک به یې د ‹هغه خلک چې څښتن تل ورباندې په قهر وي› په نوم یادیږي.»

۵ ای د اسراییلو خلکو، کله چې تاسو دا هر څه په خپلو سترګو ووینئ، نو وایئ به: «د څښتن لویي د اسراییلو د سرحدونو نه بلې خواته هم لیدل کیږي.»

د ناپاکه قربانیو وړاندې کول

۶ مطلق قادر څښتن کاهنانو ته وایي: «یو زوی د خپل پلار عزت کوي او یو نوکر د خپل بادار عزت کوي. زه ستاسو پلار یم، تاسو ولې زما عزت نه کوئ؟ زه ستاسو بادار یم، تاسو ولې زما درناوی نه کوئ؟ تاسو زما سپکاوی کوئ، خو بیاهم وایئ : ‹مونږ ستا سپکاوی څنګه کړی دی؟› ۷ تاسو زما د قربانۍ په ځای باندې ناپاکه قربانۍ وړاندې کړې دي. خو تاسو پوښتنه کوئ: ‹مونږ څنګه ستا درناوی نه دی کړی؟› تاسو په دې خبره زما د قربانۍ د ځای بې‌عزتي کړې ده. ۸ کله چې تاسو ړانده، ناروغ یا کوم ګوډان حیوانات ما ته د قربانۍ دپاره راولئ، نو ایا دا غلط کار نه دی؟ که چېرې داسې حیوانات خپل حاکم ته ورولئ، ایا هغه به ستاسو نه خوشحاله شي او یا به کومه ښېګڼه درسره وکړي؟» مطلق قادر څښتن داسې وایي.

۹ اوس ای کاهنانو، لاړ شئ، خدای ته سوال وکړئ چې په تاسو باندې رحم وکړي. خو کله چې تاسو داسې نذرانې راوړئ، نو هغه ولې په تاسو باندې مهرباني وکړي؟ ۱۰ مطلق قادر څښتن وایي: «کاشکې ستاسو نه کوم څوک زما د عبادتځای دروازې بندې کړي، ترڅو تاسو زما د قربانۍ په ځای باندې خوشې اورونه بل نه کړئ! زه ستاسو نه راضي نه یم. تاسو چې کومې نذرانې ما ته راوړئ، نو زه به هغه قبولې نه کړم. ۱۱ د لمر خاته نه تر لمر پرېوتلو زما نوم په ټولو قومونو کې په درناوي او عزت سره یادیږي. هغوی هر‌چېرته ما ته خوشبویئ سوځوي او د منلو وړ قربانۍ راته وړاندې کوي، ځکه چې هغوی ټول زما د نوم عزت کوي! ۱۲ خو تاسو زما د نوم بې‌عزتي کوئ او وایئ چې زما د قربانۍ ځای یو عادي ځای دی او دا قربانۍ چې خدای ته یې وړاندې کوي، د منلو وړ نه دي. ۱۳ تاسو وایئ چې مونږ د دې هر څه نه تنګ شوي یو! او ما ته په پوزه کې سوڼېږئ. تاسو ما ته د غلا یا داسې حیوان چې ګوډ یا ناروغه وي، د نذرانې په توګه راولئ. ایا تاسو فکر کوئ چې زه به هغه قبول کړم؟ ۱۴ لعنت دې وي په هغه ټګ سړي باندې چې په رمه کې یې یو نر حیوان وي او نذرونه یې منلي وي، خو څښتن ته ګوډ او معیوب حیوان قرباني کړي. نو مطلق قادر څښتن وایي زه لوی پاچا یم او د ټولو قومونو خلک به زما نه وېریږي.»

مخکینۍ څپرکۍ