۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

دولسم باب

د انګورو باغ او د باغوانانو مِثال

۱ عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو. ۲ کله چې د انګورو موسم راغلو نو هغۀ اجاره دارو له يو نوکر ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. ۳ خو هغوئ هغه ونيولو، وې وهلو او تش لاس يې واپس ولېږلو. ۴ بيا هغۀ يو بل نوکر ورولېږلو او دے هم هغوئ په سر سر وټکولو او بې‌عزته يې کړو. ۵ بيا هغۀ يو بل ورولېږلو او هغه دوئ مړ کړو. او د دۀ نه علاوه داسې نور هم وُو، څوک يې چې ووهل او ځينې يې مړۀ کړل. ۶ اوس د دۀ سره يو کس پاتې وو، د هغۀ خپل نيازبين زوئ. په آخر کښې يې هغه ورولېږلو. هغۀ ووئيل چې زما د زوئ احترام خو به وکړى. ۷ خو اجاره دارو يو بل ته ووئيل چې هم دغه خو وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې زمونږ شى. ۸ نو هغوئ هغه ونيولو او مړ يې کړو او د هغۀ لاش يې د باغ نه بهر وغورزولو. ۹ نو د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى. ۱۰ ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. ۱۱ دا د مالِک خُدائ کارونه دى او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“ ۱۲ بيا هغوئ داسې څۀ بهانه لټوله چې هغه ګرفتار کړى ځکه چې هغوئ پوهېدل چې دے دا مِثال د هغوئ په خلاف ورکوى، خو هغوئ د خلقو نه يرېدل نو هغوئ هغه پرېښودو او ترې لاړل.

د روم قيصر له محصُول ورکول

۱۳ بيا هغوئ څو فريسيان او هيروديان ورولېږل چې عيسىٰ په خپلو خبرو کښې راګېر کړى. ۱۴ هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“ ۱۵ خو هغه د دوئ په منافقت پوهه شو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ولې زما د راګېرولو کوشش کوئ؟ ما له د سپينو زرو يوه سيکه راوړئ چې زۀ ورته وګورم.“ ۱۶ هغوئ يوه سيکه راوړه او هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”په دې د چا تصوير او د چا نوم دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دا د قيصر دے.“ ۱۷ بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ او څۀ چې د خُدائ پاک وى هغه خُدائ پاک له ورکړئ.“ هغوئ د دۀ په خبرو حق حېران شول.

د قيامت په باب کښې سوال

۱۸ بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ۱۹ ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. ۲۰ نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو. ۲۱ بيا هغه ښځه دوېم وادۀ کړه او هغه هم بې‌اولاده مړ شو او دغه شان درېم وکړل. ۲۲ آخر اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو. بيا هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۳ د قيامت په ورځ به دا ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره اووۀ واړو وادۀ کړے وو؟“ ۲۴ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په غلطه يئ او هم دغه وجه ده چې نۀ خو تاسو په کِتابِ مقدس پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت. ۲۵ کله چې هغوئ د مړو نه بيا راژوندى شى نو هغوئ به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. ۲۶ خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟ ۲۷ خُدائ پاک د مړو خُدائ پاک نۀ دے بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. تاسو ډېر ګمراه شوى يئ.“

اول حُکم

۲۸ بيا د شرعې په عالمانو کښې يو کس چې د دوئ دا بحث يې اورېدو او پوهه شو چې هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، نو راوړاندې شو. او هغۀ ترېنه تپوس وکړو، ”کوم يو حکم د ټولو نه اول دے؟“ ۲۹ عيسىٰ جواب ورکړو، ”اول حکم دا دے چې، ”اے بنى اِسرائيلو واورئ. مالِک زمونږ مالِک خُدائ پاک واحد ذات دے. ۳۰ تاسو د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان، او په پوره عقل او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.“ ۳۱ دوېم دا دے چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ د دې حکمونو نه بل لوئ حکم نشته.“ ۳۲ نو د شرعې عالم هغۀ ته ووئيل، ”شاباش اُستاذه، ډېر دې ښۀ وفرمائيل، تۀ رښتيا وائې چې خُدائ پاک يو دے او بې له هغۀ نه بل نشته. ۳۳ او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“ ۳۴ هر کله چې عيسىٰ وليدل چې هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ نه لرې نۀ يې.“ د دې نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چې د عيسىٰ نه نور تپوسونه وکړى.

د حضرت داؤد د زوئ په حقله سوال

۳۵ نو کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو، داسې يې وفرمائيل، ”نو د شرعې عالمان بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟ ۳۶ داؤد په خپله د روحُ القُدس د الهام په وسيله دا فرمائيلى دى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته تر هغې کښېنه چې ترڅو زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ ۳۷ داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ هلته ډېره ګڼه وه او ډېر په مينه يې د دۀ خبرې اورېدې.

د شرعې عالمان ملامت کول

۳۸ عيسىٰ په خپل تعليم کښې دوئ ته وفرمائيل چې، ”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحاليږى ۳۹ او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل خوښوى. ۴۰ هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“

د يوې کونډې ښځې شکرانه

۴۱ عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې. ۴۲ بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې. ۴۳ بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول. ۴۴ ځکه چې هغه نورو چې څۀ واچول د هغوئ سره د ضرورت نه سېوا وُو، خو هغې د خپلې غريبۍ په مطابق چې څۀ هم ورسره نۀ وُو د خپلې ګزارې هر څۀ يې واچول.“