۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

درېم باب

د اوچ لاسى سړى روغول

۱ عيسىٰ دوباره عبادتخانې ته ننوتو نو هلته يو داسې سړے وو چې لاس يې اوچ شوے وو. ۲ او هغوئ دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ هغه روغ کړى او کۀ نه، ځکه چې هغوئ به د هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو. ۳ هغۀ اوچ لاسى سړى ته وفرمائيل چې، ”راشه، په مينځ کښې ودرېږه.“ ۴ بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول. ۵ د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو. ۶ خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل، نو سمدستى يې د هيرودياس قبيلې سره د عيسىٰ د وژلو په منصوبه شروع وکړه.

د درياب په غاړه ګڼ خلق

۷ عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د درياب غاړې ته لاړو نو لويه ګڼه د ټول ګليل او يهوديه نه ورپسې روانه وه ۸ چې د يروشلم، اِدوميه او د اُردن پورې غاړې، د صور او صيدا د خوا او شا نه د هغۀ ليدو له راغلل ځکه چې هغوئ دا اورېدلى وُو چې هغه عجيبه کارونه کوى. ۹ نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“ ۱۰ ځکه چې هغۀ دومره ډېر بيماران روغ کړى وُو چې ټولو بيمارانو دا زور کولو چې دۀ له لاس وروړى. ۱۱ او هرکله به چې پيريانو دے وليدلو نو د هغۀ په وړاندې به راغورزېدل او چغې به يې کړې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ ۱۲ خو هغۀ به ورته په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“

د حضرت عيسىٰ دولس مريدان

۱۳ بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو او هغۀ بيا هغه کسان راوغوښتل کوم چې هغۀ خوښ کړى وُو او هغوئ ورله راغلل. ۱۴ هغۀ دولس کسان رسولان مقرر کړل، څوک چې به د هغۀ سره وى او د پېغام ورکولو دپاره به بهر لېږلے شى، ۱۵ او د پيريانو شړلو اختيار به هم ورسره وى. ۱۶ نو هغۀ دولس کسان مقرر کړل چې د هغوئ نومونه دا دى، شمعون چې پطروس نوم يې پرې کېښودو، ۱۷ بيا د زبدى په زامنو يعقوب او د هغۀ په ورور يوحنا يې بونرګس يعنې د تندر زامن نوم کېښودو، ۱۸ او اندرياس، فيليپوس او برتلماۍ، متى، توما او د حلفئ زوئ يعقوب، تدى او شمعون ننګيالے، ۱۹ او په دوئ کښې يهوداه اِسکريوتى چا چې په دۀ جاسوسى وکړه هم وو.

حضرت عيسىٰ او بعلزبول

۲۰ نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے. ۲۱ هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“ ۲۲ هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“ ۲۳ نو عيسىٰ بيا هغوئ راوغوښتل او په مِثالونو کښې يې ورته وفرمائيل چې، ”شېطان څنګه شېطان شړلے شى؟ ۲۴ کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى. ۲۵ کۀ په يو کور کښې بې‌اتفاقى راشى نو هغه کور هم هيڅکله پاتې کېدے نۀ شى. ۲۶ او کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو هغه به هم بې‌اتفاقه شى نو هغه بيا پاتې کېدے نۀ شى او د هغۀ اَنجام راورسېدو. ۲۷ خو بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے. ۲۸ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر هم داسې نشته چې هغه بخښلے نۀ شى، ۲۹ خو هر څوک چې په روحُ القُدس باندې کُفر وائى هغه به هيڅکله هم معافى ونۀ مومى او هغه به د تل عُمرى ګناه مجرم وى.“ ۳۰ عيسىٰ دا ځکه وفرمائيل چې هغوئ وئيل چې، ”دے پيريانو نيولے دے.“

د حضرت عيسىٰ رښتينے رشته‌دار

۳۱ بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل او بهر ولاړ وُو او د هغۀ د رابللو دپاره يې څوک ورولېږل. ۳۲ ګڼ خلق ترې چاپېره ناست وُو او هغوئ ورته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“ ۳۳ هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه څوک دى؟“ ۳۴ او هغه ګېرچاپېره ناستو خلقو ته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”زما مور او وروڼه دا دى. ۳۵ څوک چې د خُدائ پاک رضا کوى، هغه زما ورور خور او مور ده.“