۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

څلورم باب

دَ کروندے مِثال

متى ۱۳ :  ۱ ـ ۹، لُوقا ۸ :  ۴ ـ ۸

۱عيسىٰ دَ درياب په غاړه تعليم ورکول شروع کړو اَؤ دومره خلق ورته راغونډ شوى وُو چه هغه په درياب کښے کشتئ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو اَؤ ټول خلق دَ درياب تر غاړے راپنډ وُو. ۲اَؤ هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښے ډير تعليم ورکړو. هغۀ چه تعليم ورکاوو نو وئے وئيل،

۳”واؤرئ! يو زميندار کروندے ته لاړو. ۴اَؤ داسے وشول چه دَ کرلو په وخت ځنے تُخم په لاره پريوتو اَؤ مرغئ راغلے، هغه ئے وخوړلو. ۵څۀ تُخم په کاڼيزه مزکه پريوتو چرته چه لږه خاوره وه، هغه سمدستى راوټوکيدو ځکه چه خاؤره کمه وه. ۶خو چه نمر راوختلو نو تنکے فصل وسوزيدلو اَؤ هر کله چه جرړے ئے نۀ وے نو وچ شو. ۷څۀ تُخم په جاړو کښے پريوتو اَؤ چه جاړے لوئے شوے نو فصل ئے پټ کړو اَؤ بار ئے ونۀ نيوو. ۸اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه کښے پريوتو چرته چه هغه راوټوکيدلو اَؤ لوئے شو اَؤ دانے ئے ونيولے اَؤ بار ئے يو په ديرش يو په شپيتۀ اَؤ يو په سل راؤړو.“

۹هغۀ بيا ووئيل، ”که څوک دَ آؤريدو غوږُونه لرى نو دا دِ واؤرى.“

دَ مِثال مطلب

متى ۱۳ :  ۱۰ ـ ۱۷، لُوقا ۸ :  ۹ ـ ۱۰

۱۰هر کله چه عيسىٰ يواځے شو نو دولسو مُريدانو اَؤ نور چه ورسره وُو، هغوئ دَ مِثالُونو په حقله تپوس وکړو. ۱۱هغۀ جواب ورکړو چه ”تاسو ته دَ خُدائے دَ بادشاهئ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چه بهر دى، هغوئ ته به هره خبره په مِثالونو کښے کيږى. ۱۲لکه چه صحيفے وائى : 

هغوئ به ګورى اَؤ ګورى به خو وُبه نۀ وينى،

هغوئ به آؤرى اَؤ آورى به خو پوهيږى به نه،

ګنى هغوئ به خُدائے ته رجُوع وکړى

اَؤ وبه بخښلے شى.“

دَ کرُونکى مِثال تشريح کول

متى ۱۳ :  ۱۸ ـ ۲۳، لُوقا ۸ :  ۱۱ ـ ۱۵

۱۳بيا عيسىٰ ووئيل، ”آيا تاسو په دے مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالُونو څنګه پوهه شئ؟ ۱۴زميندار کلام کرى. ۱۵دَ لارے په غاړه هغه خلق دى چرته کلام کرلے کيږى، اَؤ چه کلام واؤرى نو شيطان سمدستى راشى اَؤ کرلے شوے کلام دَ دوئ نه يوسى. ۱۶دغسے هم هغه دى چه په کاڼيزه مزکه کرلى شوى دى، څنګه چه دوئ کلام واؤرى نو په خوشحالئ ئے سمدستى قبول کړى. ۱۷خو په هغوئ کښے جرړے ونۀ نيسى، نو دَ زغم طاقت په کښے نۀ وى اَؤ هر کله چه دَ کلام په وجه په هغوئ تنګسيا يا څۀ تکليف راشى نو سمدستى تيندک وخورى. ۱۸نور هغه دى چه په جاړو کښے تُخم وکرلے شو. هغوئ کلام واؤرى، ۱۹خو دُنياوى غم اَؤ دَ دولت فريبى شان اَؤ قِسم قِسم بد خواهشات په مينځ کښے راشى اَؤ دَ کلام مرئ خپه کړى اَؤ هغه شنډ پاتے شى. ۲۰اَؤ بيا هغه خلق دى چه تُخم ئے په ښه مزکه پريوتو، دوئ کلام واؤرى اَؤ قبول ئے کړى اَؤ يو په ديرش، يو په شپيتۀ اَؤ يو په سل بار راؤړى.“

دَ اوږى دَ لاندے رڼا

لُوقا ۸ :  ۱۶ ـ ۱۸

۲۱عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”آيا تاسو ډيوه دَ دے دَ پاره راؤړئ چه دَ اوږى يا دَ کټ لاندے ئے کيږدئ؟ نه، تاسو دا په ډيوټ باندے کيږدئ. ۲۲خو هيڅ څيز دومره پټ نۀ دے چه دَ هغۀ ښکاره کول مناسب نۀ وى اَؤ هيڅ څيز داسے راز نۀ دے چه دَ هغۀ معلُومول مقصود نۀ وى. ۲۳که څوک دَ آؤريدلو غوږُونه لرى نو وا دِ ورى.“

۲۴عيسىٰ دا هم ووئيل، ”پام کوئ چه څۀ آؤرئ، په کُوم ميچ چه تاسو ورکوئ په هغه ميچ به ئے مُومئ، بلکه څۀ لږ زيات. ۲۵ځکه چه څوک چه څۀ لرى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى، خو دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه لږ څۀ هم واخستے شى چه ورسره وى.“

دَ تُخم دَ زرغونيدلو مِثال

۲۶عيسىٰ ووئيل، ”دَ خُدائے بادشاهى داسے ده چه يو سړے په مزکه تُخم کرى. ۲۷هغه دَ شپے اُودۀ شى اَؤ سحر پاڅى اَؤ تُخم زرغُون شى اَؤ لوئے شى. دا څرنګه؟ هغه په دے نۀ پوهيږى. ۲۸مزکه له ځان نه غله پخپله پيدا کوى، وړُومبے تيغ، بيا وَږى اَؤ بيا په وَږى کښے تيارے دانے. ۲۹خو هر کله چه فصل پوخ شى نو هغه ورپسے لور راواخلى ځکه چه دَ فصل دَ ريبلو وخت راغلے وى.“

دَ شړشمو دَ تُخم مِثال

متى ۱۳ :  ۳۱ ـ ۳۲، ۳۴، لُوقا ۱۳ :  ۱۸ ـ ۱۹

۳۰عيسىٰ دا هم ووئيل، ”مُونږ به دَ خُدائے دَ بادشاهئ په څۀ څيز سره مُقابله وکړُو؟ يا په کُوم مِثال به ئے بيان کړُو؟ ۳۱دا لکه دَ شړشمو دَ تُخم دے چه دَ کرلو په وخت په مزکه کښے دَ بل هر تُخم نه ورکوټے وى، ۳۲خو چه په يو وار راوټُوکيږى اَؤ دَ نورو ټولو بوټو نه لوئے شى اَؤ دومره لوئے څانګے وکړى چه دَ هوا مرغئ ئے په سورى کښے کښينى.“

۳۳هغۀ به کلام دغسے په ډيرو مِثالُونو ورته آوروو څومره چه هغوئ پوهيدل. ۳۴هغۀ دَ هغوئ سره دَ مِثالُونو نه بغير کلام ونۀ کړو خو په کور کښے ئے خپلو مُريدانو ته هر څۀ واضح کړل.

په درياب کښے طوفان منع کول

متى ۸ :  ۲۳ ـ ۲۷، لُوقا ۸ :  ۲۲ ـ ۲۵

۳۵په هغه ورځ ماښام هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”راځئ چه دَ درياب پورے غاړے ته لاړ شُو.“ ۳۶هغوئ ګڼه پاتے کړه اَؤ هغه ئے دَ ځان سره په کشتئ کښے بوتلو په کُومه کِشتئ کښے چه هغه ناست وُو اَؤ نورے کِشتئ هم ورسره وے. ۳۷زورَوره سيلئ راغله، چپو کِشتئ داسے ووهله چه اوبۀ ورته راوختے. ۳۸هغه وروستو په بالښت اُودۀ وو. هغوئ هغه راپاڅوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مالکه! مُونږ ډُوبيږو! تا سره څۀ غم نِشته؟“ ۳۹هغه بيدار شو، باد ئے ورټو اَؤ درياب ته ئے ووئيل چه ”غلے قلار شه!“ باد ودريدو اَؤ قلاره قلارى شوه. ۴۰هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو دومره ويريدُونکى ولے يئ، تاسو لا اوس هم عقيده نۀ لرئ؟“

۴۱هغوئ ويرے اخستى وُو اَؤ يو بل ته ئے ووئيل، چه ”دا لا څوک دے چه باد اَؤ درياب ئے هم حُکم منى.“