۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اُووم باب

دَ مشرانو روايات

متى ۱۵ :  ۱ ـ ۹

۱فريسيان اَؤ ځنے دَ شرعے عالمان دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ له راغلل اَؤ جرګه ئے وکړله. ۲نو هغوئ وليدل چه دَ هغۀ مُريدان په سخا ناوينځلو لاسُونو ډوډئ خورى.

۳ځکه چه فريسيان اَؤ ټول يهوديان دَ خپلو رواياتو په مُطابق هيڅ کله هم په ناوينځلو لاسُونو ډوډئ نۀ خورى، تر څو چه ئے تر څنګلو پورے لاسُونه وينځلى نۀ وى. ۴کله چه هغوئ بازار نه راشى اَؤ لامبلى ئے نۀ وى هيڅ نۀ خورى، اَؤ ډيرے نورے خبرے داسے دى چه هغوئ دَ روياتو پابندى کوى، لکه دَ رکابو اَؤ دَ تانبے دَ لوښو وينځل.

۵ځکه دوئ فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”ستا مُريدان دَ مشرانو دَ رواياتو پابندى ولے نۀ کوى چه په ناوينځلو لاسُونو ډوډئ خورى؟“

۶هغۀ جواب ورکړو چه ”ستاسو په شان دَ مُنافقانو په حقله يشعياه نبى په رښتيا دا پيشن ګوئى کړے وه : 

”دا خلق تش په خُلۀ زما عزت کوى

خو زړُونه ئے رانه ډير لرے دى.

۷خو دوئ بے فائدے زما عبادت کوى

ځکه چه دوئ دَ اِنسانى حُکمُونو تعليم ورکوى.“

۸تاسو دَ خُدائے حُکم خو شاته غورزوئ اَؤ دَ بنى آدمو دَ رواياتو پابندى کوئ.“

۹عيسىٰ هغوئ ته دا هم ووئيل چه ”تاسو به دَ خُدائے حُکم څرنګ شا ته وغورزوئ، تش دَ دے دَ پاره چه دَ رواياتو پابندى وکړئ. ۱۰ځکه چه مُوسىٰ ووئيل، ”دَ خپل پلار اَؤ مور عزت کوئ“ اَؤ ”کُوم سړے چه خپل پلار اَؤ مور ته بد رد وائى هغه دِ ضرور قتل کړے شى.“ ۱۱خو تاسو دا وايئ چه که چرے يو سړے خپل مور يا پلار ته دا ووائى چه زما هر هغه څيز چه ستا پکاريدے شى ما قُربان کړو، مطلب دا چه ما دَ خُدائے په نامه ورکړو، ۱۲نو هغه دَ مور اَؤ پلار دَ حق نه بيخى بے غمه شو. ۱۳نو دغه شان تاسو دَ خپلو رواياتو په وجه دَ خُدائے حُکمُونه منسُوخ کوئ اَؤ دغه شان نور هم ډير کارُونه تاسو په دے شان کوئ.“

هغه څيزونه چه بنى آدم پليتوى

متى ۱۵ :  ۱۰ ـ ۲۰

۱۴په بله موقع هغۀ خلق راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو ټول زما خبره واؤرئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ. ۱۵داسے هيڅ څيز نِشته چه اِنسان ئے تير کړى اَؤ هغه پرے پليت شى خو هر هغه څيز چه دَ اِنسان نه وزى هغه اِنسان پليتوى. ۱۶که تاسو دَ آؤريدو قابل غوږُونه لرئ نو واؤرئ.“

۱۷هر کله چه عيسىٰ دَ دے خلقو نه بيل شو اَؤ کورته لاړو نو دَ هغۀ مُريدانو دَ مِثالُونو په حقله دَ هغۀ نه تپوس وکړو. ۱۸هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو هم دَ نورو غوندے ناپوهه يئ؟ تاسو دا نۀ وينئ چه دَ بهر نه چه هر څۀ په اِنسان کښے ننوزى په دے هغه نۀ پليتيږى. ۱۹ځکه چه دا دَ هغۀ په زړۀ کښے نۀ ننوزى بلکه دَ هغۀ خيټے ته ځى اَؤ دَ حاجت په لارے بهر وزى.“ ځکه هغۀ ټولو خوراکُونو ته پاک ووئيل.

۲۰هغۀ وړاندے ووئيل، ”څۀ چه دَ اِنسان نه روازى هم هغه سړے پليتوى. ۲۱ځکه چه دَ اِنسان دَ زړۀ نه بد خيالُونه راوزى، حرام کارئ، ۲۲غلاګانے، خُونُونه، زِناکارى، حرص، بدئ، ټګئ، بے شرمى، بد نظر، کُفر، مغرُورتيا اَؤ بے وقُوفى. ۲۳دا ټول بد کارُونه دَ ننه نه راوُزى اَؤ دا سړے پليتوى.“

دَ صُور فينکى دَ علاقے دَ ښځے عقيده

متى ۱۵ :  ۲۱ ـ ۲۸

۲۴بيا عيسىٰ دَ هغه ځايه رُخصت شو اَؤ دَ صور سرحد ته راغے. هلته هغه يو کور ته ورغے، هغۀ دا غوښتل چه څوک ترے خبر نۀ شى، خو دا کله کيدئے شو؟ ۲۵سمدستى يوه ښځه چه وړه لُور ئے پيريانو نيولے وه ترے خبره شوه. هغه دَ ننه راغله اَؤ دَ دَۀ په پښو پريوته. ۲۶هغه دَ يُونانى نسل اَؤ دَ شام دَ فينکى نه وه. هغے هغۀ ته عرض وکړو چه ”زما دَ لُور نه پيرى لرے کړه.“ ۲۷هغۀ هغے ښځے ته ووئيل چه ”اول بچى په خيټه مړول پکار دى، دا مناسب نۀ دى چه دَ بچو نه دِ ډوډئ وتروړلے شى اَؤ سپو ته دِ وغورزولے شى.“

۲۸هغے ورته ووئيل، ”مالِکه! خو سپى هم دَ بچو دَ ميز دَ لاندے ټُکړے خورى.“

۲۹هغۀ هغے ته ووئيل، ”تا چه دا ووئيل نو خاطر جمع کور ته لاړه شه، پيريان ستا دَ لُور نه وتلى دى.“

۳۰اَؤ هر کله چه هغه کور ته راغله نو لُور ئے په کټ کښے پرته وليده اَؤ پيريان ترے تلى وُو.

دَ کُوڼ اَؤ دَ چاړا سړى روغول

۳۱دَ صور دَ علاقے نه په واپسئ عيسىٰ دَ صيدا په لارے دَ دِکپولس په حدُونو تير شو اَؤ دَ ګليل دَ درياب علاقے ته ورسيدلو. ۳۲نو خلقو هغۀ له يو کُوڼ سړے راوستو چه هم چاړا وو اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه په هغۀ خپل لاس کيږدى. ۳۳هغۀ هغه سړے دَ خلقو نه يو خوا ته بوتلو، خپلے ګوتے ئے دَ هغۀ په غوږُونو کښے کيښوے، لاړے ئے ورتُو کړے اَؤ ژبه ئے ورله مسحه کړه. ۳۴بيا ئے آسمان ته وکتل اَؤ آسويلے ئے وکړو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”اِفتح،“ يعنے پرانستے شه.

۳۵دَ دے سره دَ هغۀ غوږُونه خلاص شول اَؤ سمدستى ئے ژبه ګويا شوه. ۳۶عيسىٰ هغوئ منع کړل، وئيل ئے چه چا ته حال مه وايئ. خو هر څومره چه هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله. ۳۷دَ هغوئ دَ تعجب څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چه ”دَۀ خو هر څۀ سم کړى دى، څۀ چه هغه کوى ډير ئے ښۀ کوى، تر دے چه هغه کُوڼ له غوږُونه اَؤ چاړا ګانو ته ژبے ورکوى.“