۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

څليريشتم باب

دَ عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور دَ بربادئ پيشن ګوئى

مرقوس ۱۳ :  ۱، ۲

۱عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور نه په وتو وو چه مُريدان ئے راغلل اَؤ دَ خُدائے دَ کور ودانئ ئے ورته په ګوته کړے. ۲هغۀ ځواب ورکړو چه ”دے ټولو ته وګورئ، زَۀ تاسو ته دا وايم چه دلته به يو کاڼے هم دَ بل دَ پاسه پاتے نۀ شى اَؤ ټول به ونړولے شى.“

دَ مُشکلاتو آغاز

مرقوس ۱۳ :  ۳ ـ ۱۳، لُوقا ۲۱ :  ۷ ـ ۱۹

۳څۀ وخت چه عيسىٰ دَ ښونانو په غر ناست وو نو مُريدان ئے راغلل چه دَ هغۀ سره په پړده کښے خبرے وکړى. هغوئ ووئيل، ”مُونږ ته دا وښايه چه دا به کله پيښه شى اَؤ ستا دَ راتلو اَؤ دَ آخرى زمانے نخښه به کُومه وى؟“ ۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”خبردار، چه څوک مو بے لارے نۀ کړى. ۵ځکه چه ډير به زما دَ نوم دعوىٰ کوى اَؤ وائى به چه زَۀ مسيح يم، اَؤ ډير به بے لارے کوى. ۶داسے وخت راځى چه تاسو به په خپل خواؤ شاه کښے دَ جنګُونو چغے سُورے آؤرئ اَؤ دَ جنګونو نه به خبريږئ، خو ګورئ چه ستاسو وار خطا نۀ شى ځکه چه داسے خبرے به خامخا پيښيږى خو لا به آخر نۀ وى.

۷قوم به دَ قوم سره جنګيږى اَؤ بادشاهى به دَ بادشاهئ سره. په ډيرو ځايُونو کښے به قحطُونه اَؤ زلزلے راځى. ۸خو دا ټولے خبرے به دَ لنګُون دَ دړدُونو دَ شروع په شان وى.

۹تاسو به بيا دَ تنګسيا اَؤ دَ مرګ دَ پاره حواله شئ اَؤ ټول قومُونه به زما دَ نُوم په وجه تاسو سره کينه ساتى. ۱۰په دغه وخت کښے به ډير تيندک وخورى اَؤ دَ يو بل په سر به مُخبرى کوى اَؤ دَ يو بل سره به کينه کوى. ۱۱دروغژن نبيان به راپورته شى اَؤ ډير خلق به بے لارے کړى. ۱۲اَؤ چه بے شرعے کارُونه زيات شى نو دَ خلقو به دَ يو بل سره مينه ورکه شى. ۱۳خو کُوم سړے چه تر آخره ټينګ پاتے شى هغه به بچ کړے شى. ۱۴اَؤ په ټول عالم کښے به دَ بادشاهئ زيرے وعظ کيږى اَؤ دَ ټولو قومُونو دَ پاره به ګواهى شى اَؤ بيا به آخرت وى.

لوئے آفت

مرقوس ۱۳ :  ۱۴ ـ ۲۳، لُوقا ۲۱ :  ۲۰ ـ ۲۴

۱۵هر کله چه تاسو ”دَ برباد وُونکو پليتى“ ووينئ چه ذکر ئے دَ دانيال نبى په وسيله شوے دے چه په پاک مقام کښے ولاړه وى، لوستُونکے دِ په دے پوهه شى، ۱۶نو هغوئ چه په يهوديه کښے دى خامخا دِ غرونو ته وخيژى. ۱۷که څوک په چت باندے وى هغه دِ دَ سامان خيژولو دَ پاره ښکته کُوز نۀ شى. ۱۸اَؤ څوک چه په پټو کښے وى هغه دِ دَ خپلے چُغے را اخستلو دَ پاره بيرته رانۀ شى. ۱۹اَفسوس دے په هغه ښځو چه په دغه ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ په هغو چه بچو ته تے ورکوى. ۲۰دُعا کوئ چه ستاسو تيښته نه خو په ژمى کښے راشى اَؤ نۀ دَ سبت په ورځ. ۲۱ځکه چه هغه به دَ ډيرے بد حالئ ورځے وى. داسے وخت دَ دُنيا دَ شروع نه تر دے لا نۀ دے راغلے اَؤ نۀ به بيا چرته راشى. ۲۲که هغه دَ تکليف ورځے لنډے کړے شوے نۀ وئے نو يو ژوندے سړے به هم بچ شوے نۀ وئے، خو دَ خُدائے دَ غوره شوو دَ خاطره به هغه ورځے لنډے کړے شى.

۲۳اَؤ که بيا تاسو ته څوک دا ووائى چه ګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرے مۀ کوئ. ۲۴دروغژن مسيحان اَؤ دروغژن نبيان به پورته کيږى اَؤ دوئ به لوئے نخښے اَؤ عجيبه کارُونه ښکاره کوى، اَؤ که مُمکن وى نو ډير غوره شوى به ګُمراه کوى. ۲۵ګورئ، ما تاسو دَ کيدو نه اول خبردار کړئ.

۲۶که هغوئ تاسو ته ووائى چه هغه هلته په بيابان کښے دے نو بهر ورپسے مۀ ځئ، اَؤ که هغوئ ووائى چه هغه دَ ننه په کوټه کښے دے نو باور پرے مۀ کوئ. ۲۷لکه څنګه چه بريښنا دَ نمر خاتۀ نه نمر پريواتۀ ته خوريږى دغه شان به دَ اِبن آدم راتلل وى. ۲۸چرته چه مُرداره وى هلته به ګنجئ راټوليږى.

دَ اِبن آدم راتلل

مرقوس ۱۳ :  ۲۴ ـ ۲۷، لُوقا ۲۱ :  ۲۵ ـ ۲۸

۲۹اَؤ هر کله چه دَ دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى اَؤ دَ سپوږمئ رڼا به ورکه شى، ستورى به دَ آسمان نه راپريوزى اَؤ آسمانى طاقتُونه به وجړقولے شى.“ ۳۰بيا به په آسمان کښے دَ اِبن آدم دَ راتلو نخښه ښکاره شى، دَ دُنيا ټول قومونه به ماتم کوى اَؤ هغوئ به اِبن آدم وينى چه دَ آسمان په وريځو کښے به دَ طاقت اَؤ دَ ډيرے لوئى سره راځى. ۳۱اَؤ هغه به خپلے فرښتے دَ تُورئ په لوئے آواز سره راوليږى اَؤ هغوئ به دَ څلورو طرفُونو نه، يعنے دَ آسمان دَ يو سر نه تر بله سره، غوره شوے خلق راټول کړى.

دَ اينځر دَ ونے مِثال

مرقوس ۱۳ :  ۲۸ ـ ۳۱، لُوقا ۲۱ :  ۲۹ ـ ۳۳

۳۲دَ اينځر دَ ونے دَ مِثال نه سبق واخلئ. هر کله چه دَ هغے نازکے څانګے غوټئ کوى اَؤ پاڼے ئے راوُټو کيږى نو تاسو پوهه شئ چه اوړے په راتلو کښے دے. ۳۳دغه شان چه تاسو دا هر څۀ ووينئ نو پوهه شئ چه آخرت رانزدے دے بلکه درته رارسيدلے دے. ۳۴زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا موجُوده پيړئ به تر هغے پورے وى تر څو چه دا هر څۀ شوى نۀ وى. ۳۵آسمان اَؤ مزکه به پاتے نۀ شى خو زما کلام به پاتے شى.

نا معلُومه ورځ اَؤ ګړئ

مرقوس ۱۳ :  ۳۲ ـ ۳۷، لُوقا ۱۷ :  ۲۶ ـ ۳۰، ۳۴ ـ ۳۶

۳۶خو هغه ورځ اَؤ هغه ګړئ هيچا ته معلُومه نۀ ده، نۀ خو دَ آسمان فرښتے پرے خبر دى اَؤ نۀ زوئے، خو يو پلار پرے خبر دے. ۳۷لکه چه دَ نُوح په ورځو کښے وشُو نو دغه شان به دَ اِبن آدم په راتلو هم وشى. ۳۸په هغه ورځو کښے چه دَ طوفان دَ راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، وادُونه ئے کول اَؤ وادُونه ئے ورکول، تر هغے ورځے پورے چه نُوح په بيړئ کښے ننوتلو. ۳۹اَؤ دوئ تر هغے هيڅ خبر نۀ وُو تر څو چه طوفان رانۀ غے اَؤ دوئ ئے لاهُو نۀ کړل. دغه شان به دَ اِبن آدم په راتلو وى. ۴۰نو هغه وخت به دوه تنه په پټى کښے وى، يو به بوتلے شى اَؤ بل به پريښودلے شى. ۴۱دوه ښځے به ميچن کوى، يوه به بوتلے شى اَؤ بله به پريښودلے شى. ۴۲بيدار اوسئ، ځکه چه تاسو هيڅ خبر نۀ يئ چه مالک به په کُومه ورځ راځى. ۴۳ياد لرئ، که دَ کور څښتن خبر وئے چه غل به دَ شپے په کُوم پار کښے راځى نو هغه به بيدار وو اَؤ خپل کور به ئے کنډر کيدو ته نۀ وو پريښے. ۴۴تاسو هم تيار اوسئ چه اِبن آدم به په داسے وخت راځى چه ستاسو په وهم و ګمان کښے به هم نۀ وى.

وفادار يا بے وفا نوکر

لُوقا ۱۲ :  ۴۱ ـ ۴۸

۴۵نو بيا اِعتبارى اَؤ هوښيار نوکر څوک دے؟ هغه سړے چه مالک دَ کور مُختار کړے وى چه دَ کور دَ نوکرانو خيال ساتى اَؤ هغوئ له په وخت خوراک ورکوى. ۴۶هغه نوکر بختور دے چه هر کله ئے مالک راشى اَؤ هغه په کار کښے بوخت ووينى. ۴۷زَۀ تاسو ته دا وايم چه مالک به هغه دَ ټول مال مُختار کړى. ۴۸خو که هغه بد نوکر وى اَؤ په زړۀ کښے دا وائى، بويه چه مالک راځى، ۴۹اَؤ دَ نورو نوکرانو په وهلو ټکولو لاس پورے کړى اَؤ دَ خپلو شرابيانو ملګرو سره خورى څښى، ۵۰نو مالک به ئے په داسے ورځ راشى چه نوکر به په انتظار کښے نۀ وى. په داسے وخت به راځى چه هغه به خبر نۀ وى، ۵۱اَؤ په وهلو باندے به ئے ټوټے ټوټے کړى اَؤ دغه شان به هغه خپل ځان دَ مُنافقانو په ډله کښے کړى، چرته چه به ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.