د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

دويم باب

نذرانے پيش کول

۱دَ هيروديس بادشاه په ورځو کښے دَ يهوديه په بيتُ لحم کښے عيسىٰ پيدا شو. دَ هغه دَ پيدايښت نه پس بيتُ المُقدس ته دَ نمر خاتۀ دَ لورى نه دَ ستورو علم لرُونکى راغلل ۲اَؤ وئيل ئے چه ”هغه دَ يهوديانو بادشاه کيدُونکے ماشُوم چه پيدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چه مونږ دَ نمرخاتۀ نه دَ هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے اَؤ هغۀ ته سجده کولو ته راغلى يُو.“

۳هيروديس بادشاه په دے آوريدو پريشان شو اَؤ دَ بيتُ المُقدس ټول اولس هم. ۴هغۀ دَ يهوديانو ټول مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان راوبلل اَؤ هغوئ ته ئے دا سوال وړاندے کړو چه ”مسيح به چرته پيدا کيږي؟“

۵هغوئ ووئيل چه ”دَ يهوديه په بيتُ لحم کښے.“ اَؤ هغوئ دَ هغے پيشن ګوئى حواله ورکړه چه په کښے دَ نبى په معرفت ليکلى شوى دى چه : 

۶”اَے دَ يهوديه دَ مزکے بيتُ لحم ښارئے!

تۀ دَ يهوديه په لويو ښارُونو کښے

هيڅکله هم ورکوټے نۀ ئے،

ځکه چه ستا نه به هغه سردار راؤزى

چه زما دَ خلقو اِسرائيلو شپُون به وى.“

۷هيروديس بيا دَ ستورو علم لرُونکى په پرده کښے راوبلل اَؤ دَ ستورى دَ راختو وخت ئے ترے يقينى کړو. ۸هغۀ بيا دوئ بيتُ لحم ته واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لاړ شئ اَؤ دَ هغه ماشوم په حقله پُوره پُوره تحقيق وکړئ، اَؤ چه بيا ئے مُومئ نو ما خبر کړئ چه زۀ هم ورشم اَؤ سجده ورته وکړم.“

۹دَ بادشاه په حُکم هغوئ روان شول اَؤ هغه ستورے چه دوئ په راختو ليدلے وو دَ دوئ په وړاندے روان وو اَؤ آخر په هغه ځائے ودريدو چرته چه ماشُوم پروت وو. ۱۰هغوئ دَ ستورى په ليدو ډير زيات خوشحاله شول. ۱۱کورته په ننوتو ئے ماشُوم دَ خپلے مور مريم په غيږ کښے وليدو اَؤ ورته په سجده پريوتل. پس له هغے ئے خپلے هميانئ وسپړدے اَؤ هغۀ ته ئے نذرانے پيش کړے چه په کښے سرۀ زر، لوبان اَؤ مر وُو.

۱۲هغوئ ته په خوب کښے دا حُکم وشو چه هيروديس بادشاه له بيرته مۀ ځئ، نو هغوئ په بله لار کورته واپس شول

مصرته هجرت کول

۱۳کله چه هغوئ رُخصت شول نو يُوسف ته دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”پاڅه! ماشُوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ مصر ته هجرت وکړه، اَؤ تر هغے هلته ايسار شه چه زۀ درته ووايم ځکه هيروديس دَ دے ماشُوم په تلاش کښے دے چه ختم ئے کړي.“

۱۴اَؤ يُوسف دَ خوبه بيدار شو اَؤ شپه په شپه ئے ماشُوم اَؤ دَ هغۀ مور مصر ته بوتلل، ۱۵اَؤ هلته دَ هيرديس تر مرګه پورے وو. دا دَ خدائے هغه وينا پُوره کول وُو چه هغۀ دَ نبى په معرفت وئيلى وُو چه ”ما خپل زوئے دَ مصر نه راوبللو.“

دَ ماشُومانو قتل

۱۶هر کله چه هيروديس دَ مُسافرانو په دوکه پوهه شو نو زيات په قهر شو اَؤ حُکم ئے وکړو چه دَ بيتُ لحم اَؤ خوا اَؤ شا هغه ټول ماشُومان چه دوه کاله يا کم عُمر لرى، هغه وژنئ. دا حساب ئے دَ مُسافرانو دَ وينا په اندازه لګولے وو.

۱۷دغه رنګ هغه خبره چه دَ يرمياه نبى په وسيله شوے وه پُوره شوه چه : 

۱۸”په راماه کښے يو غږ واؤريدے شو

چه راحيل په خپل زوزاد ژړا انګولا کوله،

اَؤ هيڅ تسلى ئے قبوله نۀ کړه ځکه چه هغوئ نِشته.“

دَ مصر نه واپسى

۱۹کله چه هيروديس مړ شو نو ګورئ، دَ خدائے فرښته په مصر کښے يُوسف ته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ۲۰”پاڅه! ماشوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ دَ دوئ سره دَ اِسرائيل مزکے ته لاړ شه، ځکه چه دَ چا نه چه دَ دے ماشُوم سر ته خطره وه هغوئ مړۀ دى.“ ۲۱نو هغه پاڅيدو، ماشوُم اَؤ مور ئے دَ ځان سره روان کړل اَؤ دَ اِسرائيل مزکے ته راغلل. ۲۲خو چه دائے واؤريدل چه دَ خپل پلار هيروديس په ځائے ارخلاؤس دَ يهوديه بادشاه دے، نو هلته دَ تللو نه ويريدو. اَؤ چه په خوب کښے ورته دا خبر وشو نو هغه دَ ګليل علاقے ته بيرته لاړو، هلته هغه په ناصرت نُومے ښار کښے ديره شو. ۲۳دا دَ نبيانو په وسيله دَ وئيلى شوے هغه خبرے تر سره کول وُو چه :  ”هعۀ ته به ناصرى وئيلے شي.“