۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

پينځم باب

په غر دپاسه د حضرت عيسىٰ بيان

۱ کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښېناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته راټول شول، ۲ نو هغۀ ورته داسې تعليم شروع کړو، ۳ ”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۴ بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى. ۵ بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى. ۶ بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى. ۷ بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى. ۸ بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى. ۹ بختور دى د امن راوستونکى، خُدائ پاک به هغوئ ته خپل زامن ووائى. ۱۰ بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۱۱ تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. ۱۲ دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول. ۱۳ تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نۀ راځى او بهر وغورزولے شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى. ۱۴ تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى. ۱۵ چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى. ۱۶ او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى. ۱۷ دا خيال مۀ کوئ چې ګنې زۀ د دې دپاره راغلے يم چې شريعت او د نبيانو کتابونه منسوخ کړم. زۀ د هغوئ منسوخ کولو له نۀ يم راغلے بلکې پوره کولو له راغلے يم. ۱۸ زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى. ۱۹ نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى. ۲۰ زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ. ۲۱ تاسو اورېدلى دى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، قتل مۀ کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولے شى. ۲۲ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى. ۲۳ کۀ چرې تاسو د قربانۍ ځائ ته کوم څيز راوړئ او په دې وخت کښې درته راياد شى چې ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، ۲۴ نو خپله قربانى په هغه ځائ پرېږده. لاړ شه، اول خپل ورور رضا کړه او بيا راشه او خپل نذر وړاندې کړه. ۲۵ کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې. ۲۶ زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى. ۲۷ تاسو اورېدلى وُو چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، زنا مۀ کوئ. ۲۸ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده. ۲۹ کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى. ۳۰ او کۀ چرې ستا ښے لاس د ګناه سبب شى نو پرې يې کړه او وې غورزوه. ستا دپاره دا بهتره ده چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نۀ دا چې ستا ټول وجود دوزخ ته لاړ شى.

د طلاق په حقله تعليم

۳۱ هغوئ ته وئيلے شوى وُو، کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى نو ضرور دې هغې له طلاق نامه ورکړى. ۳۲ خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى. ۳۳ بيا به تاسو دا اورېدلى وى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، خپل قسم مۀ ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ. ۳۴ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هيڅکله هم قسم مۀ خورئ، نۀ په آسمان، ځکه چې دا د خُدائ پاک تخت دے، ۳۵ او نۀ په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکۍ ده، او نۀ په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے، ۳۶ او نۀ په خپل سر ځکه چې تۀ د دې يو وېښتۀ هم په خپله مرضۍ نۀ سپينولے او نۀ تورولے شې. ۳۷ تاسو يواځې د ”آو“ په ځائ ”آو،“ او د ”نه“ په ځائ ”نه“ جواب ورکوئ. د دې نه زيات چې دے هغه د اِبليس کار دے.

د بدل په حقله تعليم

۳۸ تاسو خبر يئ چې دا وئيلے شوى وُو چې، د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ. ۳۹ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه. ۴۰ کۀ چرې يو سړے ستا په قميص دعوىٰ وکړى نو تۀ خپل کوټ هم ورله ورکړه. ۴۱ کۀ چرې يو اختيار لرونکے تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه. ۴۲ چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.

د دشمن سره مينه کول

۴۳ تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه. ۴۴ خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ، ۴۵ چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى. ۴۶ کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟ ۴۷ کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بې‌دينه هم کوى. ۴۸ تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“