۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

اُووم باب

دَ نورو خلقو دَ عيبُونو دَ لټولو په باب کښے

لُوقا ۶ :  ۳۷ ـ ۳۸، ۴۱ ـ ۴۲

۱دَ نورو عيبُونه مه لټوئ چه ستاسو عيبُونه هم ونشى لټولے. ۲ځکه چه څنګه تاسو دَ نورو عيبُونه لتوئ دغه شان به ستاسو عيبُونه هم ولټولے شى، اَؤ څنګه چه تاسو دَ بل ميچ کوئ، دغه رنګ به ستاسو هم ميچ کيږي. ۳تاسو دَ خپل ورور دَ سترګے خسڼى ته ولے ګوته نيسئ چه په خپله مو په سترګه کښے تير غړيږى؟ ۴اَؤ تۀ څۀ رنګ خپل ورور ته دا وئيلے شے چه راشه ستا دَ سترګے نه دا خسڼے وباسم، هر کله چه ستا په خپله سترګه کښے تير غړيږي؟ ۵اَئے رياکاره! اَول دَ خپلے سترګے نه تير وباسه، نو بيا به ستا نظر تيز شى اَؤ دَ خپل ورور دَ سترګے نه به خسڼے هم وويستے شے.

۶پاک څيزُونه سپو له مه ورکوئ، خپلے مرغلرے خنزيرانو ته مه غورزوئ. هغوئ به ئے تر پښو لاندے کړى اَؤ په تاسو به راوګرزى اَؤ ريچے ريچے به مو کړى.

غوښتل، لټول اَؤ ټکول

لُوقا ۱۱ :  ۹ ـ ۱۳

۷وغواړئ نو دربه کړے شى، ولټوئ نو وبه ئے مُومئ، وټکوئ نو ور به درته بيرته شى. ۸څوک ئے چه غواړى، هغه ئے آخلى، اَؤ څوک ئے چه لټُون کوى، هغه ئے مُومى، اَؤ څوک ئے چه ټکوى، هغۀ ته ور بيرته کيږي. ۹په تاسو کښے داسے څوک شته چه زوئ ترے ډوډئ وغواړى اَؤ دَئے به ورله کاڼے ورکړى؟ ۱۰اَؤ يا چه ماهے وغواړى نو مار به ورکړى؟ ۱۱که تاسو څوک چه دومره بدکاره يئ، په دے پوهيږئ چه خپل اَؤلاد له ښۀ څيزُونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره غوره څيزونه هغه چا ته ورکوى چه څوک ئے ترے غواړى! ۱۲ځکه دَ نورو سره تل داسے سلُوک کوئ لکه څنګه سلُوک چه تاسو دَ ځان دَ پاره غواړئ، دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو تعليم دا دے.

تنګه دروازه

لُوقا ۱۳ :  ۲۴

۱۳په تنګه دروازه ننوزئ ځکه چه دَ تباهئ دروازه اَرته ده، لاره ئے ښه پلنه ده اَؤ ډير په دغه لاره ځى. ۱۴خو کُومه دروازه چه دَ ژوند په لورى ده هغه ورکوټے ده اَؤ لاره ئے تنګه ده اَؤ دَ دے موُندُونکى هم لږ دى.

ونه اَؤ دَ هغے ميوه

لُوقا ۶ :  ۴۳ ـ ۴۴

۱۵دَ دروغژنو نبيانو نه خبردار اوسئ، داسے کسان چه دَ ګډو په جامو کښے تاسو ته راځى اَؤ په اصل کښے هغه داړُونکى شرمخان دى. ۱۶تاسو به هغوئ په خپله ميوه وپيژنئ. آيا دَ اَزغنو جاړو نه څوک انګور، يا دَ جاخُونو نه څوک اينځر راشُوکولے شى څۀ؟ ۱۷هم دغه شان ښه ونه ښه ميوه نيسى اَؤ دَ بدے ونے ميوه بده وى. ۱۸ښه ونه خرابه ميوه نۀ شى نيولے اَؤ نۀ خرابه ونه ښه ميوه نيولے شى. ۱۹اَؤ کُومه ونه چه ښه ميوه نۀ نيسى هغه پريکړے شى اَؤ په اور کښے غورزولے کيږى. ۲۰ځکه زَۀ وايم چه تاسو به هغه په خپله ميوه وپيژنئ.

ما تۀ هيچرے نۀ وے پيژندلے

لُوقا ۱۳ :  ۲۵ ـ ۲۷

۲۱هر هغه څوک چه ما ته مالک مالک وائى هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخل نۀ شى، خو صرف هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په رضا کار کوى. ۲۲دَ قيامت په ورځ به ډير ما ته وائى چه مالکه! مالکه! مُونږ ستا په نُوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ اَؤ ستا په نُوم مو پيريان نۀ وُو ايستلى څۀ؟ اَؤ هم ستا په نُوم مو ډيرے مُعجزے نۀ وے ښوولے څۀ؟ ۲۳نو زَۀ به هغوئ ته په ډاګه ووايم چه ما تاسو هيچرے نۀ يئ پيژندلے، تاسو چه بے شرعے کارُونه کوئ زما نه لرے شئ!

دوه قسمه بنيادُونه

لُوقا ۶ :  ۴۷ ـ ۴۹

۲۴اَؤ هغه سړے څوک چه زما دا خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے کوى، هغه به دَ هغه هوښيار سړى په شان وګڼلے شى چا چه خپل کور په يو مظبُوط ګټ باندے ودان کړے وو. ۲۵اَؤ چه باران وشو، سيلاب راغے، زُول تير شو اَؤ دَ دۀ کور سره ئے ټکرے وخوړے، خو دا راپرے نۀ وتو ځکه چه بنيادُونه ئے په يو مظبُوط ګټ باندے وو.

۲۶خو دَ هغه چا به څۀ انجام وى چه زما دا خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے نۀ کوى؟ دَ هغۀ مِثال دَ هغه ناپوهه سړى دے چا چه په شګو خپل کور جوړ کړے وو. ۲۷باران ووريدو، سيلاب راغے، زُول تير شو اَؤ دَ دے کور سره ئے ټکرے وخوړے اَؤ راپريوتو اَؤ برباد شو.“

۲۸څه وخت چه عيسىٰ دا خبرے بس کړے نو خلق دَ هغۀ په تعليم حق حيران شول. ۲۹ځکه چه هغۀ دَ هغوئ دَ اُستاذانو په شان نه، بلکه دَ اِختيار دَ خاوند په شان ئے تعليم ورکولو.