۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت نحمياه کِتاب

دولسم باب

د اِمامانو او ليويانو تفصيل

۱ دا د هغه اِمامانو او ليويانو تفصيل دے کوم چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د مشر اِمام يشوَع سره د جلاوطنۍ نه راواپس شول. ۲‏-۷ اِمامان دا وُو: شراياه، يرمياه، عزرا، امرياه، ملوک، حطوش، سکانياه، رحُوم، مريموت، عدو، جِنتو، ابياه، ميامين، معدياه، بِلجاه، سمعياه، يويريب، يدعياه، سلو، عموق، خِلقياه او يدعياه. د يشوَع په وخت کښې دا سړى د خپلو ملګرو اِمامانو مشران وُو. ۸ ليويان: دا کسان د شُکر ګزارۍ حمد‌و‌ثناء مشران وُو، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل، سربياه، يهوداه او متنياه. ۹ دې کسانو ورسره آواز نيولو، بقبوقياه، عُنى او د هغوئ ملګرو ليويانو.

د مشر اِمام يشوَع اولاد

۱۰ يشوَع د يويقيم پلار وو، يويقيم د اِلياسب پلار وو، اِلياسب د يويدع پلار وو، ۱۱ يويدع د يونتن پلار وو، او يونتن د يدوع پلار وو.

د اِمامانو د قبيلو مشران

۱۲‏-۲۱ کله چې يويقيم مشر اِمام وو، نو دا اِمامان د اِمامانو د قبيلې مشران وُو: د شراياه قبيلې اِمام مراياه، د يرمياه قبيلې اِمام حننياه، د عزرا قبيلې اِمام مسلام، د امرياه قبيلې اِمام يهوحنان، د مُلکُو قبيلې اِمام يونتن، د شبنياه قبيلې اِمام يوسف، د حارِم قبيلې اِمام عدنا، د مرايوت قبيلې اِمام حلقى، د عدو قبيلې اِمام زکرياه، د جِنتون قبيلې اِمام مسلام، د ابياه قبيلې اِمام زِکرى، د مينامين قبيلې يو اِمام هم وو. د معدياه قبيلې اِمام فِلطى، د بِلجاه قبيلې اِمام سموع، د سمعياه قبيلې اِمام يونتن، د يويريب قبيلې اِمام متنى، د يدعياه قبيلې اِمام عُزى، د سلى قبيلې اِمام قلى، د عموق قبيلې اِمام عِبر، د خِلقياه قبيلې اِمام حسبياه، د يدعياه قبيلې اِمام نتنى‌ايل.

د اِمامانو او ليويانو د کورَنو حِساب

۲۲ کله چې اِلياسب، يويدع، يوحانان او يدوع مشران اِمامان وُو نو د ليويانو د مشرانو فهرست تيار شو او هم داسې د فارس بادشاه داريوس په زمانه کښې د اِمامانو د کورَنو د مشرانو حِساب کِتاب ساتلے شوے وو. ۲۳ د اِلياسب نمسى د يوحانان وخت پورې د ليويانو د کورَنو مشرانو حِساب کِتاب د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شو.

د خُدائ پاک په کور کښې ذمه وارۍ

۲۴ دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو. ۲۵ د خُدائ پاک د کور دا څوکيداران د خُدائ پاک د کور د دروازو سره د ګودامونو مشران وُو: متنياه، بقبوقياه، عبدياه، مسلام، طلمون او عقوب. ۲۶ دا خلق د يوصدق نمسى او د يشوَع زوئ يويقيم په وخت کښې هلته اوسېدل او د نحمياه حکمران په وخت کښې او د عزرا په وخت کښې چې اِمام او د شريعت عالِم وو.

د نحمياه د ښار دېوالونه وقف کول

۲۷ کله چې د يروشلم د ښار دېوال وقف کېدلو، نو ليويان د هغه ټولو ځايونو نه راوستلے شول چرته چې هغوئ اوسېدل، هغوئ د دې دپاره راوستلے شول چې د وقف کېدو په جشن کښې د شُکر ګزارۍ د سندرو سره او د چمټو او بينجو د موسيقۍ سره شريک شى. ۲۸ د ليويانو کورَنو سندرغاړى د هغه علاقې نه راغونډ شول چرته چې هغوئ اوسېدل. هغوئ د يروشلم ګېرچاپېره علاقې نه او د نطوفه نه ګېرچاپېره د وړو ښارونو نه، ۲۹ او د بيت‌جِلجال، جبعه او عزماوت نه راغلل. ۳۰ اِمامانو او ليويانو د خپلو ځانونو، خلقو، د دروازو او د ښار د دېوال دپاره د پاکوالى رسم ادا کړو. ۳۱ ما د دېوال دپاسه د يهوداه مشران راغونډ کړل او هغوئ مې د دوو لويو ډلو مشران مقرر کړل چې د ښار نه ګېرچاپېره روان شى او د خُدائ پاک شُکر ادا کوى. اوله ډله د دېوال دپاسه ښى طرف ته د ډېران دروازې طرف ته لاړه. ۳۲ هوسعياه د سندرغاړو نه وروستو روان شو، چې د يهوداه نيم مشران ورپسې وُو. ۳۳‏-۳۵ دا اِمامان ورپسې روان شول چې بيګلې يې غږولې: عزرياه، عزرا، مسلام، يهوداه، بنيامين، سمعياه او يرمياه. ورپسې زکرياه زوئ د يونتن، زوئ د سمعياه، زوئ د متنياه، زوئ د ميکاياه، زوئ د زکور، زوئ د آسف راغلۀ. ۳۶ په هغۀ پسې د هغۀ د قبيلې نور کسان وُو: سمعياه، عزراېل، مِللى، جِللى، ماعى، نتنى‌ايل، يهوداه او حنانى. هغوئ ټولو د موسيقۍ هغه شان څيزونه روان کړى وُو کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه غږول. عزرا عالِم د دې جلوس نه وړاندې روان وو. ۳۷ د فوارې د دروازې سره هغوئ په هغه پوړو باندې وختل کومې چې د داؤد ښار ته تلې وې، د داؤد د محل نه تېر شول او د ښار نمرخاتۀ طرف ته د اوبو دروازې سره دېوال ته واپس شول. ۳۸ د هغه کسانو بله ډله کومو چې شکريه ادا کوله د دېوال د سر سره ګس طرف ته لاړل او نيم خلق ما سره ورپسې روان وُو. مونږ د تنور د مينارې نه تېر شُو او پلن دېوال ته لاړُو، ۳۹ او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حنن‌ايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو. ۴۰ هغه دواړه ډلو کومو چې د خُدائ پاک شُکر ادا کولو هغه د خُدائ پاک د کور علاقې ته ورسېدلې. زۀ هم د مشرانو نيمې قبيلې سره وم، ۴۱ زما په ډله کښې دا اِمامان شامل وُو، چې هغوئ بيګلې غږولې: اِلياقيم، معسياه، مينامين، ميکاياه، اليوعينى، زکرياه او حننياه. ۴۲ او په هغوئ پسې معسياه، سمعياه، اِلى‌عزر، عُزى، يهوحنان، مُلکياه، عيلام او ايصر روان وُو. د دې حمد ويوونکو مشرى ازرخياه کوله او په اوچت آواز يې سندرې وئيلې. ۴۳ په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.

د خُدائ پاک د کور انتظام

۴۴ په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو. ۴۵ هغوئ د پاکوالى رسمونه او هغه نور رسمونه ادا کول د کومو چې خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او څوکيدارانو هم خپله ذمه وارى د هغه اصُولو په مطابق سر ته رسوله کوم چې داؤد بادشاه او د هغۀ زوئ سليمان جوړ کړى وُو. ۴۶ ډېر وخت مخکښې د داؤد بادشاه او آسف موسيقار د وخت، موسيقارانو د خُدائ پاک د ثناء صِفت کولو او د شُکر ګزارۍ مشرى کړې وه. ۴۷ د زرُبابل او نحمياه په زمانه کښې به ټولو بنى اِسرائيلو هره ورځ د خُدائ د کور د سندرغاړو او څوکيدارانو ضرورتونه پوره کول. ليويانو ته به هغه برخه ورکولے کېدله کومه چې هغوئ دپاره مقرر وه او ليويانو به د هغې نه اِمامانو له هغه برخه ورکوله کومه چې د هغوئ دپاره مقرر وه.