د نحمیا کتاب

څلورم فصل

د بیا ودانولو سره مخالفت

۱کله چې سنبلط واورېدل چې مونږ یهودیان د دېوال په بیا ودانولو باندې بوخت وو، هغه ډېر په قهر شو او په مونږ باندې یې ملنډې ووهلې. ۲هغه د خپلو ملګرو او د سامریانو د لښکرو په مخکې وویل: «دا بېچاره یهودیان څه کوي؟ ایا دوی نیت لري چې دا ښار بېرته ودان کړي؟ ایا دوی فکر کوي چې د قربانیو په وړاندې کولو سره به وکولای شي چې دا کار په یوه ورځ کې پای ته ورسوي؟ ایا دوی کولای شي چې د دې سوځېدلي ښار د ډېریو څخه د ودانۍ تیږې جوړې کړي؟»

۳طوبیا د هغه په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې ویل: «هغوی څه ډول دېوال جوړوي؟ که چېرې یو ګیدړ هم په هغه باندې وخېژي، نو د هغوی دغه د تیږو دېوال ورانولی شي!» ۴ما دعا وکړه: «ای زمونږ خدایه! واوره چې هغوی څنګه په مونږ باندې ملنډې وهي. دا ملنډې دې په خپله په هغوی باندې ووهل شي. د هغوی هرڅه دې لوټ شي او هغوی دې پردي وطن ته د اسیرانو په توګه یووړل شي. ۵د هغوی بد کارونه مه بخښه او د هغوی ګناهونه مه هېروه، ځکه چې هغوی د معمارانو یعنې زمونږ سپکاوی کوي.»

۶نو مونږ د دېوال بیا ودانولو ته دوام ورکړ او د هغه لوړوالی نیمایي ته ورسېده، ځکه چې خلکو په شوق سره کار کاوه.

۷خو کله چې سنبلط، طوبیا او د عربو، عمون او اشدود خلکو واورېدل چې د اورشلیم د دېوال د بیا جوړولو کار پرمخ روان دی او د دېوال سوري بندیږي، نو هغوی ډېر په قهر شول. ۸نو هغوی ټولو دسیسه جوړه کړه چې راشي او په اورشلیم باندې برید وکړي او ګډوډي جوړه کړي، ۹خو مونږ خپل خدای ته دعا وکړه او د خپل ځان د ساتنې دپاره مو د هغوی په وړاندې شپه او ورځ ساتونکي ځای په ځای کړل.

۱۰د یهودا خلکو دا سندره وویله:

«مونږه ستړي شوي یو په وړلو د بارونو سره

څنګه به یووړل شي دومره ماتې تیږې

څنګه جوړوو به مونږه دا دېوال؟»

۱۱زمونږ دښمنانو به ویل: «مخکې له دې چې یهودیان په دې پوه شي چې څه وشول، مونږ به په غلا ورشو او هغوی به ووژنو، ترڅو د هغوی د کار مخه ونیسو.» ۱۲خو هغه یهودیان چې زمونږ دښمنانو ته نژدې اوسېدل، هغوی به بیا بیا راتلل او مونږ به یې د دښمنانو د هغو نقشو څخه خبرولو چې زمونږ په ضد به یې جوړولې. ۱۳نو ما خلک ولېږل چې د دېوال په هغو ټیټو ځایونو کې چې لا جوړ شوي نه وو، پهره وکړي. هغوی مې د کورنیو په ترتیب ځای په ځای کړل او د خپلو تورو، نېزو او لیندو سره هلته ودرېدل.

۱۴کله چې ماته معلومات وشو، نو زه پاڅېدم او مشرانو، مامورانو او د قوم پاتې خلکو ته مې وویل: «د خپلو دښمنانو څخه مه وېرېږئ. دا یاد ساتئ چې څښتن څومره لوی او هیبتناک دی. نو تاسو د خپلو خپلوانو، اولادونو، ښځو او کورونو په خاطر وجنګېږئ.» ۱۵زمونږ دښمنان پوه شول چې مونږ د هغوی د دسیسې څخه خبر یو او هغوی په دې باندې هم پوه شول چې خدای د هغوی پلانونه شنډ کړي دي. نو مونږ ټول بېرته لاړو چې د دېوال د بیا ودانولو کار وکړو.

۱۶د هماغه وخت څخه وروسته زما نیمو خلکو کار کاوه او نیمو خلکو چې د زغرو کالي یې اغوستي وو او په نېزو، سپرونو او لیندو باندې سمبال وو، پهره کوله. مشرانو د کار کوونکو ملاتړ کاوه. ۱۷هغه څوک چې د دېوال په ودانولو باندې بوخت وو او هغو خلکو چې د ودانۍ مواد به یې وړل، په یو لاس کې به یې وسله نیولې وه او په بل لاس به یې کار کاوه. ۱۸د معمارانو څخه به هر یو خپله توره تر ملا تړلې وه او کار به یې کاوه. هغه سړی چې د خطر سرنی یې واهه، زما په څنګ کې ولاړ ؤ. ۱۹نو ما شریفو خلکو او د هغوی مامورانو او نورو خلکو ته وویل: «زمونږ کار ډېر دی او ساحه يې دومره پراخه ده چې مونږ یو د بل څخه په یو لېرې فاصله کې یو. ۲۰کله چې تاسو د سرني اواز واورېد، زر راشئ او زما په شاوخوا باندې راټول شئ. زمونږ خدای به زمونږ دپاره وجنګیږي.» ۲۱نو هره ورځ به د سباوون څخه د شپې د ستورو د راختلو پورې زمونږ نیمو کسانو په دېوال باندې کار کاوه او نورو نیمو به د خپلو نېزو سره ولاړ او پهره به یې کوله.

۲۲په دې وخت کې ما د کار مسوولانو ته وویل چې دوی دې د خپلو مرستیالانو سره د شپې له خوا په اورشلیم کې پاتې شي، ترڅو هغوی وکولای شي چې د شپې له خوا د ښار ساتنه وکړي او د ورځې له خوا کار وکړي. ۲۳په دې وخت کې ټولو خپل کالي نه ویستل او تل به په وسلو سمبال وو. نه ما، نه زما خپلوانو، نه زما خدمتګارانو او نه زما ساتونکو، حتی هغه وخت چې د اوبو دپاره تلل، وسله به یې په ځمکه نه ایښودله.