۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت نحمياه کِتاب

اوؤم باب

۱ نو دېوال بيا جوړ شو، ټولې دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګولے شوې او څوکيداران، حمد ويونکى او ليويان مقرر کړے شول. ۲ ما دوه سړى د يروشلم په ښار باندې مشران مقرر کړل، هغه زما ورور حنانى او د قلعه مشر آفسر حننياه وُو. حننياه اعتمادى سړے وو او هغه د نورو نه زيات د خُدائ پاک نه يرېدو. ۳ ما هغوئ ته ووئيل، ”ترڅو پورې چې نمر تود شوے نۀ وى نو د يروشلم دروازې به نۀ کولاووئ. په کوم وخت کښې چې څوکيداران په ماښام کښې چهټى کوى نو هغوئ دې دروازې بندوى او اړمونه دې ورته واچوى. ما هغوئ ته دا هم ووئيل چې د يروشلم د اوسېدونکو خلقو نه يو څو څوکيداران مقرر کړئ چې څۀ کسانو ته په کښې خاص ځايونه حواله شى او نور دې د خپلو کورونو نه ګېرچاپېره ګشت کوى.“

د هغه کسانو تفصيل چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول

۴ يروشلم يو لوئ ښار وو، خو ډېر خلق په کښې نۀ اوسېدل او ډېر کورونه په کښې نۀ وُو جوړ شوى. ۵ خُدائ پاک دا خيال زما په زړۀ کښې واچولو چې دا خلق، د هغوئ مشران او آفسران راغونډ کړم او د هغوئ نسب‌نامه وګورم. ما د هغه خلقو حِساب کِتاب پېدا کړو کوم چې اول د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ما ته چې کوم معلومات مِلاو شول هغه دا دى: ۶ ډېر جلاوطن شوى کسان د بابل صُوبې نه لاړل او يروشلم او يهوداه ته راواپس شول، هر يو خپل ښار ته راغلو. د هغوئ خاندان په بابل کښې د جلاوطنۍ په دوران کښې د هغه وخت نه اوسېدې چې نبوکدنضر بادشاه هغوئ هلته قېديان بوتلى وُو. ۷ د هغوئ مشران دا وُو، زرُبابل، يشوَع، نحمياه، عزرياه، رعمياه، نحمانى، مردکى، بِلشان، مِسفرت، بِګوئ، نحُوم او بعنه. ۸‏-۲۵ دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د کسانو د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د پرعوس اولاد دوه زره يو سل او دوه اويا، د سفطياه اولاد درې سوه او دوه اويا، د ارخ اولاد شپږ سوه او دوه پنځوس، د پخت موآب اولاد چې هغوئ د يشوَع او يوآب اولاد وو، په شمېر کښې دوه زره اتۀ سوه او اتلس وُو، د عيلام اولاد يو زر دوه سوه څلور پنځوس، د زتُو اولاد اتۀ سوه او پينځۀ څلوېښت، د زکى اولاد اووۀ سوه او شپېتۀ، د بِنوئى اولاد شپږ سوه او اتۀ څلوېښت، د ببى اولاد شپږ سوه او اتۀويشت، د عزجاد اولاد دوه زره درې سوه او دوويشت، د ادونِقام اولاد شپږ سوه او اووۀ شپېتۀ، د بِګوئ اولاد دوه زره او اووۀ شپېتۀ، د عدين اولاد شپږ سوه او پينځۀ پنځوس، د اطير اولاد چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو، دوه کم سل کسان، د حاشوم اولاد درې سوه او اتۀويشت، د بِضى اولاد درې سوه او څليريشت، د خاريف اولاد يو سل او دولس، د جبعون اولاد پينځۀ کم سل. ۲۶‏-۳۸ د کومو خلقو پلار نيکۀ چې په دې ښارونو کښې اوسېدل هغوئ هم راواپس شول: بيت‌لحم او نطوفه، يو سل او اتۀ اتيا کسان، عنتوت، يو سل او اتۀويشت کسان، بيت‌عزماوت، دوه څلوېښت کسان، قِريَت‌يعريم، کفيره او بيروت، اووۀ سوه او درې څلوېښت کسان، راما او جبعه، شپږ سوه او يوويشت کسان، مِکماس، يو سل او دوويشت کسان، بيت‌ايل او عى، يو سل او درويشت کسان، د بل نبو دوه پنځوس کسان، د بل عيلام يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، حارِم، درې سوه او شل کسان، يريحو، درې سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، لد، حاديد او اونو، اووۀ سوه او يوويشت کسان، سناآه، درې زره نهۀ سوه او دېرش کسان. ۳۹‏-۴۲ دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع اولاد يدعياه، نهۀ سوه او درې اويا، اِمير، يو زر او دوه پنځوس، فشحور، يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت، حارِم، يو زر او اوولس. ۴۳‏-۴۵ د ليويانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوې: د هوداوه اولاد يشوَع او قدمى‌اېل، څلور اويا، د آسف اولاد د خُدائ پاک د کور موسيقاران يو سل او اتۀ څلوېښت، د خُدائ پاک د کور څوکيداران چې د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى اولاد وو هغوئ يو سل او اتۀ دېرش وُو. ۴۶‏-۵۶ د خُدائ پاک د کور د خِدمتګارانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: ضيحا، حسوفا، طبعوت، قروس، سيعا، فدون، لبانه، حجابه، شملى، حنان، جِديل، جحر، رياياه، رضين، نقودا، جزام، عُزا، فاسح، بسئ، معُونيم، نفوسيم، بقبوق، حقوفا، حرحُور، بضلوت، محيدا، حرشاه، برقوس، سِسيرا، تامح، نضياح او خطيفا. ۵۷‏-۵۹ د سليمان د نوکرانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: سوطى، سوفرت، فريدا، يعله، درقون، جِديل، سفطياه، حِطيل، فوکرت‌هضبائم او امون. ۶۰ د خُدائ پاک د کور د خِدمتګارانو اولاد او د سليمان د هغه نوکرانو شمېر اتۀ کم څلور سوه وو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول. ۶۱‏-۶۲ د دلاياه، طوبياه او نقودا د ډلو کسان شپږ سوه او دوه څلوېښت وُو کوم چې د تل ملح، تل حرشا، کروب، عدون او اِمير ښارونو نه راواپس شول، خو هغوئ دا نۀ شول ثابتولے چې هغوئ د بنى اِسرائيلو اولاد دے. ۶۳‏-۶۴ د اِمامانو دې ډلو داسې هيڅ شجره نسب پېدا نۀ کړو چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ ثبوت پېش کړى: حباياه، هقوض، برزلى. (د اِمامانو د قبيلې برزلى پلار نيکۀ په جِلعاد کښې د برزلى د قبيلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر د قبيلې نوم يې وړے وو.) هغوئ دا نۀ شوه ثابتولے چې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو په دې وجه هغوئ اِمامان نۀ شول منلے کېدے. ۶۵ يهودى حکمران هغوئ ته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغې پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې اِمام اُوريم او تميم نۀ وى استعمال کړے. ۶۶‏-۶۹ کوم کسان چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول هغوئ ټول په شمېر کښې دوه څلوېښت زره درې سوه او شپېتۀ کسان وُو. د هغوئ ښځې او نران نوکران په شمېر کښې اووۀ زره درې سوه او اووۀ دېرش وُو، ښځې او نران موسيقاران دوه سوه او پينځۀ څلوېښت، آسونه اووۀ سوه او شپږ دېرش، قچر دوه سوه او پينځۀ څلوېښت، اوښان څلور سوه او پينځۀ دېرش، خرونه شپږ زره اووۀ سوه او شل. ۷۰‏-۷۲ ډېرو خلقو په هغه چنده ورکولو کښې مدد کولو چې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو باندې خرچ شوې وه: حکمران اتۀ کلو سرۀ زر ورکړل، پنځوس جامونه چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى، د اِمامانو دپاره پينځۀ سوه او دېرش چُوغې، د قبيلو مشرانو يو سل او درې پنځوس کلو سرۀ زر ورکړل، يو زر او څلور سوه او اتۀ پنځوس کلو سپين زر، باقى نورو خلقو يو سل او درې پنځوس کلو سرۀ زر ورکړل، يو زر او درې سوه پينځويشت کلو سپين زر، د اِمامانو دپاره اووۀ شپېتۀ چُوغې، ۷۳ اِمامان، ليويان، څوکيداران، سندرغاړى، او څۀ عام خلق، د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران، او ټول بنى اِسرائيليان په وړو ښارونو او د يهوداه په ښارونو کښې دېره شول.