چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د شمېر کتاب
لسم فصل
د سپینو زرو سرني
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د ټکول شویو سپینو زرو څخه دوه سرني جوړ کړه. د هغو څخه به د خلکو د راټولولو او د کمپ د لېرې کولو دپاره کار اخیستل کیږي. ۳ کله چې دواړه سرني ووهل شي، ټول قوم دې د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې تا ته راټول شي. ۴ که چېرې یو سرنی ووهل شي، یوازې د قبیلو مشران دې درته راټول شي. ۵ کله چې سرني ووهل شي، کومې قبیلې چې په ختیځ کې کمپ لري، هغوی به حرکت کوي. ۶ کله چې هغه د دوهم ځل دپاره ووهل شي، کومې قبیلې چې په جنوب کې دي، هغوی به حرکت کوي. نو هغه دې ووهل شي، د دې دپاره چې کمپ ته حرکت ورکړای شي. ۷ خو د دې دپاره چې ټول خلک راټول شي، هغه دې په دوامداره توګه ووهل شي. ۸ د هارون زامن چې کاهنان دي، سرني دې ووهي. دا قانون باید د تل دپاره ستاسو او ستاسو د راتلونکو نسلونو له خوا مراعت شي. ۹ کله چې تاسو په خپله خاوره کې جنګېږئ او د هغو دښمنانو په وړاندې چې په تاسو باندې یې حمله کړې ده د خپلو ځانونو څخه دفاع کوئ، نو په دې سرنیو باندې د جګړې دپاره اشاره ورکړئ. زه یعنې ستاسو څښتن خدای به تاسو سره مرسته وکړم او د خپلو دښمنانو څخه به مو وژغورم. ۱۰ همدارنګه د خپلې خوشحالۍ په وختونو کې، ستاسو د نوې میاشتې په اخترونو او په نورو اخترونو کې کله چې تاسو سوځېدونکې قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کوئ، باید سرني ووهئ. بیا به زه درسره مرسته وکړم. زه ستاسو څښتن خدای یم.»
د سینا څخه د اسراییلیانو تګ
۱۱ د دوهم کال د دوهمې میاشتې په شلمه ورځ یعنې وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه راووتل، هغه ورېځ چې په سپېڅلې خېمې باندې ولاړه وه، پورته شوه. ۱۲ نو اسراییلیان د سینا د دښتې څخه روان شول او د یو ځای څخه یې بل ځای ته سفر کاوه، ترڅو چې ورېځ د فاران په دښته کې ودرېدله. ۱۳ دا اول ځل ؤ چې څښتن موسی ته وویل چې د اسراییلو قوم ته امر وکړي چې حرکت وکړي. ۱۴ د يهودا کمپ د خپل بيرغ لاندې اول حرکت وکړ او د عميناداب زوی نحشون يې مشري کوله. ۱۵ نتناییل د صوغر زوی د یساکار د قبیلې مشر ؤ ۱۶ او الیاب د حیلون زوی د زبولون د قبیلې مشر ؤ.
۱۷ بیا سپېڅلې خېمه راټوله کړای شوه او جرشونیانو او مراریانو چې هغه یې وړله، حرکت وکړ. ۱۸ له هغې وروسته د روبین کمپ تر خپل بیرغ لاندې چې د شدییور زوی الیصور د هغه مشري کوله، حرکت وکړ. ۱۹ شلوميییل د صوریشدای زوی د شمعون د قبیلې مشر ؤ ۲۰ او الیاساف د دعویل زوی د جاد د قبیلې مشر ؤ.
۲۱ د هغوی پسې قهاتیانو چې د لاویانو د طایفو څخه وو، حرکت وکړ او سپېڅلي شیان یې وړل. کله چې هغوی بل کمپ ته ورسېدل، خېمه ودرول شوې وه. ۲۲ ورپسې د افرایم کمپ تر خپل بیرغ لاندې، د عمیهود د زوی الیشمع په مشرۍ حرکت وکړ. ۲۳ جمليییل د فدهصور زوی د منسي د قبیلې مشر ؤ ۲۴ او ابیدان د جدعوني زوی د بنیامین د قبیلې مشر ؤ.
۲۵ په اخر کې، د دان کمپ د خپل بیرغ لاندې د ټولو کمپونو د ساتونکي په توګه د شا له خوا حرکت وکړ او د عمیشدای زوی اخیعزر یې مشري کوله. ۲۶ فجعییل د عکران زوی د اشیر د قبیلې مشر ؤ ۲۷ او اخیرع د عینان زوی د نفتالي د قبیلې مشر ؤ. ۲۸ په دې ډول هرځل چې هغوی خپل کمپ د یو ځای څخه بل ځای ته وړلو، نو د اسراییلو خلکو به حرکت کاوه.
۲۹ موسی خپل د ښځې ورور حوباب ته چې د مدیاني یترون زوی ؤ، وویل: «مونږ هغه ځای ته روان یو چې څښتن ویلي دي چې هغه مونږ ته راکوي. هغه زمونږ سره دا وعده کړې ده چې اسراییلیان به نېکمرغه کړي. نو زمونږ سره راشه او مونږ به دا نېکمرغي تاسو سره شریکه کړو.» ۳۰ حوباب په ځواب کې وویل: «نه، زه نه ځم، زه بېرته خپل وطن او خپلو خلکو ته ځم.» ۳۱ موسی ورته وویل: «مهرباني وکړه زمونږ سره لاړ شه! ته به زمونږ لارښوونکی اوسې، ځکه چې په دښته کې د خېمو د ودرولو ځایونه پېژنې. ۳۲ که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، مونږ به درته د هغو ښو شیانو برخه درکړو چې څښتن یې مونږ ته راکوي.»
د خلکو د سفر پیل
۳۳ نو د اسراییلو قوم د سینا یعنې د سپېڅلي غره څخه روان شو او هغوی درې ورځې سفر وکړ. د څښتن د لوظ صندوق تل د هغوی په مخکې روان ؤ، ترڅو د هغوی دپاره ځای پیدا کړي چې خېمې په کې ودروي. ۳۴ څنګه به چې هغوی د هر کمپ څخه حرکت کاوه، د څښتن ورېځ به د ورځې له خوا د هغوی په سر باندې ولاړه وه.
۳۵ هرکله به چې د لوظ صندوق روان شو، نو موسی به ویل: «ای څښتنه، خپل دښمنان دې خواره واره کړه او هغوی چې ستا څخه کرکه کوي په تېښته مجبور کړه!» ۳۶ او چې کله به د لوظ صندوق ودرېده، موسی به داسې دعا کوله: «ای څښتنه، د اسراییلو د زرګونو، زرګونو خلکو سره نژدې اوسه.»