چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د اسراییلو قوم ته دا مقررات ورکړه چې هغوی یې په هغې خاوره کې چې زه یې ورته ورکوم مراعت کړي. ۳ تاسو کولای شئ چې د رمې یا پادې څخه یو حیوان د سوځېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د خپلې خوښې نذرانې یا ستاسو د مذهبي اخترونو د نذرانو په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. د دغو نذرانو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۴-۵ هرڅوک چې یو وری یا سېرلی د سوځېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کوي، هغه دې د هر حیوان سره یو کیلو ګرام داسې ښه اوړه چې یو لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه او یو لیتر شراب هم د څښلو د نذرانې په توګه راوړي. ۶ کله چې یو پسه وړاندې کیږي، دوه کیلو ګرامه داسې اوړه چې یونیم لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه دې وړاندې شي. ۷ یونیم لیتر شراب دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دغو قربانیو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۸ کله چې یو غویی څښتن ته د سوځېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کیږي، ۹ د غلې دانې نذرانه دې د درې کیلو ګرامو داسې اوړو سره وړاندې شي چې دوه لیتره د زیتونو تېل ورسره ګډ وي. ۱۰ دوه لیتره شراب دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
۱۱-۱۳ که چېرې څوک اصلي اسراییلی وي، نو هر وخت چې غویی، پسه، مېږه یا وزه په اور باندې د تیارې شوې نذرانې په توګه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کوي، نو په دې اصولو باندې باید عمل وکړي. ۱۴ همدارنګه هغه پردي خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، که هغوی د موقت وخت دپاره وي یا تلپاتې وي هم باید د دغو مقرراتو څخه پیروي وکړي. ۱۵-۱۶ همدا اصول د تل دپاره په تاسو او هغو پردیو خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، عملي کیږي. د څښتن په نظر کې تاسو او هغوی یوشان یئ.
۱۷-۱۹ کله چې تاسو په هغه ځمکه کې چې زه یې درکوم خواړه خورئ، دا خبره په یاد ساتئ چې د هغو څخه لږ څښتن ته د ځانګړې نذرانې په توګه بېل کړئ. ۲۰ کله چې تاسو ډوډۍ پخوئ، نو د لومړنۍ پېړې ډوډۍ چې د نوې غلې دانې څخه پخیږي هغه دې څښتن ته د ځانګړې نذرانې په توګه وړاندې شي. دا دې په هماغه ډول وړاندې شي لکه څنګه چې د غوبل شویو غلو دانو څخه تیاره شوې ځانګړې نذرانه وړاندې کیږي. ۲۱ دا ځانګړی سوغات دې د تل دپاره د هغې ډوډۍ څخه څښتن ته ورکول کیږي چې تاسو یې پخوئ.
۲۲ خو فرض کړئ که چېرې یو څوک په سهوې سره د دغو مقرراتو څخه د ځینو په عملي کولو کې چې څښتن موسی ته ورکړي دي، بې پروایي وکړي ۲۳ او فرض کړئ چې په راتلونکې کې د هغو ټولو شیانو په سرته رسولو کې چې څښتن د موسی په وسیله د هغو حکم کړی دی قوم بې پروایي وکړي. ۲۴ که چېرې دا کار په سهوې او په بې خبرۍ سره د قوم له خوا وشي، نو باید ټول قوم یو غویی د سوځېدونکې نذرانې دپاره چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کړي. دا نذرانه دې د پورته یادې شوې غلې دانې د نذرانې او څښلو د نذرانې سره یوځای او د یو سېرلي سره چې د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کیږي، وړاندې شي. ۲۵ کاهن به د اسراییلو د ټول قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي، ځکه چې دا کار په قصدي توګه نه ؤ شوی او هغوی څښتن ته د خپلې غلطۍ دپاره یوه داسې نذرانه چې په اور باندې تیاریږي او د ګناه یوه نذرانه راوړله. ۲۶ د اسراییلو ټول قوم او هغه پردي خلک به چې د هغوی په منځ کې اوسیږي وبخښل شي، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کې شامل وو.
۲۷ خو که چېرې ستاسو څخه یو تن په سهوې سره ګناه وکړي، نو باید یوه یو کلنه وزه د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي. ۲۸ کاهن دې د څښتن په حضور کې د هغه چا دپاره چې په سهوې سره یې ګناه کړې ده کفاره ادا کړي، نو هغه به وبخښل شي. ۲۹ همدا قانون به په هغو ټولو خلکو باندې عملي کیږي چې په سهوې سره یې ګناه کړې وي، که هغوی اصلي اسراییلیان وي یا پردي اوسېدونکي وي.
۳۰ خو که چېرې ستاسو څخه څوک په قصدي توګه ګناه وکړي، که هغه اصلي اوسېدونکی وي یا پردی وي، هغه څښتن ته په سپکاوي کولو سره ګناهکار دی او باید ووژل شي. ۳۱ ځکه څه چې څښتن ویلي دي، هغه نه دي منلي او په قصدي توګه یې د هغه یو حکم مات کړی دی. نو خون به یې په خپله غاړه وي.»
۳۲ یوځل کله چې اسراییلیانو په دښته کې سفر کاوه، د سبت په ورځ یو سړی د لرګیو په راټولولو ونیول شو. ۳۳ هغه موسی، هارون او ټول قوم ته وروستل شو ۳۴ او هغه یې تر څارنې لاندې وساته، ځکه دا معلومه نه وه چې د هغه سره به څه کیږي. ۳۵ بیا څښتن موسی ته وویل: «هغه سړی باید ووژل شي، ټول قوم دې هغه د کمپ څخه دباندې سنګسار کړي چې مړ شي!» ۳۶ نو لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، ټول قوم هغه د کمپ څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ.
۳۷ څښتن موسی ته وویل: ۳۸ «د اسراییلو قوم ته ووایه چې د خپلو کالیو په څنډو پورې زونډي وګنډئ او په هر زونډي پورې یو یو ابي تار وتړئ. دا کار باید د تل دپاره وکړئ. ۳۹-۴۰ دا زونډي به تاسو ته دا خبره در په یاده کړي چې تاسو باید زما د قوانینو او زده کړو څخه پیروي وکړئ. کله چې تاسو داسې وکړئ، نو ماته به وقف کړای شئ او د خپلو د ګناه څخه ډکو غوښتنو پسې به نه ګرځئ. ۴۱ زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې د مصر څخه راوویستلئ چې ستاسو خدای اوسم.»