چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل، ۲ ”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردمشمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ ۳ چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى. ۴ د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“ ۵-۱۶ دا هغه سړى دى چې د خپلو قبيلو مشران دى، کوم چې ستاسو د ملګرتيا دپاره د قوم نه خوښ کړے شوى دى يعنې د روبين د قبيلې نه اليصور د شدِيُور زوئ، د شمعون د قبيلې نه سلومىاېل د صورىشدى زوئ، د يهوداه د قبيلې نه نحشون د عمىنداب زوئ، د يساکار د قبيلې نه نتنىايل د ضُعر زوئ، د زبولون د قبيلې نه اِلياب د حيلون زوئ، د اِفرائيم د قبيلې نه اليسمع د عميهود زوئ، د منسى د قبيلې نه ګملىاېل د فداهصور زوئ، د بنيامين د قبيلې نه ابِدان د جدعونى زوئ، د دان د قبيلې نه اخيعزر د عمىشدى زوئ، د آشر د قبيلې نه فجعىاېل د عکران زوئ، د جاد د قبيلې نه اِلياسف د دعواېل زوئ، د نفتالى قبيلې نه اخيرع د عينان زوئ. ۱۷ د دې دولسو سړو په مدد سره موسىٰ او هارون، ۱۸ د دوېمې مياشتې په اوله ورځ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او د ټولو خلقو نومونه يې د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکل. د هغه ټولو سړو نومونه وليکلے شول او وشمېرلے شول چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو، ۱۹ هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل. ۲۰-۴۶ هغه ټول سړى چې عُمر يې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وو او چې جنګ يې کولے شو نو د هغوئ نومونه د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکلے شول، شروع د روبين د قبيلې نه وشوه، چې د يعقوب مشر زوئ وو. ټول شمېر دا دے. د روبين اولاد شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د شمعون اولاد يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان وُو، د جاد اولاد پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه او پنځوس کسان وُو، د يهوداه اولاد څلور اويا زره او شپږ سوه کسان وُو، د يساکار اولاد څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د زبولون اولاد اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د اِفرائيم اولاد څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د منسى اولاد دوه دېرش زره او دوه سوه کسان وُو، د بنيامين اولاد پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان وُو، د دان اولاد دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان وُو، د آشر اولاد يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د نفتالى اولاد درې پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو. دا ټول په شمېر کښې شپږ لاکه درې زره او پينځۀ سوه پنځوس کسان وُو. ۴۷ د ليويانو نومونه د نورو قبيلو سره نۀ وُو ليکلے شوى، ۴۸ ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې، ۴۹ ”کله چې تۀ د هغه سړو مردمشمارى کوې چې جنګ کولے شى، نو د ليوى قبيله په کښې مۀ شاملوه. ۵۰ خو ليويان زما د حضور مقدسې خېمې او د دې د ټول سامان مشران مقرر کړه. هغوئ به خېمه او د دې سامان وړى، خِدمت به کوى او د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى. ۵۱ هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى. ۵۲ او نور اِسرائيليان به قبيله په قبيله خېمې ودروى، هر يو سړے به د خپلې قبيلې سره وى او د خپلې جنډې لاندې به وى. ۵۳ خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“ ۵۴ نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.