چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د شمېر کتاب
اته ویشتم فصل
ورځنۍ نذرانې
(هجرت ۲۹:۳۸-۴۶)
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «دا حکم د اسراییلو قوم ته ورسوه او هغوی ته ووایه: ‹ما ته به په ټاکلي وخت کې د نذرانو په خاطر هغه خواړه وړاندې کوئ چې په اور باندې تیاریږي. د داسې نذرانې بوی په ما باندې ښه لګیږي.› ۳ دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې تیاریږي او باید څښتن ته د ورځنۍ سوځېدونکې قربانۍ دپاره وړاندې شي: دوه یو کلن وري چې هېڅ عیب په کې نه وي. ۴ یو وری به په سهار کې قرباني کیږي او بل په ماښام کې. ۵ هر وری باید د یو کیلوګرام ښو اوړو سره چې یو لیتر د زیتونو سوچه تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. ۶ دا هغه ورځنۍ سوځېدونکې قربانۍ ده چې د اول ځل دپاره د سینا د غره په څنګ کې څښتن ته وړاندې شوې وه چې بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي. ۷ په اخر کې د دغو دوو نذرانو سره یو یو لیتر شراب د څښلو د نذرانې په توګه باید څښتن ته د قربانۍ په ځای باندې توی شي. ۸ دوهم وری په ماښام کې د غلې دانې او څښلو د هماغه شان نذرانې سره تیار کړئ چې تاسو یې په سهار کې تیاروئ. دا یوه داسې نذرانه ده چې په اور باندې تیاریږي او یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
د سبت د ورځې نذرانې
۹-۱۰ د هر سبت په ورځ باید تاسو برسېره پر عادي ورځنیو سوځېدونکو قربانیو دوه یو کلن وري وړاندې کړئ. په دغو وریو کې باید هېڅ عیب نه وي. هغه باید د څښلو د نذرانې او د دوو کیلوګرامه ښو اوړو سره چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یعنې د غلې دانې د نذرانې سره یوځای وړاندې شي.
د هرې میاشتې د لومړۍ ورځې نذرانې
۱۱ د هرې میاشتې په لومړۍ ورځ دوه خوسیان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هېڅ عیب نه وي، څښتن ته د سوځېدونکې قربانۍ دپاره وړاندې کړئ. ۱۲ درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي باید د هر غویي سره د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي ۱۳ او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. دا د سوځېدونکې قربانۍ دپاره دي، دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
۱۴-۱۵ د هر غویي سره دوه لیتره، د پسه سره یونیم لیتر او د هر وري سره یو لیتر شراب د څښلو د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. په اخر کې باید یو سېرلی د ګناه د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. دا هغه سوځېدونکې قربانۍ دي چې برسېره پر ورځنیو عادي نذرانو باید د هرې میاشتې په لومړۍ ورځ وړاندې شي.
د فطیرې ډوډۍ د اختر نذرانې
(لاویان ۲۳:۵-۱۴)
۱۶ د هر کال د اولې میاشتې په څوارلسمه ورځ څښتن ته د درناوي په خاطر د فسحې اختر لمانځئ. ۱۷ په پنځلسمه ورځ به د فطیرې ډوډۍ اختر وي چې یوه هفته به دوام ومومي. په دې دوران کې باید فطیره ډوډۍ وخوړل شي. ۱۸ د دې اختر په لومړۍ ورځ باید تاسو د عبادت دپاره سره راټول شئ او په دې ورځ باید هېڅ ورځنی کار ونه کړئ. ۱۹ څښتن ته د سوځېدونکې قربانۍ په توګه دوه غویان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هېڅ عیب نه وي وړاندې کړئ. ۲۰ د هر غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي ۲۱ او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. ۲۲ همدارنګه یو سېرلی د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ. ۲۳ دا دې د عادي سهارنۍ سوځېدونکې قربانۍ څخه علاوه وړاندې شي. ۲۴ په دې ډول د اوو ورځو دپاره هره ورځ د عادي سوځېدونکې قربانۍ او د هغې د څښلو د نذرانې څخه برسېره د هغې نذرانې دپاره خواړه تیار کړئ چې په اور باندې تیاریږي. د هغې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۲۵ په اوومه ورځ د عبادت دپاره سره راټول شئ او هېڅ ورځنی کار مه کوئ.
هغه نذرانې چې د لو کولو د اختر په دوران کې وړاندې کیږي
(لاویان ۲۳:۱۵-۲۲)
۲۶ د لو کولو د اختر په لومړۍ ورځ کله چې تاسو څښتن ته د نوې غلې دانې نذرانه وړاندې کوئ، باید د عبادت دپاره سره راټول شئ او هېڅ ورځنی کار مه کوئ. ۲۷ د دوه غویانو، یو پسه او اووه یو کلن وریو سوځېدونکې قرباني چې ټول باید بېعیبه وي وړاندې کړئ. د هغې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۲۸ د هر غویي سره دې درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د هر پسه سره دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي ۲۹ او یو کیلوګرام د هر وري سره. ۳۰ همدارنګه یو سېرلی د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ. ۳۱ دغه نذرانې او د څښلو نذرانه دې برسېره پر ورځنۍ سوځېدونکې قربانۍ او د غلې دانې نذرانې وړاندې شي. ګورئ چې په هغو ټولو حیواناتو کې باید هېڅ عیب نه وي.