۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کتاب

دریم فصل

د حضرت هارون زامن

۱ دا د حضرت موسیٰ او حضرت هارون د کورنۍ د هغه وخت قصه ده کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په غره کې خبرې وکړې. ۲ حضرت هارون څلور زامن درلودل: ناداب چې مشر ؤ، ابیهو، العازار او ایتامار. ۳ هغوی مسح کړای شول او د کاهنانو په توګه وټاکل شول. ۴ مګر ناداب او ابیهو د څښتن په حضور کې په داسې وخت کې مړه شول کله چې هغوی د سینا په دښته کې څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه. هغوی اولادونه نه درلودل، نو العازار او ایتامار د حضرت هارون د ژوندانه په دوران کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړ.

د لاویانو وظیفې

۵ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۶ <د لاویانو قبیله راوله او د هارون کاهن د خدمتګارانو په توګه یې وټاکه. ۷ دوی به په مقدسه خېمه کې کار کوي او د هارون او ټول قوم دپاره به وظیفې سرته رسوي. ۸ هغوی به د مقدسې خېمې د ټول سامان مسئولیت په غاړه واخلي او د نورو اسراییلیانو دپاره به وظیفې اجرا کوي. ۹ د لاویانو مسئولیت دا دی چې د هارون او د هغه د زامنو خدمت وکړي. ۱۰ هارون او د هغه زامن د کاهنانو په توګه د خدمت دپاره وټاکه. که بل هرڅوک مقدس ځای ته ورنژدې شي باید ووژل شي.>

۱۱ بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۲‏-۱۳ <اوس دې لاویان زما شي. کله چې ما د مصریانو ټول مشران زامن او اولني زېږېدلي حیوانات ووژل، دا پرېکړه مې وکړه چې په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشران زامن او د هغوی د رمو او پادو څخه هر اولنی زېږېدلی نر حیوان به زما وي. مګر اوس ما د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان انتخاب کړي دي. زه څښتن یم.>

د لاویانو سرشمېرنه

۱۴ څښتن حضرت موسیٰ ته د سینا په دښته کې وفرمایل: ۱۵ <لاویان کورنۍ په کورنۍ او طایفه په طایفه وشمېره. هر نارینه چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره.> ۱۶ نو څنګه چې څښتن ورباندې امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ هغوی وشمېرل.

۱۷‏-۲۰ د لاوي درې زامن وو: جرشون، قهات او مراري. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. د جرشون دوه زامن وو: لبني او شمعي. د قهات څلور زامن وو: عمرام، یصهار، حبرون او عزیئیل. د مراري دوه زامن وو: محلي او موشي. هغوی د هغو کورنیو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.

۲۱ لبنیان او شمعیان د جرشونیانو طایفې وې. ۲۲ د هغو نارینه جرشونیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول، ۷۵۰۰ تنه وو. ۲۳ دغو طایفو د مقدسې خېمې شاته یعنې لوېدیځ خواته خېمې ودرولې. ۲۴ د جرشونیانو د کورنیو مشر د لایل زوی الیاساف ؤ. ۲۵ په مقدسه خېمه کې جرشونیان د دغو شیانو د ساتنې مسوولان وو: د خېمې، د هغې د پوښونو، د خېمې د دروازې د پردې، ۲۶ د حویلۍ د پردو، د هغې حویلۍ د دروازې د پردې چې د مقدسې خېمې او قربانۍ د ځای ګردچاپېره ده او د هغو د رسۍ ګانو. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.

۲۷ عمرامیان، یصهاریان، حبرونیان او عزیئیلیان د قهاتیانو طایفې وې. ۲۸ د هغو نارینه قهاتیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ ۸۶۰۰ تنه وو. قهاتیانو د مقدس ځای د ساتنې مسئولیت په غاړه درلود. ۲۹ دغو طایفو د مقدسې خېمې جنوب خواته خېمې ودرولې. ۳۰ د قهاتیانو د طایفو د کورنیو مشر د عزیئیل زوی الیصافان ؤ. ۳۱ د دغو شیانو مسئولیت د هغوی په غاړه ؤ: د لوظ صندوق، مېز، څراغدان، د قربانۍ د ځایونو، هغه لوښي چې کاهنانو په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیست او د ډېر مقدس ځای د دروازې پرده. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود.

۳۲ د لاویانو د مشرانو رئیس د حضرت هارون کاهن زوی العازار ؤ. هغه په هغو خلکو باندې مقرر شوی ؤ چې د مقدس ځای د ساتنې مسوولان وو.

۳۳ محلیان او موشیان د مراریانو طایفې وې. ۳۴ د هغو نارینه مراریانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول ۶۲۰۰ تنه وو. ۳۵ د مراریانو د طایفو د کورنیو مشر د ابیحایل زوی صوریئیل ؤ. هغوی د مقدسې خېمې شمال خواته خېمې ودرولې. ۳۶ مراریان د دې دپاره ټاکل شوي وو چې د مقدسې خېمې په چوکاټونو، د هغې په اړمونو، ستنو، پایو او د هغې د ټول سامان ساتنه وکړي. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسئولیت په غاړه درلود. ۳۷ همدارنګه هغوی د ستنو، پایو، مېخونو او د هغو رسۍ ګانو مسئولیت په غاړه درلود چې د شاوخوا حویلۍ دپاره وې.

۳۸ حضرت موسیٰ او حضرت هارون او د حضرت هارون زامنو د مقدسې خېمې لمرخاته خواته یعنې د مقدسې خېمې په مخ کې خېمې ودرولې. هغوی د هغو کارونو د سرته رسولو مسئولیت په غاړه درلود چې د اسراییلو د قوم دپاره په مقدس ځای کې ترسره کېدل. بل هرڅوک به چې مقدس ځای ته ورنژدې کېده، هغه به وژل کېده. ۳۹ د هغو ټولو نارینه لاویانو شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن په امر طایفه په طایفه وشمېرل، ټول ۲۲۰۰۰ تنه وو.

لاویان د مشرانو زامنو په ځای منل کیږي

۴۰ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ټول مشران زامن چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره او د هغوی د نومونو یو لست تیار کړه. ۴۱ د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای زما دپاره لاویان واخله او د هغوی د ټولو اولنیو زېږېدلو حیواناتو په ځای زما دپاره د لاویانو حیوانات واخله. زه څښتن یم.> ۴۲ نو څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د اسراییلو ټول مشران زامن وشمېرل. ۴۳ د نارینه مشرانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او د هر یو نوم په لست کې لیکل شوی ؤ ۲۲۲۷۳ تنه وو.

۴۴ بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۴۵ <اوس د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان وقف کړه او د لاویانو حیوانات د هغوی د حیواناتو په ځای وقف کړه. لاویان دې زما شي. زه څښتن یم. ۴۶ په دې خاطر چې د اسراییلو مشران زامن د لاویانو په پرتله ۲۷۳ تنه زیات دي، نو ته باید اضافي زامن بېرته په بیه واخلې. ۴۷ د هر نفر دپاره د مقدس ځای د مثقال په مطابق پنځه پنځه مثقاله سپین زر راټول کړه ۴۸ او هغه هارون او د هغه زامنو ته ورکړه.>

۴۹ حضرت موسیٰ د ۲۷۳ اضافي مشرانو زامنو څخه سپین زر راټول کړل ۵۰ چې د هغو وزن د مقدس ځای د مثقال په مطابق ۱۳۶۵ مثقاله ؤ. ۵۱ هغه یې د څښتن د حکم سره سم حضرت هارون او د هغه زامنو ته ورکړل.