۰:۰۰ / ۰:۰۰

فیلیمون ته د پولوس رسول لیک

سلامونه

۱ دا لیک د پولوس له خوا چې د عیسی مسیح په خاطر زنداني دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا خپل ګران او د خدمت ملګري فیلیمون ته ۲ او خپلې خور اپفیې او ارخیپوس ته چې لکه د یو عسکر په شان زما همکار دی او ستاسو د کور کلیسا ته. ۳ زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

د فیلیمون مینه او ایمان

۴ ای فیلیمونه، کله چې زه تا په خپلو دعاګانو کې یادوم، نو تل د خپل خدای شکر کوم ۵ ځکه چې زه ستا د مینې نه چې د خدای د ټولو خلکو سره یې لرې او په څښتن عیسی باندې د ایمان نه خبر یم. ۶ زما دعا دا ده چې ته خپل د ایمان شراکت داسې ښکاره کړې چې د دې سبب شي، ترڅو زمونږ پوهه د هغو برکتونو په اړه چې په مسیح کې یې لرو، زیاته شي. ۷ ای زما وروره، ما ته ستا د مینې له امله ډېره خوشحالي او تسلي پیدا شوې ده، ځکه چې ستا له امله د خدای د خلکو زړونه قوي او تازه شوي دي.

د فیلیمون نه د اونیسیموس په خاطر د پولوس غوښتنه

۸ سره له دې چې زه په مسیح کې دا زړورتیا او جرات لرم چې تا ته حکم وکړم چې هغه کار وکړه چې مناسب وي، ۹ خو زه د هغې مینې له امله چې تا سره یې لرم او زه پولوس د یو سپین‌ږیري سړي په توګه چې اوس د عیسی مسیح په خاطر زنداني یم، ستا نه د یو څه غوښتنه کوم. ۱۰ زه د خپل زوی اونیسیموس له خوا چې د خپل بندیتوب په وخت کې د هغه روحاني پلار شوم، ستا نه غوښتنه کوم. ۱۱ هغه یو وخت ستا دپاره ګټور نه ؤ، خو اوس هم ستا او هم زما دپاره ګټور دی.

۱۲ زه هغه تا ته بېرته درلېږم چې زما د زړه سر دی. ۱۳ ما غوښتل چې هغه د خپل ځان سره وساتم، ترڅو تر هغه وخته پورې چې زه د زېري په خاطر په زندان کې یم، هغه ستا په ځای زما خدمت وکړي. ۱۴ خو ما ونه غوښتل چې ستا له غوښتنې نه پرته کوم کار وکړم، ترڅو ستا نېکي د مجبوریت له مخې نه، بلکې ستا په رضا سره وي.

۱۵ کېدای شي هغه د دې دپاره ستا نه د لږ وخت دپاره بېل شو چې هغه د تل دپاره ستا سره وي. ۱۶ خو هغه اوس نور د یو غلام په شان نه، بلکې د غلام نه ډېر لوړ دی، لکه د یو ګران ورور په شان. هغه چې دومره ما ته ګران دی، نو څومره به تا ته هم د غلام او هم په څښتن کې د یو ورور په توګه ګران وي.

۱۷ نو که چېرې ته ما خپل شریک ګڼې، لکه څنګه چې ما منې، هغه هم ومنه. ۱۸ که چېرې هغه ستا سره کومه بدي کړې وي او یا ستا ورباندې کوم پور وي، نو هغه زما په حساب ولیکه. ۱۹ زه پولوس دا درته په خپل لاس لیکم چې زه به دا هر څه بېرته درکړم. زه دا نه وایم چې ته څومره زما پوروړی یې، حتی ستا ځان هم. ۲۰ ای وروره، د څښتن په خاطر ما ته ګټه ورسوه او احسان وکړه او په مسیح کې زما زړه قوي او تازه کړه.

۲۱ زه ستا په تابعدارۍ باندې باور لرم، نو زه دا شیان تا ته لیکم او په دې پوهېږم زه چې درڅخه څه غواړم، د هغې نه به زیات وکړې. ۲۲ بله دا چې زما دپاره یوه کوټه تیاره کړه، ځکه زه هیله لرم چې خدای به ستاسو دعاګانې قبولې کړي او ما به بیا تاسو ته درولي.

وروستني سلامونه

۲۳ اپفراس چې د عیسی مسیح په خاطر زما سره په زندان کې دی، تا ته سلام وایي. ۲۴ همدارنګه مرقوس، ارسترخوس، دیماس او لوقا چې په دې خدمت کې زما ملګري دي، هم تا ته سلام وایي. ۲۵ په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.