۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

دیارلسم فصل

ژوند او تعلیم

۱ د حکمت خاوند د خپل پلار نصیحت قبلوي

خو ملنډې وهونکی خپله ملامتیا نه مني.

۲ د ښه سړي د خولې له هوښیارو خبرو ښه خوند اخیستل کیږي

خو د خاینانو زړونه د ظلم تږي دي.

۳ څوک چې ژبه په واک کې ساتي نو خپل ځان ساتي

خو څوک چې بېځایه خبرې کوي نو خپل ځان تباه کوي.

۴ لټ انسان چې هرڅه غواړي ورته نه رسیږي

خو د خواري‌کښ انسان غوښتنې تل پوره کیږي.

۵ نېک انسان له دروغو نه کرکه کوي

خو بدکاره انسان شرم او رسوایي راولي.

۶ صداقت د پاک انسان لارې ټینګې ساتي

خو ګناه بدکاره انسان له منځه وړي.

۷ یو انسان خپل ځان شتمن ښایي خو هېڅ نه لري

بل انسان خپل ځان غریب ښایي خو هرڅه لري.

۸ د یو انسان شتمني د هغه د ژوند کفاره ورکولای شي

خو غریب انسان ته هېڅ ګواښ نشته.

۹ د نېکانو ژوند د لمر د رڼا په څېر ځلیږي

خو د بدکارانو ډېوه مخ په مړه کېدو وي.

۱۰ کبر او غرور حتمي جنجال پیدا کوي

حکمت له هغه چا سره وي څوک چې لارښوونه مني.

۱۱ کوم مال دولت چې د باد په شان راځي

نو د باد په شان فنا کیږي

خو کومه شتمني چې ورو ورو لاسته راځي

نوره هم زیاتیږي.

۱۲ کومه هیله چې نه پوره کیږي نو زړه ورسره ماتیږي

خو کومه غوښتنه چې پوره کیږي د ژوندانه ونه ترې جوړیږي.

۱۳ څوک چې کلام سپک ګڼي د تاوان سره مخامخ کیږي

خو څوک چې حکمونو ته په درنه سترګه ګوري انعام مومي.

۱۴ د حکمت د خاوند تعلیم د ژوند سرچینه ده

چې انسان د مرګ له دامونو څخه ژغوري.

۱۵ پوهه او هوښیاري انسان ته عزت ورکوي

خو د خیانت کوونکو لارې د کنډو کپرو په څېر سختې دي.

۱۶ ځیرک انسان د خپلې پوهې په وسیله کار کوي

خو کم‌عقل سړی خپل جهالت ښکاره کوي.

۱۷ بدکاره استازي د مصیبت سره مخامخ کیږي

خو وفادار پیغام راوړونکی د شفا سبب ګرځي.

۱۸ څوک چې نصیحت له پامه غورځوي

هغه به غریب او شرمنده شي

خو څوک چې ملامتیا مني

هغه به عزتمن شي.

۱۹ کومه غوښتنه چې پوره کیږي نو روح خوشحالیږي

خو کم‌عقلان د شرارت له لاس اخیستلو نه کرکه کوي.

۲۰ د حکمت له خاوندانو سره مل شه نو حکیم به شې

خو د کم‌عقلانو ملګرتیا سړي ته زیان رسوي.

۲۱ بدي په ګناهکارانو پسې ګرځي

خو نېکمرغي د نېکانو په برخه وي.

۲۲ ښه انسان خپلو لمسیانو ته میراث پرېږدي

خو د ګناهکارانو شتمني نېک انسان ته پاتې کیږي.

۲۳ که د خوارانو خواره ځمکه ډېر خواړه ورکوي

خو بې‌انصافه خلک دا هرڅه هم جارو کوي.

۲۴ څوک چې له خپل زوی نه د ادب لښته لېرې ساتي

نو له هغه نه کرکه کوي

خو څوک چې په سختۍ د هغه د اصلاح دپاره لار لټوي

نو ورسره مینه کوي.

۲۵ نېک انسان په مړه ګېډه ډوډۍ خوري

خو د بدکارانو نس به تل وږی وي.