۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

څوارلسم فصل

په حکمت ژوند کول

۱ هوښیاره ښځه خپل کور ودانوي

خو جاهله ښځه خپل کور په خپل لاس ورانوي.

۲ څوک چې له څښتن څخه وېریږي هغه په سمه لار ځي

خو څوک چې په غلطو لارو روان وي څښتن سپکوي.

۳ د جاهل له کبرجنې ژبې نه د سزا شنه لښته جوړیږي

خو د هوښیارانو د خولې خبرې له هغوی ساتنه کوي.

۴ چېرته چې څاروي نه وي هلته اخور خالي وي

خو د غویي په زور ډېر حاصل لاسته راځي.

۵ رښتینی شاهد هېڅکله دروغ نه وایي

خو دروغجن شاهد تل دروغ بادوي.

۶ ملنډې وهونکی حکمت لټوي خو هېڅ نه مومي

خو د عقل خاوند علم په اسانۍ لاسته راوړي.

۷ له کم‌عقل نه لېرې لاړ شه

ځکه چې له خولې نه به یې علم حاصل نه کړې.

۸ ځیرک انسان په خپل حکمت خپله لار پېژني

خو د کم‌عقلانو جهالت د ګمراهۍ سبب ګرځي.

۹ جاهل د ګناه د تاوان په نذرانه پورې خاندي

خو صادقان د څښتن رضا او خوشحالي غواړي.

۱۰ یوازې د انسان زړه په خپل خفګان ښه پوهیږي

او هېڅوک د هغه په خوشحالۍ کې برخه نه شي اخیستلی.

۱۱ د بدکارانو کور به وران شي

خو د صادقانو خېمه به ودانه شي.

۱۲ د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاري

خو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.

۱۳ حتی په خندا کې زړه هم خفه کیږي

او د خوشحالۍ په اخر کې خفګان پاتې کیږي.

۱۴ له سمې لارې نه مخ اړوونکی به د خپل کار حاصل وګوري

خو نېک انسان به د خپل عمل په مېوه نور هم موړ شي.

۱۵ ساده سړی په هرڅه باندې باور کوي

خو ځیرک انسان د هر قدم په اخیستلو کې فکر کوي.

۱۶ د حکمت خاوند په احتیاط له بدو نه خپل ځان ساتي

خو کم‌عقل انسان په ځان ډاډمن او د هېڅ شی پروا نه لري.

۱۷ غوسه ناک خلک د جهالت کارونه کوي

او له مکرجن انسان نه خلک کرکه کوي.

۱۸ جهالت د ساده خلکو په نصیب وي

خو د ځیرکه خلکو په سر به د علم تاج وي.

۱۹ بدکاران به د ښو خلکو په مخکې سر ټیټې شي

او شر اچوونکي به د نېکانو په دروازو کې په ګونډو شي.

۲۰ د مسکین انسان نه خپل ګاونډي هم کرکه کوي

خو شتمن انسان ډېر دوستان لري.

۲۱ څوک چې خپل ګاونډي سپک ګڼي نو ګناه کوي

او بختور دی هغه څوک چې په عاجزانو رحم کوي.

۲۲ څوک چې بدې ارادې لري بې‌لارې کیږي

خو څوک چې نېکې ارادې لري نو مینه او وفا یې په برخه کیږي.

۲۳ ټول سخت کارونه د ابادۍ سبب ګرځي

خو تشې خبرې حتمي نېستي راولي.

۲۴ د هوښیارانو دولت د هغوی د سر تاج دی

خو د کم‌عقلانو ناپوهي د هغوی جهالت دی.

۲۵ رښتینی شاهد د خلکو ژوند ژغوري

خو د دروغجن له خولې نه د ټګۍ خبرې راوځي.

۲۶ له څښتن څخه وېره د انسان دپاره د امن ټینګه کلا ده

او د هغه د اولادونو دپاره کلکه پناه ګاه ده.

۲۷ له څښتن څخه وېره د ژوند سرچینه ده

چې انسان د مرګ له دامونو څخه ژغوري.

۲۸ د پاچا شان او شوکت په ډېرو خلکو جوړ وي

خو بې‌ولسه مشر له تباهۍ سره مخامخ کیږي.

۲۹ څوک چې زر نه په قهریږي د ډېرې پوهې خاوند وي

خو غوسه ناک سړی خپل جهالت ښکاره کوي.

۳۰ ارام فکر بدن ته روغتیا ورکوي

خو کینه هډوکي وراسته کوي.

۳۱ څوک چې په غریبانو ظلم کوي نو د هغوی د خالق سپکاوی کوي

خو څوک چې په مظلومانو رحم کوي نو د خالق درناوی کوي.

۳۲ بدکاره انسان په خپلو عملونو ځان تباه کوي

خو نېک انسان د مرګ په خوله کې هم پناه اخلي.

نېکي او نرمه ژبه

۳۳ حکمت د عقلمن انسان په زړه کې تلپاتې وي

او د کم‌عقلانو په منځ کې هم خپل ځان څرګندوي.

۳۴ په صداقت سره یو قوم سرلوړی کیږي

خو ګناه د هغوی د رسوایۍ سبب ګرځي.

۳۵ پاچا د هوښیار خدمتګار څخه خوشحالیږي

خو څوک چې د شرم کارونه کوي د هغه د قهر سبب کیږي.