۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

پنځلسم فصل

۱ نرم ځواب د غوسې اور سړوي

خو سخته خبره سمدلاسه د قهر لمبې پورته کوي.

۲ د هوښیارانو ژبه علم ته ښایست ورکوي

خو د کم‌عقلانو له خولې نه جهالت توییږي.

۳ هرځای د څښتن تر نظر لاندې دی

او په ښو او بدو باندې ټینګ پام ساتي.

۴ نرمه ژبه د ژوندانه د ونې په څېر ده

خو سخته ژبه زړه ماتوي.

د نصیحت خزانې

۵ جاهل انسان د خپل پلار نصیحت سپک ګڼي

خو ځیرک سړی تل ملامتیا مني.

۶ د نېک سړي په کور کې لویه خزانه وي

خو د بدکاره شتمني د تکلیف سبب ګرځي.

۷ علم د هوښیارانو په خوله خپریږي

خو د کم‌عقلانو په زړونو کې رښتینولي نه وي.

۸ څښتن د بدکارانو له قربانۍ نه کرکه کوي

خو د صادقانو په دعا خوشحالیږي.

۹ څښتن د بدکارانو له چلند نه کرکه کوي

خو څوک چې په صداقت پسې روان وي ورسره مینه کوي.

۱۰ د سمې لار نه مخ اړوونکی به له سختې سزا سره مخامخ شي

او څوک چې له ملامتیا او رټنې نه کرکه کوي نو هغه به مړ شي.

۱۱ څښتن ته قبر او د تباهۍ کنده دواړه ښکاري

نو د انسانانو زړونه به ورته څومره ښکاره وي؟

۱۲ ملنډې وهونکی اصلاح نه خوښوي

او د هوښیارانو له مشورې نه ځان لېرې ساتي.

۱۳ خوشحاله زړه مخ نوراني کوي

خو پرېشانه زړه روح ماتوي.

۱۴ عقلمن انسان د علم تږی وي

خو کم‌عقل د جهالت وږی وي.

۱۵ د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې سختې وي

خو خوشحاله زړه هر وخت له ژوند نه خوند اخلي.

۱۶ د څښتن له وېرې سره لږه شتمني ښه ده

له هغو ډېرو خزانو نه چې ورسره وېره او اندېښنه وي.

۱۷ له مینې سره سابه او سوکړک خوړل ښه دي

د هغې غوړې غوښې نه چې ورسره کرکه وي.

۱۸ غوسه ناک سړی جنجال جوړوي

خو څوک چې زر نه په قهریږي شخړې سړوي.

۱۹ د لټ سړي په لار کې د اغزو ډکه حوېلۍ وي

خو د صادقانو لاره د پوخ سرک په شان هواره وي.

د نېکۍ او بدۍ نتیجې

۲۰ هوښیار زوی خپل پلار خوشحالوي

خو کم‌عقل سړی د خپلې مور سپکاوی کوي.

۲۱ ناپوهه انسان له جهالت نه خوند اخلي

خو د پوهې خاوند په سمه لار روان وي.

۲۲ له مشورې پرته ټولې نقشې شنډیږي

خو له ډېرو مشوره ورکوونکو سره بریالې کیږي.

۲۳ انسان په مناسب ځواب ورکولو خوشحالیږي

نو په مناسب وخت کې سمه خبره کول څومره ښه وي.

۲۴ د هوښیارانو لار انسان تلپاتې ژوند ته بیایي

او هغه د قبر په لور د لاندې تګ نه ساتي.

۲۵ څښتن د کبرجنو کور ورانوي

خو د کونډې د جایداد پوله ټینګه ساتي.

۲۶ څښتن د بدکارانو له فکرونو نه کرکه کوي

خو مهربانې خبرې پاکې ګڼي.

۲۷ څوک چې په ناروا ګټې پسې ګرځي

خپلې کورنۍ ته مصیبت رسوي

خو څوک چې له رشوت نه کرکه کوي

هغوی به ژوندي پاتې شي.

۲۸ نېک سړی له ځواب ورکولو نه مخکې فکر کوي

خو د بدکارانو له خولې نه بدې خبرې راوځي.

۲۹ څښتن له بدکارانو نه لېرې دی

خو د نېکانو دعاګانې تل اوري.

انساني کارونه او د څښتن مقصد

۳۰ په ورین تندي کتل زړه ته خوشحالي ورکوي

او د ښې خبرې اورېدل بدن تازه کوي.

۳۱ څوک چې جوړوونکې نیوکې ته غوږ نیسي

نو د هوښیارانو په ډله کې شمېرل کیږي.

۳۲ څوک چې له نصیحت نه ډډه کوي خپل ځان سپکوي

خو څوک چې ملامتیا مني نو عقل او پوهه حاصلوي.

۳۳ له څښتن څخه وېره انسان ته د حکمت ډک نصیحت دی

او عاجزي د سرلوړۍ سبب ده.