۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

پينځلسم باب

۱ نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى. ۲ د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده. ۳ د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى. ۴ نرمه ژبه د ژوندون ونه ده، خو ټګماره ژبه روح ماتوى. ۵ کم عقل د خپل پلار تربيت ته سپک ګورى، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوى نو هغه هوښيار دے. ۶ د صادق په کور کښې لويه خزانه وى، خو د بدکاره ګټه هغوئ ته تکليف ورکوى. ۷ د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بې‌عقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى. ۸ مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى. ۹ مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى څوک چې صداقت پسې روان وى. ۱۰ د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى. ۱۱ دا چې عالمِ ارواح او دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکارى، نو د انسان زړۀ به ورته څومره زيات څرګند وى؟ ۱۲ مسخره کوونکى اصلاح نۀ خوښوى، نو ځکه چې د هوښيارانو سره مشوره نۀ کوى. ۱۳ خوشحاله زړۀ مخ شادابه ښائى، خو پرېشانه زړۀ د انسان روح ماتوى. ۱۴ د هوښيارانو زړۀ د عِلم لټون کوى، خو د کم عقل خولۀ په ناپوهۍ کښې څريږى. ۱۵ د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې خرابې وى، خو خوشحاله زړۀ هر وخت جشن کوى. ۱۶ د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى. ۱۷ دال ساګ دې وى خو چې مينې سره وى، کۀ چرګ وى او نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده. ۱۸ غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى. ۱۹ د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى. ۲۰ هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بې‌وقوفه خپلې مور ته سپک ګورى. ۲۱ کم عقلتوب هغه سړے خوشحالوى څوک چې ناپوهه وى، خو هوښيار سړے په سيدها لار روان وى. ۲۲ چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى. ۲۳ انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى. ۲۴ د هوښيارانو لار هغه بره د ژوندون طرف ته بوځى، چې هغه قبر ته لاندې د تلو نه وساتى. ۲۵ مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى. ۲۶ مالِک خُدائ د بدو منصوبو نه نفرت کوى، خو هغه په پاکو خبرو خوشحاليږى. ۲۷ لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى. ۲۸ صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى. ۲۹ مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى. ۳۰ روڼ تندے زړۀ ته خوشحالى ورکوى، او ښۀ زيرے بدن تازه کوى. ۳۱ هغه څوک چې ښې رټنې ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلے شى. ۳۲ هغه څوک چې تربيت رد کوى د خپل ځان سپکاوے کوى، خو هغه څوک چې تربيت قبلوى نو دے عقلمندى حاصلوى. ۳۳ د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.