چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د سلیمان د متلونو کتاب
نولسم فصل
د دروغجن شاهد او ملنډې وهونکي سزا
۱ هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېروي
له هغه چا نه ښه دی چې کمعقل او دروغجن وي.
۲ له علم پرته د خپلو غوښتنو ښکاره کول ښه کار نه دی
ځکه څوک چې بیړه کوي خپله لاره خطا کوي.
۳ انسان په خپل جهالت ځان تباه کوي
او بیا ګناه او ملامتیا په څښتن اچوي.
۴ شتمن سړی ډېر دوستان پیدا کوي
خو غریبي د انسان نه خپل ورور هم جدا کوي.
۵ دروغجن شاهد به بېسزا پاتې نه شي
او څوک چې دروغ بادوي، د سزا نه به خلاص نه شي.
۶ ډېر خلک له مشرانو نه مرسته غواړي
او د تحفې ورکوونکي سره هرڅوک دوستي کوي.
۷ که د غریب سړي نه ټول خپلوان کرکه کوي
نو دوستان به څومره ترې ځان لېرې ساتي
او حتی د خبرو کولو کوښښ یې هم ځای ته نه رسیږي.
۸ څوک چې پوهه حاصلوي نو د خپل ځان سره مینه کوي
بریالی دی هغه څوک چې پوهې ته په درنه سترګه ګوري.
۹ دروغجن شاهد به بېسزا پاتې نه شي
او څوک چې دروغ بادوي هغه به تباه شي.
۱۰ که د کمعقل سره د عیش او عشرت ژوند ښه نه ښکاري
نو په شهزادګانو به د غلام حکومت کول څومره نامناسبه وي.
۱۱ هوښیاري یو انسان له غوسې نه لېرې ساتي
او سرلوړی به شي هغه څوک چې د بل په ګناه پرده اچوي.
۱۲ د پاچا قهر د غړمبېدونکي زمري په څېر دی
خو رحم یې د پرخې په شان په شنو واښو وریږي.
۱۳ کمعقل زوی د خپل پلار دپاره لوی مصیبت دی
او د جګړهمارې ښځې جنګ د تل څڅېدونکي چت په څېر دی.
۱۴ کور او مال د مور او پلار نه په میراث پاتې کیږي
خو هوښیاره ښځه د څښتن له خوا ښه ډالۍ ده.
۱۵ لټي په انسان دروند خوب راولي
او ناراسته انسان وږی پاتې کیږي.
۱۶ څوک چې د څښتن په حکمونو عمل کوي نو خپل ځان ساتي
څوک چې د هغه لارو ته په سپکه سترګه ګوري نو مړ به شي.
۱۷ څوک چې په غریب رحم کوي لکه څښتن ته چې پور ورکوي
او څښتن به ورته د دې اجر ورکوي.
۱۸ په پوره امید خپل زوی ته نصیحت کوه
هسې نه چې په اخر کې یې ژوند تباه شي.
۱۹ پرېږده چې غوسهناک انسان د خپل قهر نتیجه وګوري.
که یوځل یې د سزا نه وژغورې نو بیا به یې تل ژغورې.
۲۰ مشوره قبوله کړه او نصیحت واوره
نو په اخر کې به د حکمت خاوند شې.
۲۱ د انسان په زړه کې ډېر پلانونه وي
خو هغه څه کیږي چې د څښتن خوښه وي.
۲۲ مینه او وفا د انسان ښکلا ده
او یو غریب انسان د دروغجن نه غوره دی.
۲۳ د څښتن څخه وېره انسان ته ژوند وربخښي
او په مړه ګېډه شپه تېروي
او د هرې بلا نه یې خوندي ساتي.
۲۴ لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شي
خو خپله مړۍ خولې ته وړلی نه شي.
۲۵ ملنډې وهونکي ته په لښته سزا ورکړه چې د ساده سړي د عبرت سبب شي
او که عقلمن ته د هغه تېروتنه وښایي هغه به نور هم علم حاصل کړي.
۲۶ څوک چې په پلار لاس اوچتوي او مور له کوره شړي
نو داسې زوی شرم او رسوایي راوړي.
۲۷ نو ای زما زویه! که ته نصیحت ته غوږ ونه نیسې
نو د علم د خبرو نه به بېلارې شې.
۲۸ بدکاره شاهد په انصاف پورې خندا کوي
او بدکاران د شرارت نه خوند اخلي.
۲۹ د ملنډو وهونکو دپاره سزا ده
او د کمعقلانو د ملا دپاره لښته ده.