۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

څليريشتم باب

نولسم نصيحت

۱ د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه ۲ ځکه چې هغوئ په زړۀ کښې د شر او فساد منصوبې جوړوى، او د هغوئ خبرې تل مصيبت جوړوى.

شلم نصيحت

۳ يو کور په حِکمت سره جوړيږى، او د پوهې په وجه هغه قائم پاتې کيږى. ۴ د عِلم په واسطې سره د هغۀ کوټې د نايابه او قيمتى خزانو سره ښائسته کولے شى.

يويشتم نصيحت

۵ يو هوښيار انسان لوئ طاقت لرى، او د عالم قوت ورځ په ورځ نور هم زياتيږى. ۶ د جنګ کولو دپاره د ښۀ هدايت ضرورت وى، او د ګڼو مشوره ورکوونکو سره کاميابى يقينى وى.

دوويشتم نصيحت

۷ کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.

درويشتم نصيحت

۸ څوک چې بدې منصوبې جوړوى، نو هغه به په دوکه مار مشهور شى. ۹ د کم عقلو منصوبې د ګناه نه ډکې وى، او خلق د مسخره کوونکى نه نفرت کوى.

څليريشتم نصيحت

۱۰ کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.

پينځويشتم نصيحت

۱۱ د هغه کس په بچ کولو کښې سستى مۀ کوه څوک چې مرګ ته روان کړے شوے وى، او هغه حلالولو ته مۀ پرېږده. ۱۲ کۀ تاسو چرې وايئ، ”مونږ ته خو د دې په حقله څۀ عِلم نشته دے،“ نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به معلوم نۀ کړى څۀ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نۀ پوهيږى څۀ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ورنۀ کړى څۀ؟

شپږويشتم نصيحت

۱۳ زما زويه، شهد خوره، ځکه چې دا ښۀ څيز دے، د ګبين د شهدو خوند خوږ وى. ۱۴ نو په دې يقين وکړه چې حِکمت هم دغه شان ستا د ځان دپاره خوږ دے، کۀ چرې تۀ يې بيامومې نو دا ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد دے، او دا اُميد به هيڅکله ستا نه اخوا نۀ شى.

اوويشتم نصيحت

۱۵ د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه. ۱۶ کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى، خو د بدکاره دپاره يو افت بس دے.

اتۀويشتم نصيحت

۱۷ هرکله چې ستا دشمن راپرېوځى نو په هغۀ باندې خوشحالى مۀ کوه، او کله چې هغه تيندک وخورى نو په هغۀ باندې خپل زړۀ مۀ خوشحالوه. ۱۸ نو مالِک خُدائ به ستا دا خوشحالى وګورى او هغه به ستا نه نارضا شى او د هغۀ نه به خپل غضب اخوا کړى.

يو کم دېرشم نصيحت

۱۹ د بدکارانو په وجه مۀ پرېشانه کېږه، او مۀ د هغوئ سره حسد کوه، ۲۰ ځکه چې د بدعمله سره د آئنده اُميد نشته، او د هغوئ ډيوه په مړه کېدو ده.

دېرشم نصيحت

۲۱ زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه، ۲۲ ځکه چې دا دواړه به ناڅاپه تباهى ورنازله کړى نو څوک د دې اندازه لګولے شى چې څۀ قسمه تباهى به په دوئ راولېږى؟

د حِکمت نورې خبرې

۲۳ هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده. ۲۴ هر هغه څوک چې يو ګناه ګار ته ووائى چې، ”تۀ بې‌ګناه يې،“ ټول قوم به په دۀ باندې لعنت ووائى او قومونه به يې رسوا کړى. ۲۵ خو هغه څوک چې مجرم رټى، نو ډېر برکتونه به په هغوئ نازل شى. ۲۶ څوک چې هر وخت رښتينے جواب درکوى هغه اصلى دوست دے. ۲۷ خپل بهرنى کارونه اول ختم کړه او خپله د کروندې زمکه تياره کړه، د دې نه وروستو خپل کور جوړوه. ۲۸ د ثبوت نه بغېر دې د خپل ګاونډى خِلاف ګواهى مۀ ورکوه، او د هغۀ په حقله د دروغو خبرې مۀ کوه. ۲۹ داسې مۀ وايه، ”هغۀ چې ما سره څۀ کړى دى نو زۀ به هم هغه شان ورسره وکړم، او زۀ به ترې نه خپل بدل واخلم.“ ۳۰ زۀ د يو ناراسته سړى په پټى تير شوم او د کم عقل د انګورو باغ مې وکتلو، ۳۱ په هر ځائ کښې ازغى راختلى وُو، او زمکه ټوله په ډيله باندې ډکه وه، او د کاڼو دېوالونه يې راغورزېدلى وُو. ۳۲ ما چې څۀ وليدل نو په خپل زړۀ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، او چې څۀ مې وليدل د هغې نه مې سبق زده کړو. ۳۳ کۀ يو سړے وائى چې، ”لږ به اودۀ شم، لږې به سترګې پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم چې دمه شم،“ ۳۴ خو بيا غريبى به لکه د يو ډاکو په شان په هغۀ باندې ورټوپ کړى، او نيستى به لکه د وسله بند انسان په شان هغه راګېر کړى.