۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

شپږ ویشتم فصل

۱ لکه څنګه چې په اوړي کې واوره

او د لو په وخت کې باران مناسب نه دی

همداسې کم‌عقل انسان ته

درناوی کول هم مناسب نه دی.

۲ لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا دې خوا الوزي

او یا توتکۍ ګرځي راګرځي او نه کښېني

همداسې بېځایه سپکې سپورې

په چا پورې نه نښلي.

۳ لکه څنګه چې د اس دپاره قمچینه او د خره دپاره قیضه ده

همداسې د کم‌عقلانو د ملا دپاره لښته ده.

۴ کم‌عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب مه ورکوه

هسې نه چې ته په خپله هم د هغه په شان شې.

۵ کم‌عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب ورکوه

هسې نه چې هغه ځان د حکمت خاوند وګڼي.

۶ د کم‌عقل په لاس پیغام لېږل داسې دي

لکه خپلې پښې غوڅول او د ظلم زهر څښل.

۷ د کم‌عقل د خولې متل داسې دی

لکه د ګوډ سړي پښه چې بېځایه زنګیږي.

۸ کم‌عقل ته درناوی کول داسې دي

لکه څوک چې په مچنوغزه کې تیږه د سر نه تاوه کړي.

۹ د کم‌عقل د خولې متل داسې دی

لکه د نشه انسان په لاس کې چې د اغزیو لښته وي.

۱۰ هغه څوک چې کم‌عقل او لاروی سړی مزدور نیسي

د هغه غشي ویشتونکي په څېر دی چې هرڅوک ټپي کوي.

۱۱ لکه څنګه چې سپی خپلې کانګې بېرته څټي

همداسې کم‌عقل خپل جهالت بیا تکراروي.

۱۲ څوک چې خپل ځان د حکمت خاوند ګڼي

نو هغه د یو کم‌عقل نه هم ډېر بد دی.

۱۳ لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي:

«په کوڅه کې زمری دی!

او په چوکونو کې غړمبېدونکي زمري

ګرځي راګرځي!»

۱۴ لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو باندې تاویږي راتاویږي

همداسې لټ سړی په خپل کټ کې اوړي را‌اوړي.

۱۵ لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شي

خو د لټۍ نه یې بېرته خولې ته وړلی نه شي.

۱۶ لټ انسان خپل ځان د حکمت خاوند ګڼي

د اووه هوښیارانو نه چې په حکمت ځواب ورکوي.

۱۷ څوک چې په غوسه د بل په شخړه کې لاس وهنه کوي

لکه څوک چې کوڅه‌ډب سپی له غوږونو نه راونیسي.

۱۸ لکه څنګه چې یو لېونی د اور سکروټې

او وژونکي غشي وروي

۱۹ د هغه چا په شان دی څوک چې بل غولوي

او بیا وایي چې ما ټوکې کولې.

۲۰ له لرګیو او پوکي پرته اور مړ کیږي

او د غیبت پرته جنګ ختمیږي.

۲۱ لکه څنګه چې لرګي اور اخلي او سکاره په سکروټو بدلیږي

همداسې د جنګ اور له جګړه‌مار سړي نه پورته کیږي.

۲۲ د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان دي

چې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.

۲۳ خوږې خبرې د زړه شرارت پټوي

لکه په خاورین لوښي چې رنګ پورې شي.

۲۴ کینه ناک انسان په خوږو خبرو خپله کرکه پټوي

خو د زړه په تل کې یې ټګي ساتلې وي.

۲۵ کله چې هغه خوږې خبرې کوي نو باور پرې مه کوه

ځکه زړه یې د اووه بدیو نه ډک دی چې د کرکې وړ دي.

۲۶ که د هغه کرکه په دروغو د پردې لاندې پټه وي

خو شرارت به یې ټولو خلکو ته بیاهم ښکاره شي.

۲۷ څوک چې بل ته کنده کیندي

نو په خپله به په کې راوغورځیږي

او څوک چې د بل په طرف تیږه ورغړوي

نو په خپله به پرې راورغړیږي.

۲۸ دروغجنه ژبه او کرکه د سړي زړه ټوټې ټوټې کوي

او د غوړه‌مالۍ خبرې تباهي راولي.