چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د سلیمان د متلونو کتاب
نهه ویشتم فصل
واکداران او د ګناه دام
۱ څوک چې د ډېرو نیوکو نه وروسته بیاهم سرغړونه کوي
نو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي او د جوړېدو به نه وي.
۲ کله چې نېکان زیاتیږي نو ټول خلک خوشحالیږي
خو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک خفه کیږي.
۳ څوک چې د حکمت سره مینه لري نو خپل پلار خوشحالوي
خو څوک چې د بدلمنو ښځو ملګرتیا کوي نو خپل مال او دولت بربادوي.
۴ په عدالت کولو پاچا د خپل دولت امنیت ټینګوي
خو څوک چې ډېر مالیات راټولوي وطن ورانوي.
۵ څوک چې بل چا ته غوړهمالي کوي
نو د هغه د پښو دپاره جال غوړوي.
۶ شر اچوونکی د خپلې ګناه په دام کې نښلي
خو نېک انسان د خوشحالۍ سندرې وایي.
۷ نېک انسان د مسکینانو د حق پوره پام کوي
خو بدکاره انسان یې خیال نه ساتي.
۸ ملنډې وهونکي د اور د لمبو په شان ښارونه راپاروي
خو د حکمت خاوندان د غوسې اور سړوي.
۹ که د حکمت خاوند یو جاهل محکمې ته بوځي
نو جاهل به په غوسه شي او ملنډې به وهي او روغه جوړه به نه وي.
۱۰ د وینو تږي د پاک انسان نه کرکه کوي
او هڅه کوي چې صادقان ووژني.
۱۱ کمعقل انسان خپله غوسه زر ښکاره کوي
خو د حکمت خاوند د غوسې اور سړوي.
۱۲ کوم واکدار چې د دروغو خبرو ته غوږ نیسي
نو ټول خدمتګاران به یې بدکاره شي.
۱۳ غریب او ظالم دواړه په دې صفت کې یو شان دي
چې څښتن دواړو ته د ژوند روښانه سترګې ورکړې دي.
۱۴ هغه پاچا چې په وفادارۍ د مسکینانو سره انصاف کوي
نو د پاچاهۍ تخت به یې تل په ټینګ بنیاد ولاړ وي.
۱۵ د ادب لښته او نیوکه حکمت پیدا کوي
خو کوم اولاد چې ازاد ګرځي نو خپلې مور ته شرم راوړي.
۱۶ کله چې بدکاران زیاتیږي نو ګناهونه زیاتیږي
خو نېکان به یې وګوري چې هغوی بربادیږي.
۱۷ خپل زوی اصلاح کړه نو تا ته به سکون درکړي
او د زړه ارمانونه به دې په خوشحالۍ پوره کړي.
۱۸ کله چې الهام نه وي نو ولس سرکښي کوي
خو بختور دی هغه څوک چې په قانون باندې عمل کوي.
۱۹ نوکر یوازې په نصیحت نه اصلاح کیږي
حتی که هغه ستا په خبرو پوهیږي خو پام ورته نه کوي.
۲۰ څوک چې پرته له فکر کولو نه خبرې کوي
نو هغه د یو کمعقل نه هم ډېر بد دی.
۲۱ که څوک خپل نوکر د ځوانۍ نه نازولی اموخته کړي
نو په اخر کې به هغه د خپل بادار د کور او مال مالک شي.
۲۲ غوسهناک انسان جنګ جګړې جوړوي
او د غضب خاوند د ګناه اور ته لمن وهي.
۲۳ کبر او غرور انسان له پښو غورځوي
خو د عاجزۍ خوی سړي ته عزت ورکوي.
۲۴ د غلو ملګری د ځان دښمن دی
ځکه د قسم خوړلو نه وروسته بیاهم غلی پاتې کیږي.
۲۵ څوک چې د انسان څخه وېره کوي په دام کې به ونښلي
خو څوک چې په څښتن باور کوي په امن کې به وساتل شي.
۲۶ ډېر خلک د واکدارانو د مهربانۍ په لټون کې دي
خو انصاف د څښتن په لاس کې دی.
۲۷ نېکان د منافق انسان نه کرکه کوي
او بدکاران د صادق انسان نه کرکه کوي.