۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د سلیمان د متلونو کتاب

یو دېرشم فصل

د لموییل پاچا خبرې

۱ دا د لموییل پاچا خبرې دي چې مور یې ورته زده کړي دي.

د پاچا دپاره نصیحت

۲ «ای زما زویه! ای زما د ګېډې نه پیدا شویه زویه

چې په نذرونو مې لاسته راوړی یې.

۳ د ځوانۍ قوت دې په ښځو باندې مه ختموه

او په هغو لارو تګ مه کوه چې پاچاهان تباه کوي.

۴ نو ای لموییله! پاچاهانو ته دا په کار نه وي

شراب څښل د پاچاهانو سره ښه نه ښکاري

او د نشې شوق د واکدارانو سره مناسب نه وي

۵ هسې نه چې هغوی شراب وڅښي او حکمونه هېر کړي

او ټول مظلومان له خپل حق نه محروم کړي.

۶ نشه هغه چاته ورکړه چې د مرګ په انتظار وي

او شراب هغه چاته ورکړه چې په غم اخته وي.

۷ پرېږده چې هغوی وڅښي او خپله غریبي هېره کړي

او بیا خپل دردونه په یاد رانه وړي.

۸ د هغوی په ځای خبرې کوه چې د ځان دپاره څه نه شي ویلی

او د هغو غریبانو د حق دپاره چې د ګور په غاړه ولاړ دي.

۹ خپله خوله خلاصه کړه او په انصاف قضاوت کوه

او د خوارانو او مسکینانو د حق ساتنه کوه.»

عزتمنه ښځه

۱۰ یوه مېړنۍ او پتمنه ښځه څوک پیدا کولای شي؟

هغه د لعلونو نه ډېره ارزښتناکه وي.

۱۱ مېړه یې په هغې پوره باور لري

او نه پرېږدي چې خاوند یې د څه شي محتاجه شي.

۱۲ هغه په ټول ژوند کې د خپل مېړه سره ښه کوي

او هېڅکله ورته تاوان نه رسوي.

۱۳ هغه وړۍ او مالوچ پیدا کوي

او په خوشحالۍ سره یې په خپلو لاسونو اوبي.

۱۴ هغه د سوداګرانو د کشتۍ‌ګانو په شان وي

چې خپل خواړه له لېرې ځای نه راوړي.

۱۵ هغه سهار وختي په تیاره کې له خوبه راپاڅیږي

او خپلې کورنۍ ته خواړه برابروي

او وینځو ته د کارونو لارښوونه کوي.

۱۶ هغه د ډېر فکر کولو نه وروسته ځمکه اخلي

او د خپلې ګټې په پیسو باندې د انګورو باغ جوړوي.

۱۷ هغه خپله ملا ټینګه تړي

او خپلې مټې رانغاړي.

۱۸ هغه پوهیږي چې سوداګري یې ګټوره ده

نو د شپې تر ناوخته یې د کار دپاره څراغ لګېدلی وي.

۱۹ هغه په خپلو لاسونو څرخه کوي

او په خپلو ګوتو تار له دوک نه تاووي.

۲۰ هغه غریبانو ته د مرستې لاس غزوي

او د مسکینانو سره د سخاوت له مخې مرسته کوي.

۲۱ هغه د واورې له یخنۍ څخه وېره نه لري

ځکه چې د کورنۍ ټولو غړو یې ګرم کالي اغوستي دي.

۲۲ هغه د خپلې بسترې دپاره پوښونه جوړوي

او د بانجاني رنګه ښه کتان څخه کالي تیاروي.

۲۳ د هغې مېړه د ښار په دروازو کې مشهور وي

او په جرګه کې ناست مشران یې د عزت خاوند بولي.

۲۴ هغه د کتان کالي او کمربندونه جوړوي

او وروسته یې په سوداګرانو خرڅوي.

۲۵ هغه د پت او عزت په لباس سمبال وي

او د راتلونکې څخه وېره نه لري او خاندي.

۲۶ هغه په حکمت سره خبرې کوي

او ژبه یې له مهربانۍ نه ډکه روزنه ورکوي.

۲۷ هغه د کور په ټولو چارو پوره پاملرنه کوي

او هېڅکله د لټۍ ډوډۍ نه خوري.

۲۸ اولادونه یې په یوه خوله هغه مبارکه ګڼي

او مېړه یې هم د هغې ستاینه کوي:

۲۹ «ډېرې ښځې د پت او عزت کارونه کوي

خو ته د هغو ټولو نه ښه یې.»

۳۰ نازونه اداګانې غولوونکې او حسن فاني وي

خو کومه ښځه چې له څښتن څخه وېریږي نو د ستاینې وړ وي.

۳۱ د هغې د لاسونو د کار ثمره ورکړئ

او د خلکو په منځ کې یې د کار ستاینه وکړئ.

بل څپرکۍ