۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

اووم فصل

د بدلمنې ښځې په هکله خبرداری

۱ ای زما زویه! زما خبرې په یاد ساته

او حکمونه مې د خزانې په څېر په خپل زړه کې وساته.

۲ زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې

او زما تعلیم د خپلو سترګو د کسي په شان وساته.

۳ هغه په خپلو ګوتو پورې وتړه

او د خپل زړه په تخته یې ولیکه.

۴ حکمت ته خپله خور ووایه

عقل او پوهه ډېر نژدې خپلوان وګڼه

۵ نو دوی به تا د بل چا د ښځې نه لېرې وساتي

د هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي.

۶ زه یو وخت د خپل کور په کړکۍ کې ولاړ وم

او د کړکۍ له جالۍ نه مې لاندې کتل

۷ نو ساده ځوانان مې ولیدل

او د هغوی په منځ کې مې

یو ناپوهه ځوان په نظر راغی.

۸ هغه د هغې ښځې د کور په نژدې کوڅه کې روان ؤ

او د هغې د کور په لور یې په ډاډه ډول قدمونه اخیستل.

۹ د ماښام په وخت کې چې لمر پرېوته

توره تیاره راغله او نیمه شپه شوه.

۱۰ ناڅاپه یوه ښځه له هغه سره مخامخ شوه

چې د بدلمنۍ کالي یې اغوستي وو او نیت یې ښه نه ؤ.

۱۱ دا ښځه ډېره بې‌حیا او بې‌شرمه وه

او له کور نه دباندې تل سرګردانه ګرځېدله

۱۲ او هر وخت به کوڅو او چوکونو ته تلله

او د ښار په هر ګوټ کې به په کمین کې ولاړه وه.

۱۳ نو هغې له هغه نه په زور غاړه چاپېر کړه او ښکل یې کړ

او په سپین‌سترګۍ یې هغه ته وویل:

۱۴ «نن ما د قربانۍ غوښه پخه کړې ده

او خپل نذر مې پوره کړی دی.

۱۵ په دې خاطر زه راووتلم چې ستا سره وګورم

او غوښتل مې چې تا ولټوم او پیدا مې کړې.

۱۶ ما د مصر قیمتي ټوکرونه او رنګارنګ څادرونه

او ښکلي پوښونه په خپل کټ باندې غوړولي دي.

۱۷ ما په خپله بستره عطر

کنډ، عود او دالچیني شیندلي دي.

۱۸ زما سره لاړ شه چې تر سهاره په عشق ماړه شو

او د یو بل له مینې نه خوند واخلو

۱۹ ځکه مېړه مې په کور کې نشته

هغه په یو لېرې سفر تللی دی.

۲۰ د پیسو ډکه کڅوړه یې له ځان سره وړې ده

او د پنځلسمې سپوږمۍ تر راختلو پورې بېرته نه راځي.»

۲۱ نو ښځې په خپلو ډېرو خوږو خبرو هغه مجبور کړ

او په خپلو نرمو خبرو یې هغه بې‌لارې کړ.

۲۲ نو هغه سمدلاسه په هغې پسې روان شو

لکه غویی چې حلالېدو ته روان شي

او د غرڅه په شان چې په ټوپونو دام ته روان وي

۲۳ ترڅو چې غشی یې اینه سوری کړي

لکه مرغۍ چې د دام خواته په منډه روانه وي

او نه پوهیږي چې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.

۲۴ نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئ

او زما خبرو ته پوره پام وکړئ.

۲۵ خپل زړه مه پرېږدئ چې د داسې ښځې طرف ته وګرځي

او یا د هغې په غلطو لارو روان شي.

۲۶ ځکه چې ډېر خلک یې ژوبل کړي دي

او بې‌شمېره خلک یې وژلي دي.

۲۷ د هغې د کور لارې د ګور په لور تللې دي

چې د مرګ ژورې کندې ته لاندې کوزیږي.