۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

لسم زبور

د عدالت دپاره دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟

په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟

۲ په خپل غرور کښې بدکاران غريبانان خپل ځان ته پرزوى،

دوئ په خپله په خپلو بدچلونو کښې راګېر کړه.

۳ د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران،

په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.

۴ خپل غرور کښې بدکاران طلب نۀ کوى د خُدائ پاک،

په خپلو ټولو سوچونو کښې هيڅ پرواه نۀ کړى د خُدائ پاک.

۵ تل کاميابه وى هغوئ په دشمنانو پورې خندا کوى،

ستا قانون نۀ منى دا مغروران.

۶ ځان سره دوئ وائى چې، ”هيڅ به مو نۀ کړى په لړزان،

ټول عمر زۀ به يم خوشحاله او د سختو به يم په امان.“

۷ خولۀ يې دروغژنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده،

د هغۀ ژبه غوڅونکې، تباه کوونکې ده.

۸ پروت د کلو خوا کښې پټ په پټه اِنتظار کوى،

وژنى بې‌ګناه ګورى د ورايه پرې ګزار کوى.

۹ لکه زمرى پټ په پرده کښې اِنتظار کوى،

نيسى غريبان پروت دے په پټه اِنتظار کوى،

رايې کاږى او په جال کښې يې راګېروى.

۱۰ نو مظلومان په کښې چخڼى شى،

او د ظالم د زور سره رالاندې شى.

۱۱ بد کار د خپل ځان سره دا وائى چې، ”د خُدائ پاک هېر شوى دى،

چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړې دى.“

۱۲ اے مالِکه خُدايه، راپاڅه، او بدکارانو ته سزا ورکړه.

پاکه خُدايه مظلومان مۀ هېروه.

۱۳ خُدائ ولې سپکوى دغه بدکاران؟

خپل ځان سره وائى چې، ”نشته تپوسونه،“ وائى دغه بدکاران.

۱۴ خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو،

او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې.

تا ته ځان سپارلے دے بې‌وسه مظلومانو،

مل يې تۀ او حفاظت کوې د بې‌پلارانو.

۱۵ لاسونه مات کړه د بدکاره بدعمله انسان،

هغوئ له داسې بدله ورکړه چې يو ظالم هم پاتې نۀ شى.

۱۶ د مالِک خُدائ بادشاهى به تل تر تله وى،

د هغۀ د دُنيا نه به غېرقومونه هلاک شى.

۱۷ اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله،

تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې،

۱۸ تۀ د بې‌پلاره مظلومانو محافظ يې،

نو فانى انسان به دوئ په دې دُنيا کښې يرولے نۀ شى.