چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ د افغانستان د سپېڅلي کتاب ټولنه او د هغې همکاران
د زبورونو کتاب
یوسلو اوولسم زبور
د څښتن په ثنا او صفت کې
۱ ای ټولو قومونو، د څښتن ثنا او صفت وکړئ
ای ټولو خلکو، د هغه لویي بیان کړئ
۲ هغه زمونږ سره کوي تلپاتې مینه
او وفاداري یې ده تر ابده پورې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!