۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

دولسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د اتۀ تاريزه رباب د ساز سره وغږولے شو

په شريره زمانه کښې د مدد دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه،

په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان،

ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.

۲ وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان،

په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.

۳ مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان

دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.

۴ دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو،

څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“

۵ فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو

فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو،

نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم،

څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“

۶ د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې،

لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې.

۷ اے مالِکه خُدايه مونږ يُو په اطمينان چې به وساتې

نسل د دروغژنو نه به کړې تل په حفاظت دا مظلومان.

۸ خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران

ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان.