د زبورونو کتاب

دیارلسم زبور

څښتن ته د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟

ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟

۲ ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟

ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟

ترڅو دښمن به بریالی وي په ما؟

۳ راته وګوره څښتنه، زما خدایه ځواب راکړه

ماته بیا خپل قوت راکړه

هسې نه چې زه ویده د مرګ په خوب شم

۴ دښمن به وایي: «زه په ده شوم غالب»

دوی به خوشحالي کړي چې مې ماتې وخوړله

۵ خو کړم باور ستا په تلپاتې مینه

زړګی زما ستا په نجات کې خوشحالي کوي

۶ زه به ستا د ثنا وایمه سندرې ای څښتنه

ځکه چې ما سره دې کړی احسان