د زبورونو کتاب

اوولسم زبور

د بې‌ګناه سړي دعا

(د داود دعا)

۱ واوره زارۍ زما څښتنه، د انصاف دپاره

هم د مرستې په خاطر زما فریاد واوره

واوره دعا ته زما د بې ریا زړه

۲ زما په حق کې ته انصاف وکړه

ځکه پوهېږې حقیقت باندې ته

۳ تا امتحان کړ زما زړه

ته په شپه کې راغلې ماته

زه دې ښه وازمایلم

هېڅ بدي دې پیدا نه کړله په ما کې

۴ لکه د نورو په شان نه کوم خبرې بدې

ما دی کړی اطاعت د ستا د امر

ما د ظلم لاره نه ده خپله کړې

۵ یمه تللی همېشه د ستا په لاره

ښویېدلي مې هېڅ نه دي قدمونه

۶ خدایه فریاد کومه ځکه راکوې ته ځواب

ونیسه غوږ ماته واوره زما بیان

۷ عجیبه او تلپاتې مینه دې ښکاره کړه ماته

ژغوري ستا ځواکمن لاس هغوی

چې پناه غواړي په تا کې له دښمنه

۸ ومې ساته لکه کسي د چشمانو

پټ مې کړه د سیوري د وزرو نه دې

۹ ومې ساته له بد کارو چې حمله کوي په ما

له قاتلو دښمنانو چې چاپېره دي له ما

۱۰ رحم نشته په هغوی کې

کړي خبرې کبرجنې

۱۱ په ما پسې دي هغوی

چاپېر شوي دي له ما نه

په هرځای کې چې زه ګرځم

دوی فرصت ته انتظار کړي

چې ما وولي په ځمکه

۱۲ دوی په شان دي د هغو وږیو زمریانو

چې کړي ښکار خوراک دپاره

یا په مثل د زمریانو د بچیانو

چې په پټ ځای کې وي ناست حملې دپاره

۱۳ ای څښتنه، شه راپورته مقابل کې

ته زما د دښمنانو او دوی مات کړه

له بدکارو مې کړه خلاص په توره خپله

۱۴ چې هرڅه لري هغوی په دې دنیا کې

ما کړه خلاص له داسې خلکو

سزا ورکړه د کړاو چې تا ساتلی دوی دپاره

هم ورکړه پرېمانه کړاوونه یې بچیانو ته

دغه شانتې ورکړه کړاوونه د بچیانو اولادو ته یې

۱۵ خو زه به وکړم ستا دیدار

ځکه بد مې کړي نه دي

او چې کله رابېدار شم

موجودیت د ستا قانع به زما زړه کړي