۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

شپږويشتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د نېک انسان دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ،

ځکه چې ما تل نېکى کړې ده،

ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.

۲ اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه،

زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه.

۳ خو زۀ ستا د بې‌شانه مينې نه همېشه خبر يم،

نو ځکه زۀ ستا د حقيقت په مطابق ژوند تېروم.

۴ زۀ د دروغژنو خلقو سره نۀ کښېنم،

نۀ د مُنافقانو سره په لاره ځم،

۵ د بدعملو د محفل نه زۀ نفرت کوم

او نۀ زۀ د شريرانو ملګرتيا کوم.

۶ زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم،

اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربان‌ګاه نه به طواف کوم.

۷ زۀ به د شکرانې سندرې وايم

او ستا ټول عجيبه کارونه به وايم.

۸ زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره،

چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.

۹ ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه،

ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.

۱۰ په ناپاکه منصوبو د هغوئ لاسونه سخا دى،

د رشوت نه ډک هر وخت د هغوئ لاسونه دى.

۱۱ خو زۀ داسې نۀ يم، زۀ په دُنيا کښې پاک اوسېږم،

په ما شه مِهربانه او ما بچ کړه.

۱۲ زۀ اوس په هوار مېدان ولاړ يم،

زۀ به د ټول جماعت په وړاندې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وايم.