۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

درې څلوېښتم زبور

د ‎پرېشانه انسان دُعا

۱ اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه،

د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه،

خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.

۲ تۀ زما خُدائ پاک او زما قلعه يې، ولې دې رد کړے يم؟

نو ولې غمژن ګرځم دشمن راباندې ظلم کوى؟

۳ خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى،

او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې.

۴ زۀ به د خُدائ پاک قربان‌ګاه ته ورشم،

هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم،

زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم،

اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.

۵ ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟

په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ،

زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم،

پاکه خُدايه، ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.