۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

اتۀ څلوېښتم زبور

يو سرود، د قورح د زامنو يو زبور

صيون د خُدائ ښار

۱ مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے،

زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.

۲ د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى.

د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،

۳ خُدائ په خپله د دې ښار په برجونو کښې موجود دے،

او خپل ځان يې د ښار محافظ ښودلے دے.

۴ وګوره چې د دُنيا بادشاهانو لښکرې رايوځائ کړې او متحد شول،

او د ښار په خلاف د جنګ په خيال راوړاندې شول.

۵ هغوئ چې هغه ښار وليدو نو حق حېران شول،

ټول د يرې نه په تېښته وتښتېدل.

۶ هغوئ هلته د يرې نه شول په لړزان،

څنګه چې په تکليف پېدا کيږى ماشومان.

۷ لکه د ترسيس د بحرى بيړو په شان تا هغوئ تباه کړل،

د زورَور مشرقى بادونو په زور دې تس نس کړل.

۸ لکه څنګه چې مونږ اورېدلى نو اوس مو په خپلو سترګو وليدل،

زمونږ د خُدائ په ښار يعنې د ربُ الافواج په ښار کښې،

خُدائ به تل دا ښار آبادولو او د هغې حفاظت به يې کولو.

۹ اے پاکه خُدايه، مونږ ستا په عبادتګاه کښې يُو،

او ستا په نۀ ختمېدونکې مينې باندې فکر کوُو.

۱۰ اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور ‎دے،

دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے،

ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.

۱۱ د صيون د غرۀ خلق دې خوشحالى وکړى،

او د يهوداه ټول ښارونه دې خوشحالى وکړى

دا ټول دې ستا د عدالت په وجه خوشحالى وکړى.

۱۲ صيون ته لاړ شئ او ګېرچاپېره ترې نه وګرځئ،

او برجونه يې وشمېرئ،

۱۳ دېوالونو ته يې وګورئ او په محلونو يې نظر واچوئ،

ترڅو تاسو د هغې نه خپل آئنده نسلونه خبر کړئ.

۱۴ ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے،

هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.