۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

دوه پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د بدکاره سړى اَنجام

۱ تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟

ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟

۲ ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده،

او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.

۳ تاسو بدۍ سره د نېکۍ نه زياته مينه کوئ،

تاسو د ټګۍ سره د رښتيا نه زياته مينه کوئ.

۴ تاسو دا خوښوئ چې په خپلو خبرو نور خلق تباه کړئ،

تاسو دروغژن يئ.

۵ خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى.

د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،

۶ صادقان چې دا وګورى نو وبه يريږى،

دوئ به هغۀ پورې خاندى او وبه وائى،

۷ ”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو،

خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو،

او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“

۸ خو زۀ د زيتون د ونې په شان د خُدائ په کور کښې زرغون شوے يم،

زۀ د خُدائ په ابدى مينه تر ابده پورې يقين لرم.

۹ تا چې څۀ کړى دى په هغې تر ابده ستا شُکر ادا کوم،

ستا د پاکانو په وړاندې به زۀ ستا د نوم د ښۀ والى بيان کوم.