چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى،
او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.
۲ او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى،
ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.
۳ اے پاکه خُدايه، په ټولو قومونو دې ستا ثناء صِفت بيان شى،
او ټول قومونه دې ستا ثناء خوان شى.
۴ ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى،
ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،
۵ ټول قومونه دې ستا ثناء صِفت بيان کړى، اے پاکه خُدايه،
ستا په صِفت دې ټول قومونه ثناء خوان شى.
۶ نو بيا به زمکه خپل پېداوار ورکړى،
خُدائ پاک زمونږ خُدائ به مونږ له برکت راکړى.
۷ خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى،
او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى.