۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يوحنا مُکاشفات

څوارلسم باب

دَ يو لک څلور څلويښت زره کسانو حمد

۱بيا ما وليدل چه دَ صيُون په غرۀ ګډُورے ولاړ وو چه ورسره يو لک څلور څلويښت زره کسان وُو چه په تندو ئے دَ هغۀ نُوم اَؤ دَ هغۀ دَ پلار نُوم ليکلے وو. ۲ما دَ آسمان نه يو آواز واؤريدو چه دَ سيلابى اوبو يا دَ تندر په شان وو، دا داسے آواز وو لکه چه ډير خلق ستارُونه غږوى. ۳هغوئ هلته دَ تخت اَؤ دَ څلورو حيوانانو اَؤ مشرانو په وړاندے يو نوے حمد وئيلو اَؤ دا حمد بے له هغه يو لک څلور څلويښت زرو کسانو نه چه په بيعه آخستے شوى وُو، بل هيچا زده کولے نۀ شو. ۴دا هغوئ دى چه دَ ښځو سره ئے خپل ځان ککړ کړے نۀ دے اَؤ خپل ځانُونه ئے پاک ساتلى وُو اَؤ دوئ په ګډُورى پسے ځى هر چرته چه هغه ځى. دوئ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډُورى دَ پاره له بنى آدمو نه اولنے ميوے په طور آخستے شوى دى. ۵هغوئ هيچرے دروغ نۀ وئيل اَؤ هغوئ پاک دى.

دَ دريو فرښتو پيغام

۶بيا ما دَ آسمان په مينځ کښے يوه فرښته په الوتو وليده چه په مزکه ئے هر قوم اَؤ خيل، ژبے اَؤ خلقو ته دَ تل زيرے ورکولو. ۷هغے په زوره چغے کړے چه ”دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ هغۀ ثنا وايئ ځکه چه هغه وخت راغلے دے چه هغه عدالت کوى. اَؤ هغۀ ته سجده وکړئ چه آسمان اَؤ مزکه، سمندر اَؤ دَ اوبو چينے ئے پيدا کړے دى!“

۸اَؤ هغۀ پسے دويمه فرښته راغله اَؤ هغے چغے کړے چه ”پريوتو! هغه لوئے بابل پريوتو چه په ټولو قومُونو ئے دَ خپلے حرام کارئ قهرژن شراب څښلى دى!“

۹اَؤ بيا ورپسے دريمه فرښته راغله اَؤ داسے چغے ئے کړلے، ”هر هغه څوک چه ځنګلى ځناور ته اَؤ دَ هغۀ بُت ته سجده کوى اَؤ دَ هغۀ نخښه په تندى يا په لاس لګوى، ۱۰هغه دِ دَ خُدائے دَ قهر شراب وڅښى کُوم چه هغۀ په ټينګ طور دَ خپل غضب په پيالئ کښے تيار کړى دى. هغه به دَ پاکو فرښتو اَؤ دَ ګډُورى په وړاندے په اور اَؤ دَ ګُوګړو په شُغلو کښے عذابولے شى. ۱۱اَؤ دَ هغوئ دَ عذاب لُوګے به تل تر تله راخيژى اَؤ هر هغه څوک چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده کوى يا دَ هغۀ دَ نُوم نخښه آخلى، هغوئ به نۀ خو دَ شپے اَؤ نۀ دَ ورځے آرام بيا مُومى.“

۱۲په دے کښے دَ پاکانو زغم دے، هغوئ چه دَ خُدائے حُکمُونه منى اَؤ دَ عيسىٰ وفادار پاتے کيږى.

۱۳اَؤ ما له آسمان نه يو آواز واؤريدو چه وئيل ئے، ”دا وليکه! بختور دى هغه څوک چه له دے نه پس به په مالِک کښے مړۀ کيږى!“

اَؤ رُوحُ القُدس وائى چه ”هو، ځکه چه له دے نه پس به هغوئ له تکليفُونو نه په آرام وى، ولے چه دَ دوئ عملُونه به ورسره وى.“

دَ دُنيا لَو کيدل

۱۴اَؤ بيا چه ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه اَؤ چه په هغے څوک ناست وو هغه دَ ”اِبن آدم په شان“ وو. دَ هغۀ په سر دَ سرو زرو تاج وو اَؤ په لاس کښے ئے تيرۀ لور وو. ۱۵يوه بله فرښته دَ خُدائے له کور نه بهر راووتله اَؤ په وريځ ناست ته ئے په اُوچت آواز چغے کړے چه ”خپل لور وروغزوه اَؤ وريبه، ځکه چه دَ فصل وخت راغلے دے اَؤ دَ مزکے فصل پوخ شو.“ ۱۶نو هغۀ چه په وريځے ناست خپل لور مزکے ته ورواچولو اَؤ دَ هغے فصل وريبلے شو.

۱۷بيا يوه بله فرښته دَ خُدائے له آسمانى کور نه راووتله اَؤ دَ هغے سره هم يو تيرۀ لور وو.

۱۸اَؤ بيا يوه بله فرښته له قُربانګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چه په اور اِختيار لرى، اَؤ هغے دَ تيرۀ لور لرُونکى ته چغے کړلے چه ”خپل لور ورواچوه اَؤ په مزکه دَ انګُورو دَ بُوټى فصل راغونډ کړه ځکه چه انګُور ئے پاخۀ دى.“ ۱۹نو هغه فرښتے خپل لور ورواچولو اَؤ په مزکه ئے دَ انګُورو دَ بُوټى فصل راټول کړو اَؤ هغه ئے دَ خُدائے دَ غضب په هغه لويه ګاڼئ کښے ورواچولو. ۲۰انګُور ئے له ښار نه بهر په ګاڼئ کښے دَ پښو دَ لاندے کړے شول اَؤ تر درے سوه کلوميټره پورے له ګاڼئ نه دَ آسُونو تر واګو پورے وينے وبهيدلے.