د یوحنا رسول مکاشفه

دوهم فصل

د افسیس کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

۱د افسیس د کلیسا فرښتې ته ولیکه:

  • «دا د هغه چا خبرې دي چې اووه ستوري یې په خپل ښي لاس کې نیولي دي او د سرو زرو د اوو څراغدانونو په منځ کې ګرځي.
  • ۲ستاسو کلیسا چې کوم زحمتونه ویستلي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. ما ستاسو زیار، صبر او زغم لیدلی دی. زه پوهېږم چې تاسو بدکاره خلک زغملی نه شئ. تاسو هغه خلک ازمایلي دي چې ځان ته رسولان وایي خو نه دي او پوه شوي یئ چې هغوی دروغجن دي. ۳زه پوهېږم چې تاسو صبر او زغم لرئ، تاسو زما په خاطر ډېرې ستونزې زغملې دي او ستومانه شوي نه یئ. ۴خو زه ستاسو نه یوه ګیله لرم چې تاسو خپله لومړنۍ مینه له لاسه ورکړې ده. ۵خو په یاد ولرئ چې تاسو د څومره لوړ مقام نه رالوېدلي یئ، نو توبه وباسئ او هغه کارونه کوئ چې مخکې مو کول. که توبه ونه باسئ، نو زه به درشم او ستاسو څراغدان به د خپل ځای نه لېرې کړم. ۶خو په تاسو کې یو ښه‌والی شته چې تاسو د نیکولاویانو د کارونو څخه کرکه کوئ، لکه څنګه چې زه ورڅخه کرکه کوم.
  • ۷څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغه ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به ورته دا حق ورکړم چې د ژوندانه د ونې مېوه چې په جنت فردوس کې ده وخوري.»

د اسمیرنا کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

۸د اسمیرنا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:

  • «دا د هغه چا خبرې دي چې اول او اخر دی، چې مړ شو او بیا راژوندی شو.
  • ۹زه ستاسو د کلیسا د کړاوونو او غریبۍ نه خبر یم، خو په حقیقت کې تاسو شتمن یئ! زه د هغو خلکو د کفر ویلو څخه خبر یم چې ځان ته یهودیان وایي خو نه دي، بلکې هغوی د شیطان د کنیسې څخه دي. ۱۰د کومو کړاوونو سره چې مخامخ کېږئ، د هغو څخه مه وېرېږئ. ګورئ، شیطان به ستاسو څخه ځینې زندانونو ته واچوي چې ومو ازمایي او تر لسو ورځو پورې به ځورېږئ، خو تر مرګه پورې وفادار پاتې شئ او زه به تاسو ته د ژوندون تاج درکړم.
  • ۱۱څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغه ته دې غوږ ونیسي. څوک چې بریالی شي، نو هغه به د دوهم مرګ عذاب ونه ویني.»

د پرګاموم کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

۱۲د پرګاموم د کلیسا فرښتې ته ولیکه:

  • «دا د هغه چا خبرې دي چې دوه‌مخې تېره توره لري.
  • ۱۳زه خبر یم چې تاسو چېرته اوسئ. ستاسو کلیسا په هغه ځای کې ده چې د شیطان تخت په کې دی. خو بیاهم زما نوم ته وفادار پاتې شوئ. تاسو خپل ایمان له لاسه ورنه کړ، حتی په هغه وخت کې چې زما وفادار شاهد انتیپاس ستاسو په ښار یعنې هغه ځای کې چې شیطان په کې اوسیږي، شهید شو. ۱۴خو زه ستاسو نه یو څو ګیلې لرم: په تاسو کې ځینې خلک شته چې د بلعام د تعلیم څخه پیروي کوي. هغه بلعام ؤ چې بالاق ته یې ورزده کړل چې څنګه اسراییلیان بې‌لارې کړي او هغوی وهڅوي چې هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو او زنا وکړي. ۱۵همدارنګه ستاسو په منځ کې داسې خلک شته چې د نیکولاویانو د تعلیم څخه پیروي کوي. ۱۶نو توبه وباسئ، که نه نو ډېر زر به درشم او په هغې تورې به د هغوی سره جنګ وکړم چې زما د خولې څخه راوځي.
  • ۱۷څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به هغه ته هغه د من ډوډۍ چې په اسمان کې پټه ده، ورکړم او یوه سپینه تیږه به ورته ورکړم چې په هغې باندې به یو نوی نوم لیکل شوی وي چې هېڅوک به د هغې په معنی باندې پوه نه شي، خو پرته له هغه چا څخه چې تیږه لاسته راوړي.»

د تیاتیرا کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

۱۸د تیاتیرا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:

  • «دا د خدای د زوی خبرې دي چې د هغه سترګې د اور د لمبو په شان او پښې یې د برنجو په شان ځلېدلې.
  • ۱۹ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. او ستاسو د مینې، ایماندارۍ، خدمت او ستاسو د صبر او زغم نه خبر یم او پوهېږم چې ستاسو اوسني کارونه د پخوانیو کارونو څخه ډېر ښه شوي دي. ۲۰خو زه ستاسو نه یوه ګیله لرم: تاسو هغې ښځې ته چې لکه ایزابل ده او ځان پیغمبره ګڼي، اجازه ورکړې چې په خپل تعلیم سره زما خدمتګاران بې‌لارې کړي، ترڅو هغوی زنا وکړي او هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو. ۲۱ما هغې ته د توبې ویستلو وخت ورکړ، خو هغه نه غواړي چې د زناکارۍ نه لاس واخلي. ۲۲زه به هغه د مریضۍ په کټ باندې واچوم او هغه کسان چې د هغې سره یې زنا کړې ده، په مصیبت اخته کړم او تر هغې پورې به سخت ځوریږي، ترڅو یې د خپلو کارونو څخه چې د هغې سره یې کړي دي، توبه نه وي ویستلې. ۲۳زه به د هغې اولادونه ووژنم. په دې کار به ټولې کلیساګانې پوه شي چې زه د انسانانو د فکرونو او زړونو څخه خبر یم او زه به تاسو هر یو ته د خپلو عملونو له مخې بدل درکړم.
  • ۲۴خو زه تاسو او نورو کسانو ته چې په تیاتیرا کې دي، وایم: تاسو دا تعلیم نه دی قبول کړی او هغه شیان مو نه دي زده کړي چې هغوی ورته د شیطان ژور رازونه وایي. زه به په تاسو باندې نور بار وانه‌چوم، ۲۵خو په هر حال ترڅو چې زه راځم تاسو باید په هغه تعلیم باندې چې درکړل شوی دی، ټینګ ودرېږئ. ۲۶څوک چې بریالی شي او تر اخره پورې زما په حکمونو باندې عمل وکړي، زه به هغه ته واک او اختیار ورکړم چې په ټولو قومونو باندې حکومت وکړي. ۲۷هغه به ورباندې د اوسپنې په امسا حکومت کوي او د خاورینو لوښو په شان به یې ټوټې ټوټې کړي. ۲۸لکه څنګه چې ما د خپل پلار له خوا دا واک او اختیار تر‌لاسه کړی دی، زه به هغه ته د سهار ستوری ورکړم.
  • ۲۹څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس یې کلیساګانو ته وایي، هغو خبرو ته دې غوږ ونیسي.»