د یوحنا رسول مکاشفه

څلورم فصل

په اسمان کې عبادت

۱له هغې وروسته ما وکتل او په اسمان کې مې یوه پرانیستې دروازه ولیدله. بیا مې یو اواز چې مخکې یې زما سره خبرې کړې وې او د سرني د اواز په شان ؤ، واورېد چې ویې ویل: «پورته راشه، زه به تاته وښایم چې له دې وروسته به څه پېښیږي.» ۲سمدلاسه روح القدس زه تر خپلې اغېزی لاندې راوستلم او په اسمان کې مې یو تخت ولیده او په هغه تخت باندې یو څوک ناست ؤ. ۳هغه څوک چې هلته ناست ؤ، د لعل او سرو عقیقو د تیږو په شان ځلېده او د تخت ګردچاپېره د بوډۍ ټال ؤ چې د زمردو په شان ځلېده. ۴د تخت ګردچاپېره نور څلورویشت تختونه وو او په هغو باندې څلورویشت مشران ناست وو چې سپین کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو تاجونه یې په سر وو. ۵د هغه تخت څخه برېښنا، غرهار او د تندر اوازونه راتلل. د تخت په مخکې اووه سوځېدونکي څراغونه بلېدل. هغه د خدای اووه روحونه دي چې د خدای خدمت کوي. ۶همدارنګه د هغه تخت په مخکې یوه بحیره وه چې د بلور د ښیښې په شان ښکاره کېده.

د تخت ګردچاپېره او هرې خواته یې څلور اسماني مخلوقات وو چې مخکې او شاته یې ډېرې سترګې لرلې. ۷لومړنی اسماني مخلوق د زمري په شان ؤ، دوهم یې د غویي په شان، درېم یې د انسان په شان څېره لرله او څلورم یې د عقاب په شان ؤ چې د الوتلو په حال کې وي. ۸دغو څلورو اسماني موجوداتو هر یو شپږ وزرونه لرل او هرې خواته یې ډېرې سترګې لرلې او شپه او ورځ به یې بې له کوم ځنډه ویل:

سپېڅلی، سپېڅلی، سپېڅلی دی

مطلق قادر څښتن خدای

چې هغه ؤ او هغه دی

او دی راتلونکی هغه

۹هرکله چې هغه اسماني موجودات هغه چاته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله به ژوندی وي، جلال او عزت ورکوي او شکرګزاري یې کوي، ۱۰نو هغه څلورویشت مشران هم هغه ته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله ژوندی دی په سجده پرېوځي او عبادت یې کوي. هغوی خپل تاجونه د تخت په مخکې ږدي او وایي:

۱۱ای زمونږ څښتنه، ای زمونږه خدایه

ته لایق یې د جلال او د عزت او قدرت

ځکه چې ټول شیان پیدا کړل تا

په ارادې د ستا پیدا شول هغه

او په وجود کې راغلل