۰:۰۰ / ۰:۰۰

رومیانو ته د پولوس رسول لیک

دولسم فصل

په مسیح کې نوی ژوند

۱ نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی. ۲ د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې پرېږدئ چې د خپلو فکرونو په نوي کولو سره خدای تاسو بدل کړي. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده وپېژنئ او هغه څه چې ښه، د منلو وړ او کامل دي، وپېژنئ.

۳ د هغه فضل له مخې چې ماته راکړل شوی دی، زه تاسو هر یو ته وایم چې خپل ځان لکه څنګه چې اوس یئ، د دې نه لوړ مه ګنئ. بلکې عاجز اوسئ او د هغه ایمان د اندازې له مخې چې خدای تاسو هر یو ته درکړی دی، فکر وکړئ. ۴ لکه څنګه چې زمونږ په بدن کې ډېر غړي دي او د ټولو غړو کار یوشان نه دی، ۵ نو مونږ چې ډېر یو، خو په مسیح کې یو بدن یو او د یو بل غړي یو.

۶ مونږ باید د هغو مختلفو نعمتونو څخه چې خدای راته د خپل فضل له مخې راکړي دي، کار واخلو. که چېرې هغه د خدای د پیغام رسول وي، نو هغه باید د خپل ایمان له مخې سرته ورسوو. ۷ که خدمت کول وي، نو باید خدمت وکړو. که هغه تعلیم ورکول وي، نو باید تعلیم ورکړو. ۸ که هغه د نورو هڅول وي، نو باید ویې هڅوو. که چېرې د مالي مرستې ورکول وي، نو د سخاوت له مخې یې ورکړو، که چېرې د مشرۍ نعمت وي نو په کوښښ سره یې وکړو، که چېرې د مهربانۍ کولو نعمت وي، نو په خوشحالۍ سره رحم وکړو.

۹ ستاسو مینه دې رښتینې او سوچه وي. د بدو نه کرکه کوئ او په نېکۍ کې ټینګ ودرېږئ. ۱۰ یو د بل سره د ورورولۍ مینه کوئ او هر یو دې د خپل ځان نه زیات د نورو درناوی وکړي. ۱۱ په خپل کار کې تنبلي مه کوئ او په روحاني شوق سره د څښتن خدمت کوئ. ۱۲ ستاسو هیله دې تاسو خوشحاله ساتي، په مصیبت کې صبر او زغم ولرئ او هر وخت دعا کوئ. ۱۳ د محتاجو ایماندارانو سره مرسته کوئ او مېلمه‌پال اوسئ.

۱۴ څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره برکت غواړئ، نه لعنت. ۱۵ څوک چې خوشحاله وي، نو خوشحالي ورسره کوئ او څوک چې ژاړي، نو ورسره ژړا کوئ. ۱۶ یو د بل سره په همغږۍ کې ژوند کوئ. مغرور مه اوسئ، بلکې د ټیټ مقام لرونکو خلکو سره ملګرتیا کوئ. خپل ځان د نورو څخه هوښیار مه ګڼئ.

۱۷ د بدۍ په بدل کې د چا سره بدي مه کوئ. خو پام کوئ چې هغه کارونه باید وکړئ چې د ټولو په نظر کې ښه وګڼل شي. ۱۸ ترڅو پورې چې کېدای شي او ستاسو پورې اړه ولري، نو د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند تېروئ. ۱۹ ګرانو دوستانو، هېڅکله خپل بدل مه اخلئ، بلکې هغه د خدای قهر او غضب ته پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څښتن وایي: «بدل اخیستل زما کار دی، زه بدل اخلم.»

۲۰ د دې په ځای لیکل شوي دي:

که چېرې ستا دښمن وږی وي، نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري. که چېرې تږی وي، نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي. په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړې او څښتن به تاته اجر درکړي.

۲۱ مه پرېږده چې بدي درباندې غالبه شي، بلکې د نېکۍ په وسیله په بدۍ باندې بری تر‌لاسه کړه.