چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ نو له دې امله ای انسانه، ته څوک یې چې د نورو په هکله قضاوت کوې؟ ته چې هرڅوک یې، تا سره هېڅ عذر نشته، ځکه کله چې ته د نورو په هکله قضاوت کوې او بیا په خپله هماغه کار کوې چې هغوی یې کوي، نو په خپله خپل ځان ملامتوې. ۲ مونږ پوهېږو کله چې خدای د هغو خلکو په هکله چې داسې کارونه کوي، قضاوت کوي، نو هغه په حقه دی. ۳ خو ای انسانه، ته چې د نورو په هکله قضاوت کوې او په خپله هماغه کارونه کوې، ایا ګومان کوې چې د خدای د قضاوت نه به وتښتې؟ ۴ یا دا چې د خدای ډېرې زیاتې مهربانۍ، زغم او صبر ته په سپکه سترګه ګورې؟ ایا په دې نه پوهېږې چې د خدای د مهربانۍ مقصد دا دی چې هغه تاته وښایي چې ته توبه وباسې؟ ۵ خو دا چې ته سرزوری یې او د خپلو ګناهونو نه لاس نه اخلې، نو ته خپله سزا په هغه ورځ چې کله د خدای غضب او عادلانه قضاوت ښکاره شي، نوره هم زیاتوې.
۶ خدای به هرچا ته د هغه د عملونو له مخې چې کړي یې دي، بدل ورکړي. ۷ کوم خلک چې په صبر او زغم سره ښه کارونه کوي او د جلال، عزت او نهفناکېدونکي ژوند په لټه کې دي، نو هغوی ته به خدای تلپاتې ژوندون ورکړي. ۸ خو کوم خلک چې ځان خوښوونکي دي، حقیقت نه مني او بدو کارونو پسې ګرځي، نو په هغوی باندې به خدای خپل قهر او غضب نازل کړي. ۹ د هغو خلکو دپاره به چې بد کارونه کوي، مصیبت او کړاوونه وي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره. ۱۰ خو خدای به هغو ټولو خلکو ته چې ښه کارونه کوي، جلال، عزت او سوله ورکړي، لومړی یهودیانو ته او بیا غیریهودیانو ته. ۱۱ ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.
۱۲ هغه ټول خلک چې د موسی شریعت نه لري او ګناه کوي، نو هغوی به بې له شریعته له منځه ځي او د یهودیانو سره چې شریعت شته او ګناه کوي، نو د هغوی سره به د شریعت له مخې قضاوت کیږي. ۱۳ ځکه چې یوازې د شریعت په اورېدلو سره هېڅوک د خدای په نظر کې عادل نه ګڼل کیږي، بلکې د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره عادل ګڼل کیږي. ۱۴ کله چې غیریهودیان چې شریعت نه لري په طبیعي توګه د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، نو د هغوی شریعت په خپله هغوی دي، که څه هم هغوی د موسی شریعت نه لري. ۱۵ د هغوی عملونه دا ښکاره کوي چې د شریعت حکمونه د هغوی په زړونو کې لیکل شوي دي. د هغوی وجدان د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې د هغوی خیالونه یا هغوی ملامتوي او یا د هغوی څخه دفاع کوي. ۱۶ نو د هغه زېري له مخې چې زه یې ورکوم، دا کار به په هغه ورځ وشي کله چې خدای د عیسی مسیح په وسیله د ټولو انسانانو د پټو خیالونو په هکله قضاوت کوي.
۱۷ خو ته خپل ځان ته یهودي وایې او په شریعت باندې ولاړ یې او د خدای سره په اړیکو لرلو باندې ویاړ کوې. ۱۸ ته د خدای په ارادې باندې پوهېږې او د شریعت څخه دې دا زده کړي دي چې هرڅه چې ښه دي غوره کړې، ۱۹ او په دې یقین لرې چې د ړندو دپاره لارښوونکی یې او د هغو خلکو دپاره رڼا یې کوم چې په تیاره کې دي، ۲۰ د ناپوهه خلکو استاذ او د ماشومانو ښوونکی یې. ته د شریعت خاوند یې چې په هغه کې په پوره توګه پوهه او حقیقت شته. ۲۱ نو بیا ته چې نورو ته تعلیم ورکوې، ولې خپل ځان ته تعلیم نه ورکوې؟ ته نورو ته وعظ کوې چې غلا مه کوئ، ایا ته په خپله غلا نه کوې؟ ۲۲ ته وایې چې زنا مه کوئ، ایا ته په خپله زنا نه کوې؟ ته چې د بتانو څخه بد وړې، ایا ته بتخانې نه لوټ کوې؟ ۲۳ ته چې په شریعت ویاړ کوې، ایا ته د شریعت په ماتولو سره د خدای بېعزتي نه کوې؟ ۲۴ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ستاسو یهودیانو له امله غیریهودیان د خدای په هکله سپکې خبرې کوي.»
۲۵ که چېرې ته په شریعت باندې عمل وکړې، نو سنت کېدل ارزښت لري، خو که ته د شریعت نه سرغړونه کوې، نو هغه به داسې وي لکه چې ته بالکل سنت شوی نه یې. ۲۶ نو که چېرې یو غیریهودي چې سنت شوی نه دی او د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، ایا خدای به هغه سنت شوی ونه ګڼي؟ ۲۷ او یو څوک چې په جسماني توګه سنت شوی نه دی خو د خدای په حکمونو باندې عمل کوي، نو هغه به تا خپله په هغه شریعت باندې چې درسره موجود دی او سنت شوی هم یې، خو په شریعت باندې عمل نه کوې، ملامته کړي. ۲۸ ځکه چې رښتینی یهودي هغه نه دی چې یوازې په ظاهره یهودي وي او که چېرې څوک سنت شوی وي، نو معنی یې دا نه ده چې هغه رښتینی یهودي دی. ۲۹ بلکې رښتینی یهودي هغه دی چې په باطن کې یهودي وي، او رښتینی سنت کېدل د زړه سنت کېدل دي. دا د خدای د روح کار دی، نه د لیکل شوي شریعت کار. د داسې کس صفت د خدای له خوا کیږي، نه د انسان له خوا.