۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دويم باب

دَ خُدائے رښتينے عدل

۱اَئے سړيه! تۀ چه بل څوک مُجرم کوے، تۀ هر څوک چه يئے، تا سره هيڅ عُذر نِشته ځکه چه کله چه تۀ بل څوک مُجرم کوے هم هغه کارُونه په خپله کوے چه هغوئ ئے کوى، نو ځان پرے مُجرم کوے. ۲ولے چه مُونږ ته معلُومه ده چه څوک چه داسے کارُونه کوى نو خُدائے په عدل په هغۀ باندے عدالت کوى. ۳آيا تۀ دا ګڼے چه تۀ چه بل څوک مُجرم کوے په خپله هم دغه کارُونه کوے، نو تۀ دا ګڼے چه ګنى تۀ به دَ خُدائے دَ عدالت نه ځان بچ کړئے شے څۀ؟ ۴اَؤ يا دا چه تۀ دَ هغۀ دَ مهربانئ دَ زغم اَؤ دَ صبر دولت سپک ګڼے څۀ؟ اَؤ دا نۀ منے چه دَ خُدائے مهربانى تا توبے ته بيائى؟ ۵بلکه تۀ په خپله ناړامتيا اَؤ دَ ناتوبه ګار زړۀ په مُطابق دَ خپل ځان دَ پاره دَ خُدائے دَ قهر دَ ورځے غضب ډيرَوے کله چه به دَ خُدائے رښتُونے عدالت ظاهر شى. ۶هغه به هر چا ته دَ هغۀ دَ کارُونو په مُطابق اَجر ورکړى. ۷څوک چه په صبر سره ښۀ کوى اَؤ جلال اَؤ عزت اَؤ بقا لټوى، هغوئ ته به دَ تل ژوندُون ورکړى. ۸خو هغوئ چه خود غرض اَؤ دَ حق نه مُنکر دى اَؤ په غلطه لار سر شوى دى، په هغوئ به قهر اَؤ غضب نازليږى. ۹څوک چه بدکاره وى، دَ هغوئ دَ پاره مُصيبت اَؤ تنګى ده، اول دَ يهُودى دَ پاره اَؤ بيا دَ غير يهُودى دَ پاره. ۱۰خو دَ ټولو نيکى کوُونکو دَ پاره جلال اَؤ سلامتى، اول دَ يهُودى دَ پاره اَؤ بيا دَ غير يهُودى دَ پاره. ۱۱ځکه چه خُدائے دَ هيچا طرفدارى نۀ کوى. ۱۲هغه چا چه بے دَ مُوسىٰ دَ شريعت نه ئے ګُناه کړے وى، نو هغه به بے له شريعت نه هلاک شى، اَؤ هغه چا چه دَ دے شريعت دَ لاندے ئے ګُناه کړے وى، هغه به په دے شريعت سزا مُومى. ۱۳دا دَ شريعت په آؤريدو نه، بلکه په دے دَ عمل کولو په وسيله به سړے دَ خُدائے په وړاندے صادِق کيږى. ۱۴اَؤ هغه غير يهُودى خلق چه شريعت نۀ لرى خو دَ خپل فطرت په مُطابق پرے عمل کوى خو سره دَ دے چه دَ هغو سره شريعت نِشته، هغوئ ځان ته په خپله شريعت دى، ۱۵ځکه چه هغوئ دَ هغه شريعت پابندى کوى کُوم چه دَ هغوئ په زړُونو ليکلے دے. دَ هغوئ زړۀ دَ هغوئ ګواهى ورکوى اَؤ دَ هغوئ خيالُونه په خپل مينځ کښے په يو بل اِلزامُونه لګوى اَؤ مُدافعت کوى، کله دَ هغوئ په خلاف اَؤ کله دَ هغوئ په حق کښے. ۱۶په هغه ورځ به خُدائے دَ اِنسان دَ پټو خيالُونو عدالت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله زما دَ زيرى په مُطابق وکړى.

دَ يهُوديانو شريعت

۱۷خو که تۀ ځان ته يهُودى وائے اَؤ په شريعت ولاړ يئے اَؤ په خپل خُدائے فخر کوے، ۱۸که تا ته دَ هغۀ رضا معلُومه ده اَؤ دَ شريعت نه واقف يئے، نو ځکه تۀ په ښو اَؤ په بدو کښے تميز کوے، ۱۹اَؤ ستا په دے يقين دے چه دَ ړندو رهنمائى کوے اَؤ چه په تيارۀ کښے ناست دى دَ هغوئ دَ پاره رڼا يئے، ۲۰دَ ساده خلقو تربيت کوے اَؤ دَ شاګردانو اُستاذ يئے، ځکه چه په شريعت کښے تۀ دَ عِلم اَؤ دَ رښتياؤ کمال لرے. ۲۱خو بيا تۀ چه خپلو ملګرو ته تعليم ورکوے، نو په خپله تعليم ولے نۀ آخلے؟ تۀ خو دا اِعلان کوے چه غلا مه کوئ، نو ولے تۀ په خپله غلا کوے؟ ۲۲تۀ وائے چه زِنا مه کوئ، نو ولے تۀ په خپله زِنا کوے؟ تۀ چه بُتان پليت ګڼے، نو ولے تۀ بُت خانے لُوټے؟ ۲۳سره دَ دے چه تۀ په شريعت فخر کوے نو ولے تۀ دَ عمل نۀ کولو په وجه دَ خُدائے سپکاوے نۀ کوے څۀ؟ ۲۴ځکه لکه چه صحيفے وائى : 

”هم ستاسو په وجه دَ خُدائے په حقله

غير يهُودى قومُونه سپکے وائى.“

۲۵سُنت کيدل فائده ناک دى خو هله چه تۀ په شريعت عمل کوے، نو که تۀ چرے په شريعت عمل نۀ کوے نو ستا سُنت داسے دے لکه چه هډو شوے نۀ وى. ۲۶هم دغه شان که يو ناسُنت شوے په شريعت عمل کوى نو آيا هغه به دَ سُنت شوى په شان نۀ وى څۀ؟ ۲۷هغه به ناسُنت شوے وى خو په شريعت دَ عمل کولو په وجه به تۀ دَ هغۀ په مُقابله کښے مُجرم ګرزولے شے ځکه چه تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجُود دے اَؤ سُنت شوى يئ خو بيا ئے هم ماتوئ. ۲۸په ظاهرى نخښو نښانو څوک سُوچه يهُودى کيدے نۀ شى اَؤ نۀ صحيح سُنت کيدل په جسم کښے ظاهرى نخښے ته وائى. ۲۹خو صحيح يهُودى هغه دے چه څوک په باطن کښے وى اَؤ رښتُونے سُنت دَ زړۀ دے، کُوم چه دَ ليکلى شريعت دَ مخه نۀ دے بلکه دَ خُدائے دَ رُوح دَ مخه دے. اَؤ دَ داسے سړى صفت دَ خُدائے نه کيږى، نۀ چه دَ خلقو نه.