د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

څلورم باب

د حضرت اِبراهيم مِثال

۱ نو بيا مونږ د اِبراهيم په حقله چې په جسمانى طور زمونږ نيکۀ وو څۀ وئيلے شُو چې د صادق کېدلو دپاره هغۀ کومه تجربه حاصله کړه؟ ۲ ځکه کۀ چرې اِبراهيم په خپلو نېکو اعمالو کښې صادق وو نو بيا يې فخر په ځائ دے، خو د خُدائ پاک په وړاندې نه. ۳ ځکه چې صحيفې وائى چې، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او هغه ايمان د هغۀ په صداقت حساب شو.“ ۴ نو اوس کۀ يو سړے څۀ کار وکړى نو د هغۀ مزدورى ورته په اجر کښې نۀ حسابيږى، دا خو د هغۀ حق دے. ۵ خو کۀ څوک بغېر د عمل نه په هغۀ ايمان ولرى څوک چې بې‌دينه صادقوى نو دغه ايمان هغۀ ته په صداقت حساب دے. ۶ هم دغه شان داؤد د هغه سړى د خوشحالۍ ذکر کوى څوک چې خُدائ پاک بې د عمل نه صادق کړے دے، ۷ ”بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه. ۸ بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى.“ ۹ ولې دا خوشحالى تش د سنت شوو دپاره ده، يا دا د ناسنتو دپاره هم ده؟ مونږ وايو چې، ”د اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“ ۱۰ نو هغۀ ته دا څنګه حساب کړے شو؟ ولې هغه په هغه وخت کښې سنت وو کۀ نه؟ نه، هغه ناسنته وو. ۱۱ هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول. ۱۲ او هغه د سنت شوو خلقو هم نيکۀ دے نۀ يواځې دا چې سنت شوى دى، بلکې چې زمونږ د نيکۀ اِبراهيم غوندې ايمان ولرى، يعنې هغه ايمان چې اِبراهيم لا د سنت کېدلو نه مخکښې لرلو.

د خُدائ پاک وعده د ايمان په وسيله حاصليږى

۱۳ خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى. ۱۴ ځکه کۀ هغوئ د شريعت په وسيله وارثان کيږى نو بيا ايمان بې‌ځايه دے او وعده بې‌فائدې ده. ۱۵ ځکه چې شريعت خو سزا اعلانوى، خو چرته چې شريعت نشته نو هلته د شريعت ماتول هم نشته. ۱۶ نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے. ۱۷ لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى. ۱۸ بيا هغۀ په نااُميدۍ کښې اُميد وساتلو، او د هغۀ دا ايمان وو چې هغه به د ډېرو قومونو پلار شى، د هغه کلام په مطابق چې هغۀ ته وئيلے شوے وو چې، ”ستا اولاد به بې‌شمېره وى.“ ۱۹ د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه. ۲۰ خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو. ۲۱ هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى. ۲۲ نو ځکه دا ايمان اِبراهيم ته په صداقت حساب شو. ۲۳ دا خبرې چې هغه صادق وګڼلے شو يواځې د اِبراهيم دپاره نۀ وې ليکلے شوې، ۲۴ بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو، ۲۵ هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.